تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: په هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو افغانانو شمېر ۱۴ تنو او د جوړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پيکان نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په ټول هېواد کې د کورونا ۵۶ نوې پېښې راغلې دي چې ورسره د دغو پېښو مجموعي شمېر ۴۲۳ ته لوړ شوی دی.
نوموړی وايي، تر اوسه د افغانستان په لابراتوارونو کې له درې زرو زیاتې مشکوکې پېښې ازمایل شوې دي، چې ټول ټال ۴۲۳ کسان پرې اخته شوې دي او د ۳۸۵ ناروغانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
نوموړی وايي، تر اوسه په افغانستان کې د کورونا ۹۱ ناروغان په کورونا د اخته هیوادونو سفري تاریخچه لري: (( تر اوسه مو ۱۴ ناروغان مړه شوي دي او ۲۰ نور جوړ شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې کورونا ټولنیز ګردش پړاو ته داخله شوې ده او صحي لارښوونې باید جدي ونیول شي.