تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د ولسمشر غني مېرمن رولا غني د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې ویلي، شاید امریکايي پوهنتون استادان د یو لوري (طالبانو) د وعده خلافۍ له کبله د حقاني شبکې د غړو په بدل کې راخوشې نشي.
نوموړې ویلي، د هوکړې یو لوري د زندانیانو د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، له همدې کبله دا تبادله صورت نه شي نیولای.
اغلې رولا غني وضعیت پېچلی او کړکېچن بللی دی: (( نه پوهېږم زندانیان ولې تبادله نه شول، خو دومره وایم چې یو لوري په دې هوکړه کې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او د امریکايي پوهنتون استادان به راخوشې نه شي.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ د نیک نیت له مخې د انس حقاني او د هغه د دوه نورو ملګرو د خوشې کېدو اعلان وکړ، خو ویل کېږي چې طالبانو د امریکايي پوهنتون استادان امریکا ته نه دي سپارلي او له همدې کبله د حقاني شبکې درې خوشې شوي غړي بیرته افغان حکومت له ځان سره نیولي او ساتلي دي.