د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د روسیې خبري اژانس انټرفکس وايي، روسیې د افغانستان د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره د اپریل په څوارلسمه نېټه په مسکو کې د یوه نړیوال کنفرانس تابیا کړې ده.

انټرفکس د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په قول ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه هم دې کنفرانس ته بلل شوي دي.

اتمر د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو ګډون رد نه کړ، ویې ویل چې کېدای شي طالبان هم پکې برخه واخلي.

روسیې تېره میاست د افغانستان، چین، پاکستان، هند او ایران د استازو په ګډون د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره غونډه جوړه کړه.

تر دې وړاندې په مسکو کې د پاکستان، چین او روسیې درې اړخیزه غونډه د افغانستان او نورو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوې وه ځکه چې د افغانستان په اړه غونډه د افغانستان له ګډون پرته جوړه شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د مسکو کنفرانس ته ۱۲ هیوادونه بلل شوي چې په هغو کې د امریکا ترڅنګ د منځنۍ اسیا ۵ هیوادونه، ایران، هند، پاکستان او چین شامل دي.

تراوسه پوري امریکا څه نه دي ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او که یې نه کوي.

په وروستیو کې د افغانستان په مسله کې د روسیې لېوالتیا زیاته شوې ده.

دې هیواد له طالبانو سره تماسونه نیولي خو روسي چارواکو حنیف اتمر ته وویل چې مسکو لا هم طالبانو ته د یوې تروریستي دلې په سترګه ګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *