تاند- د ریل مادرید د فوټبال کلب ستوری کریستیانو رونالډو تېره شپه د هغه لومړني فوټبالر په توګه وپېژندل شو چې د اروپا د اتلانو د لیګ په سیالیو کې یې نهه ګولونه وهلي دي.
د تېرې شپې په مسابقه کې ریل مادرید د ډنمارک ایف سي کوپنهېګن ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
د اروپا د اتلانو د لیګ د سیالیو په دوام کې مانچستر یونایټیډ شختر دونیڅک ته یو پر صفر ماتې ورکړه او مانچستر سیټي د جرمني له بایرن میونیخ څخه دوه پر صفر وګټله.
خو د ترکیې د غلته سرای او د ایټالیا د یو وینتوس سیالي په استانبول کې د سخت ورښت له کبله وځنډېده.