تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: په چین د وژونکي کرونا ویروس پراختیا په نړۍ کې اندیښنې راپورته کړي.
د عامې روغتیا وزارت خلکو باندې غږ کړی چې چین ته خپل غیر ضروري سفرونه لغوه کړي.
دغه وزارت اعلان کړی چې د هیواد په هوایي ډګرونو کې یې د مسافرینو روغتیايي حالت د معلومولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي دي او که مشکوک کس ولیدل شي قرنطین به یې کړي.
د عامې روغتیا وزارت ټولو افغان اتباعو ته همدا راز خبرداری ورکړی چې که دوی د زکام نښې ولري نو دوی باید د انتانې ناروغیو روغتون ته لاړشي.
دا په داسې حال کې ده چې ساینس پوهانو اعلان کړی چې د کرونا ویروس واکسین به د شپږو میاشتو په اوږدو کې چمتو کړي.
د امریکا او چین روغتیايي ادارې پدې برخه کې په ګډه کار کوي.