تاند- رولا غني به له ډېرو کلونو وروسته د افغانستان د ولسمشر لومړنۍ ښځه وي چې په ټولنیزو فعالیتونو کې به په ښکاره برخه اخلي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې په بشري چارو کې د رولا غني فعالیت ته ولسمشر اشرف غني احمدزي په خپله لومړنۍ وینا کې هم اشاره وکړه.
د فرانس پریس خبري اژانس پر اساس رولا غني هغه ښځه ده چې مخکې یې هم د افغانستان په قید ګیره ټولنه کې تابو مات کړی او په انتخاباتي هلوځلو کې یې برخه اخیستې ده.
دې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې ښځو ته وینا کړې وه.
د افغانستان نوي ولسمشر په ځلونو ویلي چې ښځو ته به په ټولنیزو فعالیتونو کې زیاته ونډه ورکړي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ډېر فعالان هیله لري چې رولا غني به یوه فعاله او اغېزمنه ښځه وي.
ولسمشر غني د وفادارۍ د لوړې له ادا کولو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل:«غواړم چې له دې فرصته په استفادې له خپلو ملګرو او مېرمنې مننه وکړم چې زما ملا یې راوتړله.»
ده د خپلې مېرمن په اړه همداراز وویل:«دې تل له کورنیو بې ځایه شویو، ښځو او ماشومانو سره مرسته کړې او ډاډه یم چې دې کار ته به دوام ورکړي.»
رولا غني، چې لبناني الاصله ده، له کم شمېر نورو ښځو سره نن د لوړې په مراسمو کې حاضره وه.
رولا او اشرف غني په نولس سوه اویایمه لسیزه کې په بیروت کې سره وپېژندل او واده یې وکړ. دوی دوه اولادونه لري.
د مارچ په میاشت کې رولا غني د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د ښځو یوې لویې غونډې ته وینا وکړه.
حامد کرزي، چې نن یې په سوله ییز ډول اشرف غني احمدزي ته واک ولېږداوه، له خپلې مېرمن ډاکترې زینب کرزي سره نه دی لیدل شوی.