تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې دوه نیم ملینو ته په مخدره توکو د روږدو کسانو د شمېر د رسېدو په اړه اندیښنه ښودلې.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د روږدو د درملنې لپاره د کلینیکونو نشتوالی او په نشه یې توکو د روږدو کسانو لپاره اسانه لاسرسی د نشه یانو د زیاتوالي لاملونه دي.

د عامې روغتیا وزارت د مخدره توکو د تقاضا د کمښت څانګې تخنیکي مرستیال شکور حیدري وایي، دا یو لوی ګواښ دی چې حکومت ورسره باید د مبارزې لپاره لومړیتوب ورکړي.

په عین حال کې ، په نشه یې توکو یو شمیر روږدي کسان وايي دوی کولی شي په اسانۍ سره هغه نشه یي توکي ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.

اته ویشت کلن علي رضا، چې له ماشومتوب راهیسې په مخدره توکو روږدی دی وايي ، هغه مهال چې په ایران کې دیارلس کلن و په مخدره توکو روږدي شوی و.

هغه وايي اوس نشي کولی په اسانۍ سره نشه پریږدي: “هوا ډیره سړه ده. زه د شپې تر پله لاندې یم. زه د تګ لپاره هیڅ ځای نلرم زما ټوله کورنۍ ایران ده. ”

دا په داسې حال کې ده چې ډیری په مخدره توکو روږدي کسان په کوڅو،.واټونو، پارکونو او د پلونو لاندې ژوند کوي.

د هیواد یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په لارو او کوڅو کې په نشه روږدو کسانو شتون د دوی ژوند ننګولی دی، خو له دغو کسانو په داسې حال کې شکایت کیږي چې د دغو معتادینو د درملنې لپاره کافي کلینیکونه په هیواد دننه نشته.

One thought on “روغتیا وزارت: ټول هېواد کې ۲ نیم میلیونه انسانان د هیروینو معتاد دي”
  1. د حضرت سهاک له خوا دولت ته وړاندیز
    د افغانستان دولت ته د هغو ځوانانو لپاره چې د بېکارۍ او بې سرنوشتي له امله په نېشه ای موادو روږدي شوي دی او یا هره ورځ غلا، چور ، کیسه بوري او نور جرمونه سرته رسوي ، یو کوچنۍ وړاندیز:
    د افغانستان په مرکز کابل ښار او د هر ولایت په مرکزونو کې د ټول پورته یاد کسان راټول اوپه یوه روزنیز مرکز کې تر تداوي او روزنې لاندې ونیسي. هغوی ته د حرفوي کورسونه دایر کړي چې ګټور کسب او کار زده کړي .
    خصوصا د دولت له خوا د « قوای کار » په شکل د لویو لارو په جوړولو، د کانونو په استخراج او د برښنا او اوبو بندونو په جوړولو کې له دوی نه استفاده وشي.
    له یوې خوا به زمونږ ځوانان نه بې لارې کیږي او له بلې خوا به د دغو ځوانانو له انرژي نه د هېواد د آبادۍ لپاره استفاده وشي.
    د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغان ملت د دوي په مقابل کې قانوني ، ایماني او اخلاقي مسوولیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *