ملي اردو

تاند- د روسیې د مشرانو جرګې یو مخکښ غړی وايي چې افغانستان په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د روسیې پوځي او تخنیکي مرستې ته اړتیا لري.

ایګور موروزوف، چې د روسیې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې غړی دی، د سې شنبې په ورځ /اکتوبر۶مه/ ایتارتاس خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د ملي شورا له غړیو سره په خبرو کې ورته جوته شوه چې که روسیې له افغانستان سره پوځي مرسته کړې وای کندوز به د ده په وینا د وسله والو ترهګرو لاس ته نه لوېده.

موروزوف همداراز وویل چې د افغانستان د ملي شورا غړیو له ده سره په کتنه کې په سوریه کې د روسیې د اقدام کلک ملاتړ وکړ:«دوی په منځني ختیځ کې د ترهګرو د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه. زموږ افغان سارو له روسیې وغوښتل چې افغانستان ته پوځي او تخنکیي مرسته ورکړو.»

ده زیاته کړه:«نن /سې شنبه/ دوی له روسیې څخه د پوځي وسلو، وسایلو، مهماتو، او هیلي کوپترو غوښتنه وکړه او تاکید یې وکاوه چې که افغان امنیتي ځواکونو هیلي کوپترونه لرلی تروریستان به په کندوز که نه وای بریالي شوي.»

دغه روسي چارواکي ادعا وکړه چې امریکایانو د هیلي کوپترو د پېلوټانو د روزنې، په روسي هیلي کوپترو د افغان اردو د سمبالولو، او د پرزو او مهماتو د ورکولو په اړه د روسانو او افغانانو د ګډ پروګرام مخه ونیوله.

دا په داسي حال کې ده چې په تېرو ۱۴ کلونو کې روسانو د افغانستان امنیتي ځواکونو ته هیڅ شی وړیا نه دي ورکړي. یو شمېر روسي هیلي کوپترونه، چې اوس یې افغان امنیتي ځواکونه کاروي، امریکا له روسیې څخه د افغان هوايي ځواک لپاره په بیه اخیستي دي.

One thought on “روسی سناتور وايي، افغانان د روسیې پوځي او تخنیکي مرسته غواړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *