تاند، دوشنبه، د حمل ۴ مه: د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې د ټول هیواد په عامه پارکونو او شاوخوا سیمو کې دې د خلکو راټولیدو مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د دوشنبې په ورځ (د مارچ په)) په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې کورونا د خپرېدا جدي پړاو ته داخله شوې او که چیرې د کورونا پر وړاندې غفلت همداسې روان وي، افغانستان به په راتلونکو اونیو کې د لسګونه نویو پیښو شاهد وي.

د مایار په وینا، د عامې روغتیا وزارت خپل شته ظرفیتونه په کار اچولي، خو په وینا یې له بده مرغه د وزارت له خوا د جدي خبرتیاوې او د عامه تجمع د مخنیوي لارښوونو ته د ولس نه پاملرنه به د کورونا له کبله په هیواد کې د بشري ناورین لامل شي: «اکثرو هېوادونو کې کورونا په دریمه او څلورمه اوونۍ کې ډیر خلک قرباني کړي دي، افغانستان کې هم دا ویروس جدي حالت ته رسیدلی دی، پیښې به نورې هم زیاتې شي.»

مایار په ګوته کړه چې پیسې او پرمختللې طبي تاسیسات نشي کولی د ویروس مخه ونیسي خو د تجمع په مخنیوي کې د خلکو همکاري به په هیواد کې د دغه ویروس د ناکامیدو لامل شي.

هغه ټینګار وکړ چې ټول اتباع د ویروس سره د مبارزې مسؤلیت لري.

مایار یادونه وکړه چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا یو مړ کړی خو دغه سړی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ښخ شوی او دا مهال د روغتیا وزارت کارکوونکي د دغه کس د کورنۍ د وینې نمونې موندلو لپاره کار کوي.

هغه په ​​هرات کې د کورونا ویروس له امله د یوه بل ۶۰ کلن ماشوم مړینه رد کړه ، او ویې ویل چې هغه د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

ښاغلي مایار همدارنګه وویل چې په هیواد کې د ویروس مثبتې پیښې ۴۰ ته رسیېدلي او زیاته یې کړه چې دا شمیر په هرات، کابل، کاپیسا، بلخ ، لوګر، کندهار، غور، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوی.

کورونا ویروس د دې خبر د خپرېدو تر شېبې په ۱۹۲ هېوادونو کې ۳ لکه۴۱ زره ۶۹۶ تنه نیولي او ۱۴۷۵۷ نور یې مړه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *