هلمند، لښکر ګاه
پوره يو کال وړاندي مي روژه د هيواد نه بهر په يو ليري ملک هندوستان کي تېروله، هلته هرڅه ښه او منظم ول، د روژې د مياشتې بشپړ مهالويش چي د لمر ختلواو پريوتلو وخت، د پيشنمې د پيل او پای وختونه او همدارنګه ځانګړي دوعاګانې او ذکرونه به په کښې ترتيب سوي وو، خلکو ته ويشل کيدل، په هر مسجد کي به د قران د ختم تراويح کيدلې او د روژې په ورستۍ لسيزه کي به ټول مسجدونه په رڼا ګانو پوښل سوي ول او د تهجد لمانځه لپاره به سلګونه او زرګونه کسان مسجد ته راتلل لڼده داچي د رژې او عبادت لپاره يې هرڅه ډير ښه او منظم وو.
د روژې په لمړي شپه به ټولو په مسجد کي د رويت الهلال( سپوږمۍ ليدلو) کميټې څخه د سپوږمۍ ليدلو د خبر انتظار کاوه؛ خو دلته زموږ په هيواد کي بيا حالات بيخي بيل دي، د حيرانتيا وړ خبره خو داده چي د مياشتي ليدولو د خبر تر اوريدو او د ستري محکمې د اعلان څخه مخکي بيا په ډيرو مسجدونو کي د تراويح او وتر لمنځونه په جماعت سره ادا سوي ول.
زموږ د مسجدد ملا امام صاحب څخه هم خدای سته لږ تلواري وسوله ، د ماخستن جماعت د اداکولو سره جوخت ملا صاحب وويل عزيزانو ( د تراويح لمونځ کوو خو تاسي به د روکوع په تسبيحاتو کي د سبحان الربی العظيم پر ځای سبحان الربی الکريم واياست ځکه د تلواري کار دی هسي نه چي غلط يې وواياست ، له دي نه وروسته (صلات سنت تراويح) يې وويل او د تراويحو په کولو يې پيل وکړ؛ څه مو سر در ګرځوم په ۲۵ دقيقو کي يې هر څه خلاص کړل.
له دوعا کولو وروسته ملا صاحب د تبصيرو( کمينټونو) په تمه ناست وو او يو کس ته يې مخ را وګرځاوه او ورته يې وويل چي پلانيه تراويح خو به ډيري ځڼډيدلي نه وي ؟ هغه ورته ويل نه ملا صاحب ما چي به ځان چمتو کوی تا به بيا رکعت خلاص کړی و او ډيري ښې تلواري تراويح وي ؛ ملا صاحب به ددې خبرو په اوريدو ډير خوشال سو؛ نو د داډول ټيټې پوهي ملا امامانو يعنې هغه کسان چي د پنځو او شپږو مياشتو په ترڅ کي ځانونو ته د مولوي او نورو تکړه پوهانو خطاب کوي) څخه به څه تمه وي، چي له ځانه پريکړي او فيصلې کوي پرته له دي چي يوې مسلې ته د قران او حديثو په رڼا کي حل لاره ولټوي ، کله د جمعي او اختر لمونځونه چي د مسلمانانو د يوالي، مينې، ورورولۍ او د اسلام بنسټونه دي په ګران هيواد کي روا او کله بيا ناروا ګڼي، او د خلکو دينې او اسلامي برخليک يو نامعلوم لور ته ټيل وهي.