محمد الله شېرزی

د غبرګولي اوله – 

 روژه د لیږدیز سپوږمیز کال لسمه میاشت ده، د اسلام دغه دریمه بناء ټول مسلمان امت په ډېره خوښۍ سره پرځای کوي، د راتلو انتظار یې کوي او د اختر په تمه نږدې دیرش ورځې په نهاره په پوره درناوي سره تېروي.

د هر پیغمبر امت ته د روژې مختلفې میاشتې او ورځې ټاکل شوې وې، چې امتیان یې پدې مکلف وو، ترڅو په دغه ورځو کې د مختلفو شرایطو په لرلو سره روژې ونیسي. د څښتن تعالی په امر سره د حضرت محمد (ص) امت ته د رمضان المبارک میاشت وټاکل شوه، ترڅو پدې میاشت کې دوی په کامله توګه د فصیحو مسایلو او فضایلو سره روژه ونیسي.

ددې مبارکې میاشتې په راتګ سره د اسلامي نړۍ په هیوادونو کې د نورو عباداتو ترڅنګ په مسکینو وګړو صدقې ویشل کیږي او ترڅنګ یې هغه وګړي، چې د سوداګرۍ په چارو بوخت دي، د پلور په توکو کې د پام وړ کمښت راولي او پیرودونکو ته غوره او د پام وړ سهولتونه برابروي، خو برخلاف زموږ په هیواد کې دا چارې بیا برخلاف دي، دلته ټول واړه او ستر کاروباریان دغه میاشت د سیزن میاشتې په نوم پیژني او د توکو په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی راولي.

داچې سږ کال روژه به هم د اوړي په سخته ګرمۍ او اوږدو ورځو کې وي. لومړۍ ورځ به یې د (سهار 3:02 څخه د ماښام تر 7:01پورې)او وروستۍ ورځ به یې د (سهار د 2:57 څخه تر ماښام 7:13 پورې)  څه د باندې شپاړس ساعته وي، بې سختۍ به نه وي. زیاتره وګړي بیا هم د نورو کالونو په شان د خوارکي توکو د بیو په لوړوالي انديښمن دي او شکایت کوي، چې دوکانداران به ورته د وختونو تېر او پخواني توکي، چې په ګدامونو کې ورسره پاتې دي، په لوړه بیه بازار ته وړاندې کوي او پر دوی به یې پلوري.

دوی د واکمن دولت څخه غوښتنه کوي، چې دې مسئلې ته باید سر له اوسه فکر وکړي او د یوه منظم پلان له مخې دې، د کاروباریانو د خرڅلاو توکي بررسي کړي او د نرخونو په باره کې دې ورته  یوه منظمه لایحه ترتیب او وړاندې کړي.

بل لور ته دولتي مسولین په بازارونو کې د تاریخ تېرو موادو د پلور د مخنیوي ډاډ ورکوي، خو د نرخونو په تړاو وايي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ ازاد بازار دی، د اصولو له مخې نشي کولی، چې نرخونه دوی ورته وټاکي، خو دوی به پوره هڅه وکړي، چې د ځایي سوداګرو سره د ناستو له لارې د ولسونو ستونزې ورسره شریکې او ورته به حل لارې ولټوي.

که وویل شي، تېر کال هم د خوست ښاروالۍ مسولینو د ښار د مختلفو اصنافو د استازو سره د لیدنو له لارې په ګڼو مواردو کې د نرخونو په ټيټوالي او اصلاح کې مهم رول لوبولی و، چې ښه بیلګه یې د ګرمۍ په سختو ورځو کې د یخو کارخانو د خاوندانو سره د ناستې له لارې د نرخونو کنټرول یادولی شو.

لیکوال وړاندې لیکي، داچې اسلام د خېر رسونې او د نورو د لاسنيوي دین دی، نو ټول مسلمان وروڼه، چې په هره برخه کې په کاروبار بوخت دي، باید دغه مهم اصل مراعت او دغه اسلامي وجیبه پرځای کړي، چې په نرخونو کې زیادت رانولي او د نورو ورځو په شان یې نورمال وساتي.

پدې سره به یې له یوې خوا د سوداګرۍ د اسلامي اصولو سرغړونه نه وي کړي او له بلې خوا به یې د بیچاره افغان او مسلمان ملت سره پدې مبارکو او د رحمتونو څخه په ډکو ورځو کې لاسنیوی او همکاري کړي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *