تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کورونا د ۸۱ مشکوکو او یوې مثبتې پېښې په ثبت سره د عامې روغتیا وزارت په خلکو غږ کړی دی چې د نوروز په جشن کې دې ګډون نه کوي.
د عامې روغتیا وزیر نن ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، د نوروز په اړه له خلکو غواړي چې د تجمع ځایونو ته دې نه ځي او د خپلې کورنۍ او ځان د ګټې په خاطر دې د نوروز مراسمو کې ګډون نه کوي.
فیروز الدین فېروز ویلي، په افغانستان کې لا هم د کورونا د خپرېدو قوي احتمالات شته.
نوموړي په کورونا اخته هېواد ایران څخه دا مهال تر ۵۰ زرو زیات افغانان راستانه شوي او له دې کبله په افغانستان کې د کورونا د خپرېدو خطر زیات شوی دی: (( موږ په افغان جاپان روغتون، هوايي ډګرونو، کابل، بلخ، کندهار، هرات او نیمروز کې د کورونا د ویروس د کنټرول څانګې پرانیستې دي، د هر چا چې پر ځان شک راشي، باید ځان معاینه کړي.))
د ښاغلي فیروز په خبره تر دا مهاله په هرات کې یوه مثبته او د هرات په شمول، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، کنندهار، لوگر، فاریاب، غزنی، بدخشان او کابل کې ۸۱ د کورونا وایرس مثبتې پېښې ثبت شوې دي: (( د کورونا د هر مریض پر معایناتو ۱۶۰۰ ډالر مصرفېږي.))
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي دا مهال ۶ تنه له ایرانه راستانه شوي کسان قرنطین دي.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې له اړوندو ارګانونو غوښتي چې د افغانستان په لویدیځ کې د کورونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي، ځکه د ارګ په اند له ایران څخه په زوره راشړل کېدونکي افغانان یو جدي ګواښ دی چې کورونا به ورسره افغان خاورې ته راواوړي.
د یادونې ده چې په ایران کې د کورونا ناروغان له ۳ زرو څخه اوښتي او د مړینو شمیر یې هم سلو ته رسېدلی دی.