تاند، جمعه، د حمل ۲۲ مه: تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سره د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې د کورونا ویروس معلوماتي اپایکیشن معرفي کړ او ويي ویل چې دغه کاریال یا اپلیکیشن د یادو وزارتونو په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.

په دغه اپلیکیشن کې د کورونا ویروس وروستۍ شمېرې، په اړه يي معلومات او د مخنیوی لپاره يي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو معلومات ورکړل شوي وو.

خو یوازې څو ساعتونه وروسته څرګنده شوه چې یاد اپلیکیشن په اصل کې د درک – جي پي اېس ټریکېنګ او سافټ وېیر کمپنۍ ملکیت دی چې ښاغلی اغا ملوک سهار يي اجرایويي مشر دی.

درک کمپنۍ تېره میاشت له کورونا څخه د مخنیوي او په اړه يي د کره معلوماتو وړاندې کولو لپاره ځانګړې وېب پاڼه او کاریالونه جوړ کړل چې ځینو رسنیو پرې راپورونه هم خپاره کړل.

دغې کمپنۍ خپلې وېب پاڼې لپاره د انډرایډ او iOS اپلیکیشنونه هم جوړ کړي چې تر اوسه د ګوګل او اپل کمپنۍ له لوري نه دي تایید شوي، خو تر تایید وروسته به کاروونکي ورته لاس رسی ولري یا د انډرایډ کاروونکي يي اوس هم د کورونا ویروس په اړه د درک وېب پاڼې څخه له www.corona.af ادرس څخه په وړیا ډول ښکته کولی شي.

اسان خدمت، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت او د عامې روغتیا وزارت د دغې کمپنۍ له اجازې پرته ځینو کوچنیو بدلونونو سره دغه اپلیکیشن تېره ورځ رسمي غونډې له لارې په خپل نوم کاروونکو ته وړاندې کړ.

تاند ته د درک کمپنۍ مشر اغاملوک سهار تایید کړه چې د سیاسي فشار په نتیجه کې ترې دواړو وزارتونو اپایکیشن غصب کړی دی.

نوموړی وایي: ((کیسه داسې وه چې موږ لومړنی اپلیکیشن او ویب پاڼه جوړ کړه، د عامی روغتیا وزارت غوښتل چې زموږ اپلیکیشن نه ګټه واخلي، خو مخابراتو وزارت یو نیمچه سایټ چې هیڅ اپلیکیشن نه لري هغه ورکړی، خو د عامې روغتیا وزارت تخنیکي کسانو بیا بیا ورته وویل چې د درک اپلیکیشن ښه دی.) )

د سهار په وینا، اخیر دوی وویل چې موږ باید د درک کمپنۍ سره یو ځای کار وکړو یا د درک د اپلیکیشن ځینې برخې به راواخلو خو یادونه به یې وکړو، مګر د سهار په وینا هغه یې ونه وکړ: ((دوی سیاسي فشار نه استفاده وکړه او زموږ د کار مخنیوی یې وکړ.))

اوس له سهار راهیسي د عامې روغتیا وزارت له لوري معرفي شوی اپلیکیشن کار نه کوي، او ډېر امکان لري چې د کاپي رایټ څخه سرغړونې له امله تړل شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه وزرات باندې تاند راپور درلود چې په ۲۵ فیسبوکي پوسټوتو کې یې یو هم پښتو نه و.

همدا راز د دغه وزارت ویاند تیره ورځ خبري کنفرانس کې د پښتو نه ویلو او د یو پښتون خبریال د رټلو له امله له نیوکو سره هم مخ شو.

6 thoughts on “روغتیا وزارت، پښتو نه لیکي خو د یو پښتون د کورونا اپلیکیشن یې په خپل نوم معرفي کړی”
  1. څه وکړی چه غلا ونکړی. د غلو ټولګه ده. دولت یی محاصره کړی او دولت مشر بیچاره څه وکړی. قانون نشته دولت مشر هم په ځان ویریږی. چه وحید عمر یی کابینی غړی وی او جوارګر وی څه به تری د ښو تمه وشی.

  2. په پښتو و د پښتنو په ژبني حقوقو نه پنشیری ملامت دی، نه هزاره ګی ملامت دی، نه اوزبکی ملامت دی، خپله پټهانی ملامت دی. پټهانی خو په شخصي مجلسونو کې په پښتو خبرې ورته شرم شرم ښکاري، راپاړسي به شي چې عام پهم شوه، رسمیات خوپریږده

  3. راځئ چې په ټولېزه توګه ځانوژنه وکړو. که داسې نه کوو، نو کرونا خو راغلې او خدای دې وکړي چې با غیرته او بې غیرته پښتانه ټول په یو وار ووژني. پرته د تره کي او ملا عمر څخه بل داسې څوک پېدا نشو چې په زغرده د پښتو په ننګه ودرېږي. مړه دې وي د پښتو دښمنان

  4. ورځه ، له درې ژبو به ګیله نه کوو چې پښتو یې نده زده . اما مایار چې د وردګو شریف او ننګیالي قوم یوه څانګه ده ، داسې یوه کره او زشته څهره د عامې روغتیاوزارت ته وړانده کړه چې ګواکې د عامې روغتیا وزارت او په ټوله کې دولت له پښتو اوپښتنو سره دښمني لري . که مایار او رحمت الله نبیل په خپله پښتونولي اوپښتو ژبه شرميږي ، پښتانه پداسې حال کې چې ټول ژبو ته درناوی لري ، په خپله ژبه نه شرمیږي ، بلکې پرې ویاړي.
    زمونږ هیله داده چې دا وزارت دې خپل ویاند بدل کړي . یو هزاره یا ازبک د مقرر کړي خو لږ او ډېره پښتو دهم ورسره ووایی. له پښتو ژبې سره دې د مور اومیرې چلند نه کوي.

  5. د پښتو ژبی په وړاندی د بی اعتنائی لوی عاملین د نادری کورنی حاکمان او په دوهم ګام کی په کابل کی محصور او مسحور د پښتو ژبی لوی استادان او سرمداران دی (وه ) ، حاکمی دستګاه نه غوښته چی د پښتو ژبی سردمداران له خپلی غېږی جلا او رښتینی فرهنګی خدمت ته پرېښودل سی
    اصلاً یو فرهنګی او ژبنی نفوذ، نظامی عملیاتو غوندی د اطراف څخه پر مرکز د فشار آله ګڼل کېدای سی نه برعکس
    که د پښتو لویو استادانو پخپلو بومی سیمو کی لاس په فرهنګی فعالیت پوری کړی وای او پښتنی ټولنه ئی د پښتو په ارزښت پوهېولای وای نو ددی ارزښت د درک لمنه به د کیفیت له مخی پر مرکز فشار راوړی وای څو خپله غېږه دی نفوذ ته پرانیزی خو متأسفانه مرکز هم خپله خیټه د پښتو د خوړو څخه بی نیازه بلله او هم ئی د پښتو لوی استادان د خپلی اصلی دندی او رسالت څخه بی برخی کړی وه
    لدی درانه درد سره سره
    نن سبا زموږ ټولنه د یو ډیر حساس پړاؤ او څپو په منګولو کی لاس او پښی وهی
    بناً
    چی اتلس زره کاله مو منفی حوصله او زغم اختیار کړی ؤ نو اوس هم باید د ځینو مکانی او زمانی شرائطو په غوښتنه ځینی وخت او ځینی ځای د حوصلی او زغم څخه کار واخیستل سی او ضمناً خپل فرهنګی هڅی په مهارت او هنر مخته بوځو نه په سپین سترګی او وچو احساساتو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *