تاند- د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني، د محمد اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په توګه لومړنی بهرنی سفر واشنګټن ته وکړ.

د چهارشنبې په ورځ دې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته په وینا کې وویل:«په اسلام کې د ښځو مقام خورا مهم دی. د افغانستان او اسلام په تاریخ کې مهمې ښځې تېرې شوي دي. د حضرت محمد (ص) مېرمن یوه غښتلې سوداګره وه.»

د غونډې په برخوالو کې د پوهنتونونو استادان او یو شمېر افغان مېرمنې هم شاملې وې.

اغلې غني غونډې ته د قرآن کریم څو آیتونه هم وویل چې د ښځو مقام ته د اسلام درناوی ښيي.

دې د اعلحضرت امان الله خان غازي د مېرمنې ثریا طرزي یادونه هم وکړه، ویې ویل چې ملکه ثریا په ۱۹۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د مدرن تعلیم له پیلولو سره مرسته وکړه.

په نولس سوه شلمه لسیزه کې چې کله ثریا طرزي اروپا ته سفر وکړ نو د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې له سخت غبرګون سره مخامخ شوه او ژر د امان الله خان حکومت وپرزول شو.

رولا غني د ځان په اړه وویل چې هڅه به کوي چې نورو افغانانو ته اسانتیا برابره کړي.

مېرمن رولا غني، چې اوس ۶۶ کلنه ده، په فرانسه او امریکا کې لوړې زده کړې کړي او له محمد اشرف غني سره د لبنان په بیروت پوهنتون کې بلده شوه.

2 thoughts on “رولا غني په لومړني بهرني سفر کې وویل اسلام ښځو ته خورا مهم مقام ورکړی”
  1. رولا مونږ ته باید دفریب راکولو
    کوشش ونکړي ځکه چه همدی کچنۍ څه وخت مخکی
    دحجاب په باره کی چه دفرانسی حکومت لخوا پری بندیزلګول سویدی دفرانسی حکومت ددریز ملاتړ کړیوه
    مونږ ته دخپل خره تیز معلوم دی که هرڅومره تلاوتونه او احادیث بیان کړي داسلام سره هیڅ اړخ نشي لګولي کافره ده

  2. دتاند دمحترم ليکونکي څخه په ډيره بخشنه که په پای کی زما په اند داسی ليکلی و ای(دلبنان دبيروت په پوهنتون کی ديوبل سره پيژندګلوی کړی وه )يا (وپيژندل )بلد ،بلد کيدل په جمله کی سمه نه معلوميږی …..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *