قضاء عمري :
ځينې خلک د روژې په خاص ورځو کې سره را ټول شي ، او نفلونه کوي، پدې عقيده وي چې دا د ټول عمر د پاتې شويو لمونځونو قضا ده ، دا يوه ناسم رواج دی ، د امت سترو عالمانو رد کړی دی ، پدې سره شيطان خلک له لارې باسي او خلکو ته د لمونځ پرېښودلو جرأت ورکوي .
د وخت په هکله :
اصل شی وخت دی ، چې د پېشلمي وخت پوره شي بايد مسلمان خوراک بند کړي ، او چې بيا د روژه ماتي وخت پوره شي نو بايد روژه ماته کړي . که د پېشلمي وخت پوره شي ، يا په سيمه کې زمونږ د مذهب د خلکو يو اذان شروع شي ، نو بايد ټول مسلمانان پېشلمی بس کړي .
که د وخت له پوره کېدلو نه وروسته ، يا د اذان له شروع کېدلو نه وروسته کوم مسلمان خوراک وکړي ، نو روژه يې ماتېږي .
ځينې خلک د بل کلي په اذان باندې نه روژه ماتوي او نه خوراک بندوي ، بلکه د خپل کلي د اذان انتظار کوي ، چې دا د ناپوهۍ خبره ده ، که د بل کلي خلک زمونږ د مذهب خلک وي او اذان يې وشي او دا مسلمان يې اوري بايد خوراک بند کړي خو که بيا هم هماغسې خوراک کوي نو روژه يې ماتېږي .
د ماشومانو روژه :
ځينې کورنۍ داسې وي چې واړه واړه ماشومان يې په شوق او مينې سره روژه نيسي ، دا ښه او د برکت خبره ده ، خو پدې کې بايد د ماشوم د صحت خيال وساتل شي . او ټوله ورځ د هغه څارنه وشي ، که کله هم هغه وږی شي ، يا داسې شي چې د کمزورۍ نښې پکې ښکاره شي نو بايد مشران يې د هغه روژه ور ماته کړي ، او د خوراک څه ورکړي . ځکه چې ځينې ماشومان د غیرت يا شرم له امله غږ نه کوي ، چې بيا لوږه يا تنده د هغوی په صحت خطرناکه اثر وکړي ، بيا مريضان يا هم له نورو سختو ستونزو سره مخامخ کېږي .
زمونږ استاد او شيخ محترم دوکتور عبدالرزاق اسکندر – حفظه الله و بارک في عمره – فرمايل چې : په يو کور کې ماشوم روژه نيولې وه ، د ورځې تږی شوی وو ، اوبه يې غوښتلې خو د کور خلکو اوبه نه ورکولې ځکه چې روژه ماتي ته لږ وخت پاتې وو ، دوی اوبه په لاس کې ورته نيولې وې لږ به يې ور وړاندې کړې هغه به چې ارام شو ، نو بيا به يې په خبرو مصروف کړو ، آخر دا چې هغه ماشوم يو دم وفات شو . انا لله و انا الیه راجعون . له همدې امله بايد د ماشومانو په روژه کې احتياط وشي .
د شک د ورځې روژه نيول :
د شک ورځ هغه ده چې د شعبان په آخر کې اسمان ورېځ شي ، او دا معلومات ونشي چې د شعبان دېرشمه ورځ ده او که يو دېرشمه، يا داسې چې د شعبان دېرشمه ده که د روژې اوله ورځ ( المبسوط ) خو که په اسمان کې ورېځې نه وي ، بيا دا شک ندی ، که مياشت ونه ليدل شوه ، بيا نو شک ندی . ( البنايه ) د دې ورځې د روژې حکم لږ تفصيل لري :
اول – که څوک د دې ورځې روژه ونيسي او نيت يې دا وي چې دا د روژې مياشت ده ، نو دا مکروه ده تحريما ( درمختار ) ( يعنې حرامه ده ) ځکه چې پدې سره د روژې يوه ورځ زياتېږي ، او دا له اهل کتابو سره مشابهت دی ، هغوی هم د روژې موده زياته کړې وه . بيا که وروسته معلومه شوه چې دا د روژې مياشت شروع شوې وه نو د ده روژه هم د روژې په مياشت کې حساب شوه ، خو که معلومه شوه چې دا د شعبان ورځ وه نو بيا نفل شوه .
دوهم – که پدې ورځ باندې روژه ونيسي او نيت يې د نفلي روژې وي – دا بيا جائز ده او مکروه هم نده . ( هدايه)
د جواز او د کراهت د ختمېدو لپاره شرط دادی چې په يقيني ډَوَل به يې د نفلي روژې نيت کړی وي ، په زړه کې به هم دا نه راولي چې که د روژې مياشت وه نو د روژې د مياشتې به شي او کنه نو نفلي به شي .
(در مختار ) خاص خلک دې د دې ورځې روژه د نفلو په نيت باندې نيسي ، او نور عام خلک دې تر ماسپښينه پورې انتظار وکړي ، که روژه يقيني شوه ، نو تر ماښامه دې روژه شي ، او که نشوه ، نو بيا دې د لمر له کږېدو زوال سره ماته کړي . ( درمختار )
خو خاص خلک دې هم د خپلې روژې په هکله عام خلک نه خبروي ، امام ابويوسف رحمة الله عليه ( د شک په روځ باندې د نفلو په نيت روژه نيولې وه ) څوک يې نه خبرول ، اسد بن عمر پوښتنه ورڅخه وکړه چې آيا ستاسو روژه ده ؟ امام ابويوسف په غوږ کې ورته اوويل چې : هو . ( رد المحتار)
د خواصو تعريف : خاص خلک هغو خلکو ته وايي چې د شک د ورځې د روژې کيفيت او تفصيل ورته معلوم وي ، که داسې نه وي نو هغه له عامو خلکو څخه دی . و کل من علم کيفية صوم يوم الشک فهو من الخواص و إلا فهو من العوام ( الدر المختار )
قصدًا روژه ماتول :
عن أبي هريرة : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من أفطر يوما من رمضان من غير رخصة و لا مرض – لم يقض عنه صوم الدهر و إن صامه ( رواه الترمذي وقال : لانعرفه إلا من هذا الوجه ) ۶۰ – له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : څوک چې د روژې د مياشتې يوه روځ روژه هم بې ( د سفر له ) رخصت او مرض څخه ماته کړي نو د ټول عمر روژه به يې هم بدل پوره نکړي ، که څه هم ټول عمر روژه وه نيسي . ( ترمذي )
ځينې عالمان فرمايي چې څوک قصدًا روژه ماته کړي نو د دې قضا بيا نشي پوره کولی ، خو نور ټول عالمان فرمايي چې : د يوې روژې په بدل کې به دوه مياشتې روژې نيسي .
څوک چې له کوم عذر او سفر نه بې غير روژه ماته کړي نو دې سړي ډېره سخته ګنا وکړه ، عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : (د هر سړي ) اسلام په درې شيانو باندې ولاړ وي ، کلمه ، لمونځ او روژه ، څوک چې پدې کې يو هم پرېږدي هغه کافر دی .
فُقَهاء کرامو ويلي چې : څوک په روژه کې د خلکو په مخکې روژه ماتوي نو هغه قتل کړئ ، خو که د اسلامي حکومت د نشتون له امله يې چا د وژلو توان نه در لودلو نو دا خو هر څوک کولی شي چې له دې ( خبيث ) سره دې نفرت کوي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا )