تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د روسیې د بیولوژیکو څېړنو فدرالي ادارې په دغه هیواد ک‌ د کورونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره درملو د جوړیدو خبر ورکړی.

دا درمل د فارم زشیتا څیړنیز او تولیدي مرکز لخوا د چینايي او فرانسوي ډاکټرانو د تجربو پراساس جوړ شوي او د روسیې د روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.

د دې ادارې مشره ویرونیکا سکورتسوا وایي، دوی د کورونا ویروس د درملنې لپاره د ملریا ضد درملو له ترکیبه مارفوکین نومي درمل جوړ کړي دي.

نوموړې څرګنده کړې، دا درمل د ویروس سایتوپیتي اغیز کموي، مخه یې نیسۍ په سلولونو کې د ویروس د ډېریدو مخه نیسي او په پایله کې د دغه ویروس د پړسوب بهیر دروي او مخنیوی یې کوي.

هغې ټینګار وکړ چې دا ډول درملنه د هغه ناروغانو لپاره مؤثره ده چې د COVID-19 شدیده ناروغي لري.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې ممکن په دې هیواد کې د کورونا ویروس د درملو ترلاسه کولو لپاره له دریو میاشتو لږ وخت ونیسي: ((موږ به خامخا له دې وضعیت څخه راووځو او هیله لرو چې ډیر ژر به بریا ترلاسه کړو. اوس د دې ناروغۍ (کورونا ویروس) د چټک خپریدو د مخنیوي لپاره اقدامات مهم دی. زه به راتلونکې اونۍ له معاش سره یوه میاشت رخصت اعلان کړم.))

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر له ۶۴۴ زرو واوښت او نږدې ۳۱ زره کسان ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم کورونا ویروس تر اوسه ۱۱۷ تنه نیولي دي او ۴ تنه یې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *