تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کریملین کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره له کتنې وروسته د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

روسیه سره له دې چې له طالبانو سره تماسونه لري او دا ډله جهاد خپروونکې نه بولي، خو وايي چې طالبان تروریستي ډله ده.

پوتین له روحاني سره د خپلو خبرو په اړه وویل«موږ د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې، په دغه هیواد کې مو د ملي پخلاینې پر اهمیت تاکید وکاوه. روسیه باور لري چې ایران د افغانستان د حکومت او طالب یاغیانو ترمنځ د رغنده خبرو د پیلېدو په هدف د مسکو د فبرورۍ د میاشتې په غونډه کې په نړیوالو څو اړخیزو هلوځلو کې په ګډون ګټوره ونډه واخیسته.»

د روسیې او ایران د ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان حالات ښه نه دي بلل شوي:

«پوتین او روحاني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وضعیت پر خرابېدو، او په دغه هیواد کې د سختدریځو ډلو له لوري د تروریستي خطرونو پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

روسیه او ایران د افغانستان د دولتولۍ له ټینګښت، د یوه سوله ییز، دیموکرات، خپلواک او سوکاله دولت په توګه له دغه هیواد سره مرستې ته دوام ورکوي.»

اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یوه جګپوړي قوماندان جنرال جان نیکلسن وویل چې روسیه په افغانستان کې د داعش د مخنیوي لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

خو روسیې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د قوماندان دا ادعا سمدستي رد کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *