یآأیُّهَاَألَّذِینَءَامَنُواکُتِبَ عَلَیکُمُ ألصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَئ ألّذِینَ مِن قَبّلِکُم لَعَلَّکُمّ تَتَّقُونَ
ترجمه :اې هغه کسانو چی ایمان مو راوړی، پر تاسو باندې روژه داسې فرض کړ شوې ده لکه چې له تاسو څخه پر مخکینیو وګړو فرض کړ شوې وه؛ که تاسو یاست پرهیز گاران.
روژه عبارت ده له صبح صادق څخه تر ماښام پورې د خوراک، څښاک او جماع له پرېښودلو څخه.
روژه په لاندې کسانو فرض ده
۱ مسلمان ۲هوښیار ۳بالغ ۴صحت مند
د اختر په ورځ روژه نیول مکروه ده.
څوک چی د رمضان د میاشتې په روژه کې خوراک، څښاک او یا هم جنسي کړنه تر سره کړي، نو قضایی او کفاره پرې لازمېږي.
که چیرې کوم چا د روژې د نیولو نیت کړی وي او بیا یې وخوري، نو هم به قضایي راوړي او هم به کفاره ادا کوي.
که چیرې یې د روژې نیت نه وي کړی او روژه وخوري او یا هم جنسي کړنه ترسره کړي، نو بیا به یوازې قضایي راوړي او کفاره ور باندې نشته.
که چیرې څوک کوم داسې څه وخوري، چې د هغه خوراک ته هیڅ لېوالتیا هم نلري لکه شگې یا خاورې او داسې نور، نو په دې صورت کې پرې یوازې قضایې اوړي.
مسافر، چې کله د ورځې په نیمایي کې کور ته ورسیدو، نو لازمه ده چې د پاتې ورځې روژه ونیسي او هم یي قضایي راوړي او یا دا چې که چېرې د چا په ناپامۍ سره اوبه تیرې شوې او یا یې کوم څه وخوړل، نو په دې صورت کې لازمه ده، چې د پاتې ورځې روژه ونیسي.
دروژې کفاره: د روژې کفاره په لاندې ترتیب سره ده:
یا باید غلام ازاد کړي
یا باید دوه میاشتې په پرلپسې ډول روژه ونیسي
یا باید شپېتو مسکینانو ته ډوډۍ ورکړي
او یا هم باید هر مسکین ته دوه کیلو غنم ورکړي.
ومن الله توفیق «هیله ده تر نورو یې ورسوئ»