تاند- روسیه وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ خواشیني څرګندوي ځکه چې د پوځي حللارې هدف تعقیبوي او د اسلامي دولت د تروریستي ډلې خطر پکې نه دی منعکس شوی.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخاروفوا نن /پنجشنبه/ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ د څرګندونو په ترڅ کې وویل«موږ ته د افغانستان په نوې ستراتیژۍ کې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ترمپ د اګست په ۲۱ مه اعلان کړه، دې ته پام شو چې د افغانستان مسلې ته د پوځي حللارې پر موندلو تمرکز شوی دی، په ځانګړي ډول د بهرنیو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو له لارې.»
دې همداراز وویل، خواشینوونکې دا ده چې په دې ستراتیژۍ کې د اسلامي دولت د افغانستان د څانګې ګواښ په مناسب ډول منعکس شوی نه دی.
تر دې وړاندې پرون د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي زامیر کابلوف هم د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ، په تېره بیا افغانستان ته د نورو عسکرو پر لېږلو نیوکه کړې وه.
چین بیا د دې ستراتیژۍ پر اساس له پاکستان څخه د تروریستانو د مرکزونو د بندولو پرغوښتنې نیوکه کړې ده. چین، چې د پاکستان نژدې دوست دی، د تروریزم پر ضد د پاکستان هلې ځلې ستایلي دي.
د امریکا ولسمشر د سې شنبې په شپه د ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال خبرداری ورکړ چې د پاکستان له لوري د افغان طالبانو په شان سختدریځو ډلو ته د خوندي پناهځایونو ورکول به نور ونه زغمي.
«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډونه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده همداراز وویل «پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده. »