تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د امریکايي چارواکو ادعا رد کړه.
د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر جان مکین او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جان نیکلسن پرون /پنجشنبه/ د سوال او ځواب په یوه غونډه کې وویل چې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي او ظاهراً د خپل ملاتړ دلیل دا ښيي چې طالبان د داعش مخه نیسي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې دوهم مرستیال او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي زامیر کابلوف نن /جمعه/ وویل «دا سوچ دروغ دي… دا بې ځایه خبرې دي. دا ټولې خبرې د دې لپاره کېږي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د خپلو هلوځلو ناکامي توجیه کړای شي. دې ډول خبرو ته له دې پرته بل ځواب نشته.»
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د پنجشنبې په ورځ /فبروري۹/ وویل چې روسیه او ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د امریکا او ناټو ماموریت ته د ګوزار ورکولو په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.
جنرال جان نیکلسن د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو پوځي او لوژیستیکي ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکلسن د روسیې د لاسوهنې په اړه وویل چې په تېر کال کې په افغانستان کې د روسیې مداخله لاسخته شوې ځکه چې مسکو هڅه کړې چې طالبان په زغرده مشروع کړي.
ده زیاته کړه، روسي چارواکي د دې لپاره چې طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکړي استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت پر ضد جنګېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډلې پر ضد هیڅ هم نه دي کړي.
کابلوف تر نننۍ توندو څرګندونو مخکې پرون /فبروري ۹/ تاس خبري اژانس ته وویل«موږ له خپلې خوا حاضر یوو چې د امریکا له متحدو ایالتونو او د ناټو له غړیو هیوادونو سره په افغانستان کې د ګډو هدفونو لپاره همکاري له سره پیل کړو.»
ده همداراز وویل، مسکو تراوسه پوري د افغانستان د مسلې په اړه د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره تماس نه دی نیولی.
«که شرایطو ته وکتل شي، حاضر وخت له افغانستانه د امریکايي قطعو په شمول د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.»