مولانا جلال الدین محمد بلخي یو نړیوال افتخار دی، خو د همدې نړیوال افتخار  اصلي ټاټوبی افغانستان دی.

تېره پنجشنبه د روشنګرۍ پر چرګۍ د راټولو فكري ځوانانو په لكچر كې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په باره کې بحث وشو.

د روشنګرۍ تنظيموونكي وايي، په دغه پروګرام كې ځکه مولانا محمد بلخي ته آزاد بحث ځانګړې شو، چې په دې وروستیو کې ایران او ترکیه غواړې د مولانا مثنوي معنوي د ملګرو ملتو په فرهنګي څانګه یونیسکو کې په خپل نوم ثبت کړي.

په بحث كې محمدیار یار وویل، مولاناجلال الدین محمد بلخي نړیوال شخصیت او مثنوي معنوي یو نړیوال شهکار دی. له نېكه مرغه دا نړیوال شخصیت او نړیوال شهکار د افغانستان دى: ((دا چې ایران او ترکیه غواړي، د مولانا معنوي مثنوي په یونیسکو کې په خپله نامه ثبت کړی، د افغانستان حکومت او په خاصه توګه د اطلاعات او فرهنګي وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د دوی د دې کار مخنیوی وکړي.))

2د محمديار په خبره، له بده بخته  همېشه زموږ خپل ارزښتونه د نورو له خوا معرفي شوي، موږ یا د خپلو ارزښتو په مورد کې بې پروا یو او یا یې د پېژندلو هڅه نه کوو او بل ایران تل کوښښ کوي چې د افغانانو علمي کادرونه په ځان پورې وتړي.

د محمديار په خبره، کله چې ۲۰۰۷ م کال د ملګرو ملتو له خوا د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم ونومول شو، ځینو محققينو ویل چې دا افتخار د نوبل د جایزې څو برابره زیات ارزښت لري: ((موږ په اوسني وخت کې د مولانا بزرګ  فکر ته ضرورت لرو، دا چې په روشنګرۍ کې (ګز دیو و دد ملولم و انسانم ارزوست)  لکچرونه را پیل شوي دا کوم تصادف نه دی بلکې دا شعار د یوه خاص فکر او شعور له مخې غوره شوی دی.

محمديار وړاندې وويل، که افغانان غواړې د نړۍ له کاروان سره اوږه په اوږه روان شي، د قوم، قبیلې، سیمې او ژبې له غیرانساني چوکاټو څخه راوځي نو یوازې لار یې د مولانا بزرګ د فکر  پېژندل او عملي کول دی.

دی شیخ با چراغ همی‌گشت گرد شهر      کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست

گفتند یافت می‌نشود جسته‌ایم ما                گفت آنک یافت می‌نشود آنم آرزوست

 مولانا بزرګ په ۱۳م پېړۍ کې ژوند کاوه او رنسانس دوره په ۱۵م پېړۍ کې رامنځته شوې ده اوس نو دا افتخار د افغانانو په برخه دی چې د رنسانس د دورې دوه سوه (۲۰۰) کاله مخکې موږ داسې یو شخصیت او نړیوال فکر درلود چې په یووېشتمه پېړۍ کې نړیوال ور ته ګوته په غاښ دي، چې څنګه هغه وخت چې اروپا د جهل په تیارو کې غرقه وه په افغانستان غوندې یو هیواد کې داسې انساني فکر را پیدا کيږي؟

هــــــزار ســــــاله ره اســــــت از تو تا مســــــلمـــانی

هــــزار ســــال دگــــــر تـــا به حـــــــد انســـــانــــی

محمديار د خپلو خبرو په دوام وويل، له دې بیت څخه مالومېږي چې مولانا بزرګ اته سوه کاله مخکې د مذهب، سیمې، ژبې او نورو کوشنیو- کوشنیو پړاونو څخه وتلی او د انسان په باره کې یې فکر کوی.

باز آ باز  هر آنچه هستی باز آ

ګر کافر و ګبر و بت پرستی باز آ

این درګه ما درګه نومیدی نیست

صد بار اګر توبه شکستی باز آ

په یوه حساب دا نیک کار وشو چې ایران او ترکیه غواړي د مولانا مثنوي په یونیسکو کې خپل په نامه د ثبتولو کوښښ کوي ځکه موږ  افغانان به که خدای کول د دوی په دې حرکت راويښ شو او د مولانا برزګ د شخصیت، فکر او لویوالي په باره کې به علمي سیمینارونه جوړ کړو، چې خپل ځان او راتلونکو نسلو ته د مولانا بزرګ ارزښت روښانه کړو.

استاد امان الله هوسا، بيا په خپله وينا كې وويل، مولانا بزرګ لکه لمر پر نړۍ ځلېږي او موږ نن په روشنګرۍ کې په دې خاطر پر مولانا بزرګ بحث نه کوو چې زموږ د وطن دی بلکې زموږ د بحث هدف دا دی چې مولانا بزرګ نړیوال شخصیت دی او فیض و برکت یې ټوله دنیا ته رسيږي نو ځکه موږ وايو چې ترکیه او ایران حق نلري، چې په یونیسکو کې د مولانا صاحب مثنوي معنوي خپل په نامه یې ثبت کړي.

جنس پست به کیفیت اعلی نرسد

هیچکس ګناه راجا ندهد بر سر خویش

مولانا اسلام د ټول بشریت لپاره را استولې دین بولي:

طواف کعبه دل کن ګر دلی داری

دل است کعبه معنی توکل  چه پنداری

که تا به واسطه صورت حقت از آن فرمود

هزار بار پیاده ګر طواف کعبه کنی

قبول حق نشود ګر دلی بیازاری

مولانا بزرګ وایي د خدای اصلي کعبه د انسان زړه دی، هغه بله خو ابراهیم (ع) جوړه کړې ده، د د په نظر دین خو هر څوک لري او بل وايي، یوازې د مسلمان د زړه طواف مه کاوه بلکې د انسان د زړه طواف وکړ، د هغه زړه په لاس راوړه او انسان مه ازاروه.

مولانا له اوس څخه اته سوه کاله مخکې ژوند کوي،هغه وخت د ارواپوهنې  علم نه وه کشف شوی خو دی په ارواپوهنه باندې حکیم انسان وو، فرویډ  خپل کتاب  (د خوب تعبیر) کې وویلي دي چې انسانان په خوب کې هغه شیان ویني ،چې ارزو وي، انسان په خوب کې هغه ارمانونه ویني چې په واقعي ژوند کې یې په لاس نه وي راوړي.

مولانا صاحب هم ورته خبره کوي:

فیل تا چه خسبد در اوستان

خر نبیند خطه هندوستان

چون ز هندوستان نکرده است اغتراب

پس مصور ګرد د آن ذکرش به شب

 هغه وخت چې مولانا ژوند کوي پاکستان او بنګله دیش نه وو جوړ شوي، د افغانستان سرحدونه د هندوستان سره وو نو افغانانو به د هند د ځنګلونو څخه د پاچا درباره ته فیلان راوستل  نو ځکه مولانا صاحب وایي کله چې فیل بیده شي، د هندوستان ځنګلونه په خوب ویني.

مولانا صاحب نظر د علم په باره کې:

 ده وایي هغه انسانان چې بدګهره وي، بد جنس وي، د اصلاح کېدو چانس یې نه وي نو دوی ته علم په لاس مه کوي ځکه ناپوه سړی د دې پر ځای چې الوتکه جوړه کړې اټم بم جوړوي او د انسانانو ژوند تباه کوي.

بدګهر را علم و فن آموختن

دادن تیغ است بدست رهزن

علم و جا، مال و منصب و قران

فتنه اورد در دست بدګوهران

د ټولنپوهنې په باب د مولانا نظر:

مولانا په ټولنپوهنه پوهیدی که څه هم ټولنپوهنه یو نوی علم دی چې عمر یې تر سل کاله نه اړوي خو مولانا بزرګ په ټولنپوهنه کې پوره مهارت درلود:

ور عدو باشد هم احسان نیکوست

که به احسان بسی عدو ګشته اند دوست

ور نګردد دوست کینش کم شود

که احسان کینه را مر هم شود

یعنې په ټولنه کې انسانان په همکارۍ او احسان کولو یو بل سره نژدې کيږي او بد انسان هم د احسان تابع وي.

په یو بل شعر کې وایي چې اتفاق د ټولنې د ژوندي پاته کېدو سبب ګرځي

ای آن که د درماین غوغا یی

آی انکه در میان غوغایی

خو کن پاره یی به تنهایی

خلوتی را عظیم سودایست

رو بپرس که در چه سودا یی

ور خواهی بخت در کشدید

زیر هر درخت رخت نکشا یی

رو به خود آر هر کجا باشی

رو سیاه مرد هر جا یی

چون رسیدی پیش آن دریا

دیګر قطره نه یی، دریا یی

مطلب که د اوبو قطر که پر ځمکه ولوېږي لمر یې وچوي خو که د دریاب سره یو ځای شي ژوند به یې په امن شي. همداسې که انسانان یو- یو وي، دښمن یې په اسانۍ سره له منځه وړلای شي خو که اتفاق وکړي. هر ډول قوي دښمن ماتولای شي.

د نفس د تزکیه په اړه د مولانا نظر:

مولانا انسانانو ته توصعه کوي، چې ترڅو مو پر نفس حاکمیت نه وې تر لاس نه کړي، تر هغه مو کامیابۍ نه شي په برخه کېدای.

عاشقان مستند و ما دیوانه ایم

عارفان شمع و ما پروانه ایم

در ازل چو داد مرا جام الست

تا ابد ماست آن پیمانه ایم

ظاهر سستی ما را خود مبین

در شکست نفس خویش مردانه ایم

مثلاً ګاندي په ظاهر ډېر ضعیف مالومېده خو په باطن کې ډېر قوي او د نفس په ماتولو کې مردانه و. د ګاندې همدا باطني همت وو، چې څلور نیم سوه (۴۵۰) ميليونه انسانان یې د انګلیس  له استعمار خلاص کړل.

همداسې څو بیتونه عبدالقادر خټک هم لري:

ناخبره دې راتله د زکندن دي

بې جهت بېلېدل د روح او تن دي

ګوندي وې سره بیا په یوه ځای شو

په هغو زموږ سلام چې په وطن دي

دا خندا مې واړه خوی د لیونی دی

چې هوښیار دې همېشه په ګریستن دي.

ماتول د بت اسان دي مردان کوم دي

چې مشغول د خپل نفس په شکستان دي

یا حضرت بیدل وايي:

هیڅ وقت بی جهاد نفس مباش

صلح با خود شرارت دیګر است

د میني ارزښت د مولانا له خولې:

مولانا بلخي مینه تر مذهب، ژبې، سیمي او هر شي لوړه بولي:

عشق را بحر آتشین دیدم

با دل بیدلان قرین دیدم

چون ګمان از ره یقین برخاست

بیګمان چهره یقین دیدم

کفر و دین را نه نیک دانستم

عشق برتر از ان و این دیدم

مولانا موږ په دې خاطر نه نمانځو چې د افغانستان دی، هغه یو نړیوال شخصیت دی. زموږ لپاره مهمه ده چې د مولانا د افکارو څخه استفاده وکړو. تاسو پوهېږي چې جرمنی یوازنی ملک دی چې مخترع نه لري خو د نورو هیوادو د پوهانو له نظریاتو څخه يې کار اخیستی دی نن ګورئ چې د نړۍ تر ټولو ملکونو ښه موټر جوړوي.

ای قوم به حج رفته کجایید- کجایید

معشوق همینجاست بیایید- بیایید

د دې بحث په وروستیو كې ګډونوالو له حکومت څخه د پورته غوښتنو سره تر څنګ غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې یو پوهنتون د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *