تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د روسیې د باندنیو چارووزارت د افغانستان له سیاسیونو غوښتي چې په ملي مصالحه دې تمرکز وکړي او له هغو اقداماتو دې ډډه وکړي چې اختلافات لا زیاتولی شي.

مسکو په یوه بیانیه کې ویلي، سولې ته دې لومړیتوب ورکړي او خپلو ملي ګټو ته دې اولیت ور کړي.

په بیانیه کې د مسکو لخوا ویل شوي، روسیه په افغانستان کې له مسوولو سیاسي لوبغاړو څخه غواړي چې خپلو ګډو ملي ګټو ته ژمن پاتې شي او په ملي جوړ جاړي دې تمرکز زیات کړي، تر څو کورنۍ جګړه ختمه او افغانستان د پرمختګ پر لور په سوله، یووالي او له ترهګرۍ څخه پاک چاپېریال کې ګامونه واخلي: (( که د اشرف غني او عبدالله تر منځ سیاسي بحران نور هم زیات شي نو دا به د سولې پروسه تخریب او کمزورې کړي.))

د روسیې د باندنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز د افغانانو لپاره د سولې له پروسې څخه بشپړ ملاتړ ښودلی دی.

روسیه تورنه ده چې د افغانستان د نظام ضد ډلو په ملاتړ کې فعاله ونډه لري او په افغانستان کې هره هغه ګډوډي تشویقول غواړي چې له امریکا سره یې په کې رقابت ته ګټه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *