تاند- په کابل کې د روسیې سفیر وايي چې افغانستان ۴۲ پوځي افسران د زده کړو لپاره روسیې ته لېږي.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي په کابل کې خبریالانو ته وویل، ۴۲ افغان پوځي افسرانو ته د روسیې وېزه ورکړای شوې او په څو ورځو کې به د مسکو په پوځي پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره دې هیواد ته روان شي.

مانتیڅکي زیاته کړه، روسیه دا افسران د افغانستان د دفاع وزارت په غوښتنه په خپلو پوهنتونونو کې روزي خو د هغوی د زده کړو مصرف نه ورکوي.

د دغو افسرانو د روزنې لګښت د افغانستان دفاع وزارت ورکوي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل چې دا افسران به په روسیه کې شپږ کاله زده کړې وکړي. لومړی کال به د روسي ژبې په زده کړه تېر کړي خو په ۵ نورو کلونو کې به په مخابراتو، پوځي تکنالوژۍ او نورو پوځي څانګو کې زده کړې وکړي.

حاضر دمه په روسیه کې ۷۵ افغان پوځي افسران د روسیې په پوځي پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *