تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: د عامې ورغتیا وزارت وايي، هېڅ خصوصي روغتون او یا لابراتوار د دې صلاحیت نلري چې په خپل سر د کورونا ویروس معاینه تر سره کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د خبري غونډې پر مهال وویل چې خصوصي روغتونونه او لابراتوارونه دا صلاحیت نلري چې د کورونا ویروس د پېژندنې ازموینه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا د کورونا ویروس د پېژندلو لپاره لابراتورونو باید له لوړ بیولوژیکې معیارونو څخه برخمن وي.

ښاغلي مایار وویل چې یو شمېر روغتیايي مرکزونه له فرصت څخه په ګټې اخیستنې د کرونا ویروس معاینه ترسره کوي، چې مخنیوی به یې کېږي.

د ښاغلي مایار په خبره عامې روغتیا وزارت هېڅ کوم روغتون او یا لابراتوار ته د کرونا ویروس د ازموینې جواز ندی ورکړی، او د یاد ویروس د پېژندل کېدو چارې یوازې د عامې روغتیا وزارت لخوا په وړیا توګه ترسره کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نن د خبري غونډې پر مهال وویل چې تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې.

هغه وویل، په ټوله کې د کورونا ویروس ۳۴۰ شکمنې پېښې ثبا شوي چې له ډلې یې ۲۲ هغه یې مثبتې ښودل شوې، او ۴۵ نورې شکمنې پېښې تر څېړنې لاندې دي.

د عامې روغتیار وزارت د معلوماتو پر بنسټ د هېواد ۲۳ ولایتونو کې د کورونا ویروس شکمنې پېښې ثبت شوي، چې ډېری هرات او کابل ولایتونو کې دي.

افغانستان دا مهال د کورونا ویروس پر وړاندې تر جدي ګواښ لاندې دی، او له همدې امله ولسمشر غني تېره ورځ ۴۰۰ میلیونه افغانۍ هرات ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د وقايي لپاره ځانکړې اعلان کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *