په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ یو پر درېمه برخه سره زر د روسیې لخوا پيرل شوي دي.
روسیې د ۲۰۱۴ کال په لومړنیو۱۱ میاشتو کې نړۍ ته د عرضه شویو سروزرو د پام وړ سره زر پیرلې دي.
د ګولډکور د اعلان له مخې، د روسیې مرکزي بانک په ۲۰۱۴ کال کې د دي هېواد د پولي واحد روبل د تقویې په موخه، له نړیوال بازار څخه د ۶.۱ میلیارد ډالر په ارزښت سره زر پېرلي دي.

روسیې د تېر کال په اوږدو کې ۱۵۲ ټنه سره زر اخیستي چې د ۲۰۱۳ کال په نسبت ۱۲۳ ځله ډيروالی ښيي.
همدارنګه د روسیې لخوا د ۲۰۱۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د پیرل شویو سرو زرو حجم ټولې نړۍ ته د عرضه شویو سره زرو یو پر دریمه برخې سره برابر دي.
په دې موده کې ټول ۴۶۱ ټنه سره زر په نړۍ کې عرضه شوي دي.
داسې ښکاري چې له لویدیځ سره د ناندریو په زیاتیدو، روسیه په ډالرو د تکیې او تړلیتوب د کمیدو په موخه خپلې ټولې پانګې له ډالرو څخه په سرو زرو بدلوي.
شفیق الله ځواک