تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۶مه: تاند ته د کابل سروبي ولسوالۍ سرچینو یو لیست استولی دی چې په دغه سیمه کې د کورونا له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان په یوه اوونۍ کې مړه شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې اړه به خپلې څېړنې وکړي.
د سروبي اوسېدونکی او د ولسي جرګې پخوانی غړی سنګین توکلزی تاند ته وايي، یوازې تېره ورځ اته تنه مشکوک کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
نوموړی وايي، دا لږ تر لږه ۳۵ مړي له یوې اوونۍ راهیسې په سروبي کې شوي دي، په داسې حال کې چې د ننګرهار ولایتي روغتون څو ورځې وړاندې یوازې ۳ د کورونا مثبتې په سروبي کې تثبیت کړې.
د توکلزي په خبره د کابل د عامې روغتیا د رئیس په مشرۍ پلاوی دغه ولسوالۍ ته رسېدلی دی او دوه ښوونځي یې د ناروغانو د قرنطین لپاره ځانګړي کړي دي: (( د سروبي خپل طبي امکانات او پرسونل په نشت حساب دی.))
په سروبي کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو یو صحي چارواکی هم د نوم نه ښودلو په شرط تاییدوي چې په دغه ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې نږدې ۳۰ مړي شوي دي، خو معلومه نه ده چې ترشا یې څه کیسه ده: (( موږ خپل ګارنیزیون او قرارګاه د خلکو پرمخ وتړله، څو ورځې وړاندې دغه ولسوالۍ ته یو کس راغلی و چې له هغه وروسته کورونا خپره شوه.))
بلخوا د عامې روغتیا وزارت چارواکي تاند ته وايي، سروبي کې نه یوازې د کورونا د وروستیو مشکوکو پېښو او مړینو څېړنه کوي بلکې دغه ولسوالۍ کې به ډېر ژر د کورونا د درملنې یوه شل بستریزه څانګه هم په کار پیل وکړي.
ددغه وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، دغه ولسوالۍ ته یې یو پلاوی هم استولی دی چې د مړو په اړه پلټنه وکړي: ((دغه پلاوي د ولسوالۍ له خلکو او د روغتونو له مسوولینو سره تر لیدنې وروسته د یاد وزارت وزیر ته معلومات ورکړي چې هغه سم له واره په دې ولسوالۍ کې د کورونا ویروس د یوه شل بستریزه ځانګړې څانګې جوړېدو امر ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز پلاوي ته لارښوونه کړې چې نن چهارشنبه په دغه ولسوالۍ کې د کرونا وېروس لپاره یوه څانګه پرانیزي، اړین امکانات به ورته برابرېږي او نوي مسلکي کارکوونکي به هم ورته وګوماري.
ډیراحتمال شته چې دا به کورونا وي ځکه سروبي وال له ځایه متاسفانه ډير بې نظافته خلک دي میکروبونه پرې تاثیر نکوي
خو خیر دا وبا له ځان سره یو سبق هم لري، دوی ته د ډاکترانو قدر وروپیژني، مکتب و معلم و ډاکتر سره یې ورانه وه، زردادیانو و پاټکیانو و ټوپکیانو سره یې مینه بې پایانه وه