سهار ترچاودنې وروسته لمبه شوه، چیغي شوې، دوړې شوې، د امبولانسونو غږ شو، پولیس راغلل، خبریالان راښکاره شول.

 مازدیګر کراره کراري شوه. پورې غاړه د دریو ړنګو دوکانونو خښتو  نیم سړک نیولی و، موټر هم لږ تیریدل.

حفیظ دوکاندار دواړه رغوي پر غوږو کیښودل د امبولانسونو غږونو یې په غوږو کې انګازې کولې.

یوې ښځې حلوا ورته ونیوله:

« زوی مې په هوش راغلی»

ده څادر پرانیست بیا یې کلک کلک تر غوږو تاو کړ…..

 یو هلک دوکان ته ودرید ده یو غوږ لوڅ کړ چې څه اخلي هلک خیرات ته لاس اوږد کړ:

« پلار مې شهید شوی»

حفیظ حلوا په پلاستیکي کڅوړه کې ورته واچوله، هلک حلوا له ټټر سره ونیوله، منډه  یې کړه. ده د دوکان له ماتې شیشې سر پسې وایست د چاودنې خواته یې ړنګ دیوال ته پام شو چې کوترې وزر پرې وهې، نه شي کښناستلی. د دیوال مخې ته یوه بوډا د ړنګو دوکانونو څو خښتې ایسته کړې بیا یې ملا ته لاس ونیو کړوپ کړوپ روان شو….

د ده شونډې مرۍ مرۍ شوې، د غوږ پردې یې ورپیدې، څادر یې غاړې ته وښوید.

پای

One thought on “روغ/ اجمل پسرلی”
  1. جنګ دي ورک شي.
    شه قضه ده

    مګر لږ متعجب شانتی شوم.
    49 total views, 49 views today

    یاني قصه ۴۹ کسانو خلاصه کړی مګرتم ۵۲ کسانو لیک کړي

    دا څه رقم چل دی پدي کي

    په تاند کی داسي ډیر لیدل کیږي

    خطا غوندی راته خکاري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *