روماتيزم د بندونو التهابي ناروغي ده چې د باکتریا يا وايرس د مداخلې له امله رامنځته کيږي او د مفاصلو د درد او پړسوب سبب کيږي. دغه ناروغي ډير ډولونه لري چې ځينې يې ژر کنټروليږي او ځینې يې د تداوي په مقابل کې هیڅ ځواب نه ورکوي. یعنې شخص په کې دوامداره درد لري او يواځې د درد ضد درمل ورکول کيږي.

يو ډول يې چې د لندبل او رطوبت څخه راپيدا کيږي او په کې مفصلونه تغير شکل کوي؛ د مفاصلو حاد روماتيزم (Acute Articular Rheumatoid) په نوم ياديږي. دغه ډول روماتيزم له ۵ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې اشخاصو کې رامنځته کيږي چې ممکن تر څو کلونو پورې دوام وکړي.

بل ډول روماتيزم هم شته چې قلبي روماتيزم هم ورته وايې، له ۲ کلنۍ تر ۵۲ کلنۍ اشخاصو کې رامنځته کيږي او پرې اخته شخص د زړه والونه زيانمن کيږي.

نوټ: روماتيزم په ټوليز ډول هغه امراضو او مشکلاتو ته ويل کيږی چې په مفصل او منضم يا ارتباطي انساجو اغيز ولري. خو ارترایتیز بيا یواځې د مفاصلو امراضو ته ويل کیږي لکه 

Osteoarthritis (OA), rheumatoid arthritis (RA), gout, ankylosing spondylitis

نښې:

د مفاصلو پړسوب، د مفاصلو درد، د بندونو سختېدل په ځانګړې د سهار پر مهال، د عضلاتو درد، نرۍ تبه، وزن کمېدل چې د اشتها د کموالي له امله وي، او د خولې او سترګو وچوالی

عوامل يې:

  • ځانګړی دليل يې معلوم نه دی خو يو شمېر فکتورونه د روماتيزم په رامنځته کېدو کې رول لري لکه

د مکروبونو د مداخلې له امله د بدن محافظوي عکس العمل چې د بدن محافظتي سيستم په کې په خپل و جود حمله کوي

  • لندبل او رطوبت
  • جنټیک یعنې يو شمېر خلکو کې په ارثي توګه هم روماتيزم رامنځته کيږي

تشخيص:

  • د نښو او علايمو په وسيله
  • د بندونو (مفاصلو) فزيکي معاينات
  • د وينې معاینات، په وينه کې انتي باډي ګانې کتل کيږي چې د بدن محافظوي عکس العمل له امله رامنځته کيږي
  • ايکسری او ايم آر آی

درملنه:

د روماتيزم د مرض له منځه وړلو ځانګړې تداوي نشته خو د درد کمولو، التهاب کمولو او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره د درد او التهاب ضد درمل ورکول کيږي. لکه د درد کمولو لپاره کورتیکو ستيرویدونه ((Prednisone او د مفصل زيات تخريب څخه مخنيوي لپاره 

Methotrexate, leflunomide, hydroxychloroquine and sulphasalazine

نوټ: دغه درمل يواځې د داکتر له نسخې سره ورکول کيږي، په خپل سر اخيستل يې روغتيا ته زيان لري.

مخنيوی:

ورزش کول، سګريټ څخه ځان ساتل او له ګرد او غبار څخه ځان ساتل، پروتين خوړلو ځان ساتل، لوبيا او غوښې خوړلو ځان ساتل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *