لیکنه: مسعود سیف الله
ژباړه: ضـمـیر ساپی
په افغانستان کې د روسيې لاسوهنې ډېری مبصرین حیران کړي دي.
مسکو په دې جګړه ځپلي هېواد کې څه غواړي؟ او که له سوريې وروسته د امریکا او روسيې بله لوبه پېلېږي؟
په وروستویو کلونو کې په افغانستان کې د روسيې مداخله ډېره شوې ده، د مسکو دې دریځ ډېری مبصرین حیران کړي دي، ځکه دې هېواد په ښکاره ډول د افغانستان له مسایلو ځان ګوښه کاوه. آن روسيې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا جګړې ملاتړ هم کاوه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي به ویل، ښايي افغانستان یوازینی هېواد وي چې د واشنګټن او مسکو ګټې پکې له یو بل سره په ټکر کې نه دي.
خو په سیمه کې د نوي سیاسي جغرافیايي وضعیت بدلون د پرمختګ په لور روان دی، نو له همدې امله روسیې پرېکړه کړې چې د اسیايي هېوادونو په اوږدمهاله جګړه کې بېطرفه پاتې نه شي. په افغانستان کې د مسکو لېوالتیا د روسيې، چین او پاکستان ترمنځ د افغانستان د امینت په اړه وروستۍ درې اړخېزه غونډه يې ښه بېلګه بللی شو.
روسيې په لومړي ځل افغان طالبانو سره په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د اسیايي هېوادنو له لارې، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د مخدره موادو د قاچاق په اړه اړیکې پیل کړې وې، خو دا ځل د طالبانو او مسکو اړیکې د شنونکیو په وینا یوازې د مخدره موادو د قاچاق پورې محدودې نه دي دوی وايي، په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه شوه، نو ځکه مسکو غواړي په دې هېواد کې لاسوهنه وکړي.
روسيې په افغانستان کې څو لسيزې وړاندې ماته خوړلې وه، خو اوس یو ځل بیا غواړي د افغانستان په چارو کې په لویه پیمانه لاسوهنه پیل کړي.
روسیه له دې وېره لري چې د عراق او سوريې وروسته افغانستان د تش په نامه اسلامي دولت نومې وسلهوالې ډلې په خوندي ځای بدل نه شي، نو مسکو هڅه کوي چې دا ډله مرکزي اسیا هېوادونو ته څېرمه مېشته نه شي.

په افغانستان کې طالبان او داعش د دوه کلونو را پدېخوا یو د بل د لمنځه وړلو او پر هېواد د تسلط هڅه کوي، د اسلامي دولت لهخوا همدې ګډې وېرې روسان او طالبان یو له بل سره نږدې کړي دي.
مګر روسیه د طالبانو لور ته پام اړلو سره په لوی لاس ځان له خطر سره مخامخوي، د یوې داسې ډلې پر ضد طالبان پیاوړي کوي چې ټوله روسیه يې اندېښمنه کړې ده.
که څه هم روسي ډېپلوماټان ټینګار کوي چې له طالبانو سره يې محدودې اړیکې د سولې خبرو ته د هڅولو په موخه دي؛ خو په افغانستان کې د روسيې فعال رول به د سیمې سیاسي جغرافیه نوره هم کړکېچنه کړي.
کابل غواړي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نوم دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وېستل شي، خو څو ورځې وړاندې روسيي ډېپلوماټانو په امنیت شورا کې هڅه کوله چې د دې چارې مخه ونیسي.
روسیه غواړي په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ سره پر واشنګټن فشار زیات کړي، له اوکرايين او سوريې وروسته د امریکا او روسيې بله لوبه په افغانستان کې پېلېږي، دا هېواد چې سولې او ټیکاو ته اړتیا لري راتلونکی يې ښه نه اټکلېږي.