خبریال : علي محمدنظري ـ پکتیکا ،ښرنه

دپکتیکاولایت دمرکز ښرنې ملکي روغتون روغتیايي شوری ددې روغتون خدمتونه دقدرداني وړ وبلل، اوددې روغتون مشرته یې ستاینلیک ورکړ.

په دې موخه رابلل شوې غونډه کې دروغتیايي شوری مشر حاجي سیدالله په دې وروستیو کې دښرنې روغتون دکارکوونکو کړنې وستایلې، او ویې ویل دروغتون مشرته ستاینلیک ځکه ورکوي،چې نورهم وهڅول شي ترڅو په خپله برخه کې ښه خدمتونه ترسره کړي.

نوموړي په ځانګړي ډول دارګون اویحی خېلو لویو پېښوته اشاره وکړه او ویې ویل : ((دروغتون ډاکټرانو په ډېرکمو امکاناتو دپېښي دټپیانو ښه اوپروخت درملنه وکړه،په دې برخه کې ددوی هلي ځلې دهېرېدو وړندي، زه دقوم اوروغتیايي شوری دمسؤل په توګه ترې مننه اوقدرداني کوم.))

خو دروغتیايي شوری مشروویل ، اوس مهال دښرنې روغتون دغوږ،پوزي،ستوني،هډوکو ددرملنې اویوشمېرنورو څانګو له نه شتون سره مخ دي،چې باید دې برخې ته ډېرپاملرنه وشي.

نوموړي دعامې روغتیاوزارت او ولایتي مسؤلینو څخه ناخوښي څرګنده کړه، چې دښرنې،ارګون اوخېرکوټ روغتونونو دبسترونو دلوړېدو لپاره یې تش په نوم ژمنې کړې دي.

دروغتیايي شوری دوو تنو غړو اوقومي مخورو معلم عبدالطیف او مامورشهباز روغتون دټولو ګډ کور وباله،اودپرمختګ او روغتیايي اسانتیاوو دډېرېدو لپاره یې ټول مسؤل وبلل.

دوی هم دیاد روغتون دکارکوونکو دښوخدمتونو یادونه وکړه،خو په (آی،ام،سي) مؤسسې یې نیوکه وکړه چې دروغتون داړتیاوو له مخې یې کارندی ترسره کړی.

دغومشرانو وویل ،هغه روغتیايي وسایل چې آی،ام سي یې روغتون ته ورکوي، دقرارداد مطابق ندي اونیمګړي دي.

دروغتیايي شوری یادو غړو دخپلې شوری لاسته راوړنې هم یادي کړې،چې هره ورځ دروغتون څخه لیدنه اوڅارنه ترسره کوي،دناروغانو اومراجعینو ستونزې یې دتوان په برابر پروخت حل کړې دي.

دوی دروغتون دجراحي برخې څخه یادونه وکړه، چې مسلکي اودښې تجربې ډاکټران لري.

په پکتیکاکې د(آی،ام ،سي )روغتیايي مؤسسې مشر ډاکټرعبدالهادي پدې خوښي وښوده چې روغتیايي شوری او ولس دروغتون دکارکوونکو خدمتونه اوچارې ستایي.

نوموړي وویل: ((دروغتون مسؤل ته ستاینلیک ورکول دامانا لري چې پدې روغتون کې باکیفیته خدمتونه ترسره شوي‌ دي.))

خونوموړي وویل چې آی ،ام سې مؤسسې دخپل توان اوقرارداد مطابق دښرنې روغتون سره هروخت خپله مرسته کړې،او مرستې یې ټولوته روښانه دي.

ډاکترعبدالهادي وویل ،دپکتیکادخلکو حقونه به دوی هیڅکله ضایع نه کړي، ددندې له پیل څخه یاني په تېرو شپږو میاشتوکې یې دروغتیايي خدمتونو دډېرېدو لپاره په ځینو پلانونو کار کړی دی.

ده دبیلګې په توګه زیاته کړه ، دپکتیکادټولو کلینیکونو له مسؤلینو یې دهغوی خپله بودیجه شریکه کړې،ترڅو داړتیاپرمهال يې ولګوي.

دښرنې ملکي روغتون مشر ډاکټرچنارګل صدیقي له روغتیايي شوری مننه وکړه، چې په دې ستاینغونډه یې دوی نورهم وهڅول.

نوموړي زیاته کړه ، ددوی پرسونل به په ټول توان او انرژي خپل خدمتونه اوکارونه نورهم زیات کړي.

ده په وروستیو کلونوکې دروغتون دروغتیايي چارو په پرمختګ رڼاواچوله، او یې ویل :(( دمخکي په پرتله دروغتون دمراجعینو شمېره دوه برابره شوی، دا ددې ماناورکوي چې خلک له روغتون څخه خوښ دي.))

دغونډې په وروستیوکې د پکتیکا دعامې روغتیا رییس ډاکټر ولې ګل په خبروکې وویل، دا ستاینلیک دیوه تن نه ،بلکې دټول روغتون اوکارکوونکي ټیم لپاره ویاړ بولي.

نوموړي ددې ترڅنګ وویل دپکتیکا ټول کلینیکونه باید ارتقاع وکړي،او په دې برخه کې خپلې غوښتنې په یوه وړاندیزکې راغونډې کړې چې هغه به یې دولسمشر سره له نږدې شریک کړي.

دویلوده ،دښرنې ملکي روغتون اوس مهال ۶۰ بسترونه لري،دې روغتون ته په پکتیکاسربېره دګاونډیو ولایتونو یوشمېر ناروغان هم مراجعه کوي چې دسیمې مخورو او روغتیايي مسؤلین دروغتون دبسترونو اروغتیايي اسانتیاوو دډېرېدو غوښتنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *