تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: د عامې روغتیا وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي معاونیت د دفتر هغه راپور رد کړ چې وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کورونا ناروغۍ کم تر کمه ۴۰ تنه وژلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي معاونیت یوه سرچینه وايي، په دې ولسوالۍ کې د کرونا وایروس له کبله نږدې ۴۰ تنه مړه شوي دي.
دغه سرچینه وايي، په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا وایروس د خطر پېښېدو وروسته، سیمې ته پلاوی استول شوی و او د همدې پلاوي څېړنې ښيي چې د کرونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو کورنۍ هم په دې وایروس اخته دي.
بلخوا د سروبي ولسوال ګوهر خان بابري وايي، د سیمې خلکو ورته ویلي، په دې ولسوالۍ کې ۳۵ کسان چې د کرونا وایروس نښې په کې لیدل شوې وې، مړه شوي دي: ((اته مثبتې پېښې لرو چې درې یې شهیدان شوي او پنځه یې بېرته خپل کور ته ستانه شوي دي. د ۳۵ کسانو په اړه د سیمې خلک وايي چې د کرونا نښې یې درلودې او مړه شوي دي، خو رسمي تایید نه لرو.))
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته دغه راپورونه رد کړل او زیاته یې که که څه هم دوی په سروبي کې د شل بستریز مرکز په پرانیستو ځینې نور کلک تدابیر هم نیولي، خو پلټونکي پلاوي یې راپور ورکړیدی چې په دغه ولسوالۍ کې د کورونا له کبله د ۴۰ کسانو د مړینې راپور ناسم دی او داسې څه نه دي پېښ شوي: (( که داسې څه رښتیا وای، نو اوس به په سروبي کې د مړو شمېر نور هم زیات شوی و، چې داسې نه دي شوي.))
له دې وړاندې د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز هم ویلي وو چې په سروبي ولسوالۍ کې یې د کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره شل بستریز روغتون چمتو کړی دی.
همدا حکومت ویلي چې د ملي بودجې څخه ۹ میلیارډ افغانۍ له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره جلا کړي چې پر اساس به یې، په هر ولایت کې د کرونا وایروس سره د مبارزې ریاست هم جوړ شوي.