په کابل کې، د روشنګري تر عنوان لاندې د لکچرونو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه.
په غونډه کې استاد عبدالغفور لېوال د انتخاباتو په هکله لکچر وړاندې کړ چې، پکې د انتخاباتو پر ارزښت، ډولونو، په نړۍ او افغانستان کې یې پرتاریخڅه او په اوسني وخت کې د انتخاباتو په وړاندې پر پروتو ستونزو او حل لارې باندې وږغېدی.
انتخابات چې، د دیموکراسۍ، اساسي اصل ګڼل کېږي، او د ولسواک او قانونمند نظام جوړيدل، بېله انتخاباتو او دیموکراسۍ څخه په وجود نه شي راتلای نو ځکه استاد لېوال د انتخاباتو په تر سره کېدو او ارزښت ټینګار وکړ.
د انتخاباتو تعریف: انتخابات دهغو کړنو یا عملیاتو مجموعه ده چې واکمن او یا د واکمنو پر واکمني ناظر ځواکونه یې ټاکي نو له دی لید لوری انتخابات د استازو د ټاکلو دشېوو څرګندوالی دی.
دنتخاباتو ځانګړنی:
۱- انتخابات باید عمومي وی یعنی هر څوک د رایه ورکولو حق لری.
۲- انتخاباتو باید ډاډه اوسیږي یعنی په انتخاباتو کی هر څوک ځان کاندیدولای او هر څوک د رایه ورکولو حق لري.
۳- انتخابات باید جامع وي، په دې مانا، هېڅ څوک د هغو حقونو څخه، چې قانون ورته ورکړي دي بې برخې پاته نشي.
۴- انتخابات باید ارادي وي ځکه چې هېڅوک باید په جبر، زور او ګواښ سره مجبور نه شي چې رایه ورکړي.
د تخنیک او شکل له مخي د انتخاباتو ډولونه:
۱- په حوزو کې د رایه کونی د پاڼو له لارې.
۲- د پوستي رایي پاڼو ورکونی له لارې.
۳- مستقیمآ له لاس پورته کولو له لاري.
۴- انلاین او یا انټرنیت له لاري.
۵- د تیلفون له لاري.
۶- د واسطې له لارې.(دهغو کسانو لپاره ده چې، معلولین وي اویا کومه بله ستونزه ولري نو د قانون له مخې کولای شي، چې د خپلي رایي د استعمالولو لپاره ځانته وکیل وټاکي.)
۶- هاورډی له لاری ( یو ډول رایه ورکولو دی چې، د پورته ټولو ذکر شوو لارو یو مخلوط شکل دی. چې په افغانستان کې ی، ابتدایي شکل اوس عملي کېږي.)
د انتخاباتو تاریخچه، په نړۍ او په افغانستان کې:
استاد په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې، په لومړی ځل د یونان په اتن ښار کې، په ۵۰۸ ق- م کې، د خلكو په خوِښه د سنا مجلس جوړ شو، چې همدا د سنا مجلس د دې صلاحیت درلودي چې، پاچا او یا امپراتور وټاکي.
چې پاچاهي په یوې کورنۍ کې، میراثي پاته نه شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: چې پر معیار برابر انتخابات په ۱۰۶۶ میلادي کال کې په انګلستان کې تر سره شول، چې وروسته بیا د نړۍ د نورو هېوادونو ته هم وغځېده.
استاد وویل: چې د ځینو مورخینو په نظر په افغانستان کې انتخابات د احمد شا بابا د ټاکل کېدو سره سم را پیل کېږي. خوپه معاصر مفهوم په ۱۹۲۳ کال کې دغازی امان الله خان په وخت کې، انتخاب وشول.
د نادر شاه په وخت کې د لومړی ځل لپاره په اساسي قانون کې،د،انتخابات لفظ ذکر شو. د هاشم خان تر سختګیري دورې وروسته کله چې، شاه محمود خان صدارت ته ورسېدي،نسبتآ یو څه ازادۍ ګاني په افغانستان کې راغلی چې، د هغو ازادیو څخه یوه دا وه، چې انتخابات ممکن شول، د شورا غړي به انتخابېدل. د لومړی ځل لپاره غیر سلطنتي اشخاص حکومت ته داخل شول مثلا علامه عبدالحی حبیبي، ګل پاچا الفت، میرغلام محمد غبار، سلجوقي او داسې نور تعلیم یافته او روشفکره کسانو پارلمان ته د استازو په توګه د خلکو له خوا انتخاب شو.
له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۴ پورې په افغانستان کې د دیموکراسۍ لسیزه ده، په دې لسیزه کې، د لومړی ځل لپاره سیاسي ګوندونه جوړ شول. لکه خلق دیموکراتیک ګوند، شعله جاوید، اخوان المسلمین، افغان ملت او نور
د سردارمحمد داود خان له کودتا څخه وروسته یې یو حزب جوړ کړ او ویل یې که څوک غواړي را دی شي دا ګوند ته، کنه د بل ګوند د جوړېدو حق ورته نشته، په دې وخت کې، د افغانستان په اساسي قانون کې، انتخابات پېشبیني شوي وه، خو د داود خان د پنځه کلني دورې د پوره کېدلو نه مخکې خلق دیموکراتیک ګوند پرې کوتا وکړه، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې، داسې نښې نښاني لیدل کېږي چې، یوه نوع جوړه شوي دیموکراسۍ، راځی. په دې وخت کې په قانون کې د انتخاباتو پیشبینی شوې وه، خو داخلي جنګونو صحنه خرابه کړه او حکومت اضطراری حالت اعلان کړ او وروسته له دې حکومت او نظام ګډ وډ شو، تر څو طالبان واک ته ورسېدل. وروسته له طالبانو، د ۲۰۰۱ څخه بیا تر نن ورځې پورې چې، په دې دورې کې د دیموکراسۍ د بنسټیز کېدو هڅه وشوه، په دې دورې کې، درې ډوله انتخاباتو لرو، درې ځل د ریاست جمهوري، دوه واري د ولسی جرګې او دوه واري هم د ولایتي شورا لپاره انتخابات تر سره شوې دي. خو د ولسواليو د شوراګانو او ښاروالیو او نورو لپاره تر اوسه نه دی شوي
ښاغلی لېوال وړاندې وویل: چې دانتخاباتو لپاره څلور اساسي رکنه وجود لري.
لومړی- رایه ورکوونکي
دوهم- رایه اخیستوونکي
درېیم- د انتخاباتو مدیریت ( د انتخاباتو کمیسیون)
څلورم- ناظرین او مشاهدین
استاد پر دې ټینګار وکړ چې، ښه او پیاوړی اقتصاد د انتخاباتو لپاره تر ټولو مهم او ضروری دی. هغه وویل: چې امنیت په دوهم ګام کې قرار لري.
د لکچر په پای کې، ګډونوالو د انتخاباتو په باره کي، پوښتني هم وکړې. چې د یو ګډونوال د دې پوښتنې په جواب کې چې، په افغانستان کې، دانتخاباتو په وړاندې کومي ستونزې پرتې دي؟
داسې وویل: تر ټولو لوي خنډونه په اوسنی وخت کې د انتخاباتو په وړاندې دا دي:
لومړی- کمزوری اقتصاد.
دوهم- د افغانستان شموله او سراسری ګوندونو نشتون.
دریم – د آمنیت نشتون.
څلورم- د ولس شعور د کچې ټیټوالي.
پنځم- د واک انحصار.
وروسته د نورو ګڼو پو ښتنو په جوابولو سره د روشنګری دا پروګرام پای ته ورسېدی.
یاده دي وي چې، د تېر یوه کال را په دې خوا د ځینو وطنپرستو ځوانانو له خوا د کابل، تر څنګ په کندهار او هلمند کې هم د روښانتیا په نامه د لکچرونو دا ډول پروګرامونه روان دي او پلان لري چې، دا لړۍ د هېواد په ګوت- ګوت ته ورغوځوي.
راپور: عصمت بهیر
استاد پر دې ټینګار وکړ چې، ښه او پیاوړی اقتصاد د انتخاباتو لپاره تر ټولو مهم او ضروری دی. هغه وویل: چې امنیت په دوهم ګام کې قرار لري.