ګرځندویي (Tourism) خالد نجیم
راپور:عصمت الله بهير
تېره اونۍ لیکوال او ژورنالیست خالد نجیم د ګرځندویۍ یا سیاحت په اړه په روشنګرۍ کې لکچر ورکړ، دلته یې ستاسو سره لنډیز شریکوم:
انسان اړتيا لري چې له کار روزګار او ستړيا ور هاخوا د ارام کولو لپاره تفريح وکړي، چې د نړۍ له پرمختګ او د تکنالوژۍ له ودې سره دا چاره ګړندۍ شوې او د ځمکې د سر وګړي ورځ تر بلې ارام اخیستلو ته جدي اړتيا پيدا کوي. نو په همدې هدف په نړۍ کې د ګرځندوی صنعت وده کړې او ورځ تر بلې د ګرځندويانو شمېر زياتوالی مومي.
توريزم په ټوله کې تفريحي سفر ته ويل کېږي خو په دې وروستيو کې داسې تعريف هم ورکړل شوی، چې يو کس د خپل کار او استوګنې له ځايه لرې له يوې ورځې تر يوه کاله وخت تېرولو لپاره ووځي.
ټول هغه فردي يا ګډ فعاليتونه چې د خپلې استوګنې له ځايه لرې د سفر پر مهال تر سره شي، حد اقل يوه ورځ او حد اکثر يو کال په بر کې ونيسي. په دې کې هغه کسان نه راځي چې د کار مندلو لپاره وځي. د ګرځندوی اصلي موخه له اقليم، فرهنګ او طبعيته خوند اخستل دي.
توریزم هغه هنر دی چې نړۍ د یوه توریست پر وړاندې د یوه کتاب په څير پرانیزي چې د خپلې علاقې وړ څه پکې ومومي، ليدنه او په اړه یې پلټني
وکړي.
دغه کتاب د یوه سیاح له همډوله انسان څخه نیولي بیا د طبیعت، فرهنګ، ژبې، تاریخ، تمدن، آثارو او ښایسته سیمو په اړه هغه ته معلومات ورکوي او په علمي بڼه یې ورته خپروي.
د نړۍ یو شمېر ملکونو د خپلې هغې ځانګړنې له مخې چې لري یې، خپلو هیوادونو ته د ډېرو توریستانو پام را اړولی او له دې درکه د پام وړ عواید هم تر لاسه کوي.
د ګرځندوی اهميت:
کله چې توريستان يوه هېواد ته داخليږي، اړ دي، چې لګښت وکړي او مصارف پرې کړي، د مثال په ډول د خوړو لګښت، د استوګنې د ځای، تفريح، ټرانسپورټ، د توکو او ډاليو اخیستل، د ځينو ځايونو د ليدنې پرمهال ټکټ اخیستل… دا ټول هغه څه دي چې توريست يې بايد پرې کړي او دا ټول کوربه هېواد ته ډېر عوايد ورکوي.
د کار ايجاد:
د ګرځندويانو له ورتګ سره په يوه هېواد کې د کار پراخه زمېنه برابرېږي او دا د هېوادونو لپاره يوه لويه اقتصادي تکيه رامنځته کوي ځکه هر دوه کسه چې يوه هېواد ته داخليږي، دوی هورې د کار زمېنه برابروي.
بېلګې په ډول د هوټلونو رامنځته کېدل، د لاسي توګو پېر او پلور، لارښود کسان ګمارل، د حمل نقل وسايلو استفاده او نور. په دې برخه کې تر ډېره په هېوادونو کې له ځوانانو او کارځواک سره مرسته کېږي
د ګرځندوی تاريچه:
شتمنو همېش لېرو پرتو سيمو ته سفرونه کړي خو د يوې ځانګړې موخې لپاره، د بېلګې په توګه د نامتو ودانيو ليدنه، د هنرونو او اثارو ليدنه او خوند اخیستل، د ژبو زده کول، د مختلفو خوړو استفاده او داسې نور. په ټوله کې توريزم په نړۍ کې يو متفاوته او د ډېر عايد لرونکی صنعت وو او دی.
په ۱۷مه او ۱۸ پېړۍ کې په اروپا کې سوداګرۍ او سرمايه دارۍ ورو- ورو وده وکړه او اروپايان ويښ شول، هڅې يې پيل کړې چې له ژونده خوند واخلي له ۱۷۴۵ تر ۱۷۶۰ پورې د زده کړو لپاره پام وشو خو د زده کړو د تر لاسه کوونکي د لوړې طبقې کسان او د شتمنو کورنيو څخه ول. دوی به د زده کړو د ترلاسه کولو تر څنګ کلتوري څيزونه، ژبې، معمارۍ او ځينې نور څه زده کول. دوی به هورې لرغوني او د تفريح ځايونه کتل د خلکو له ژوند او کلتوري څخه به يې ځانونه خبرول ډېر څه به يې له ځانونو سره خپلو هېوادونو ته وړل او پلي کول.
په انګليستان کې توریزم په ۱۷۸۰ کلونو کې اوج ته پورته شو. په يادو کلونو کې انګليستان ښې توليدي کارخونې لرلې او د خپلو توليداتو لپاره يې بازار پيدا کړ. په برېتانيا کې په ۱۸۵۱ کال کې د صنعتي توکو نندارتون جوړ شو، چې تر ټولو لويه لاسته راوړنه حساب شوه او ګڼ ننداره چيان يې ورجلب کړل.
د صنعت په برخه کې د رېل پټلۍ تر ټولو ستر بدلون راوړ، خو بېړۍ هم په دې برخه کې کمې نه وې.
۲۰۰۲ کال کې په نړۍ کې ۷۰۲ ميليونه ګرځندويان ګرځېدلي دي، چې له دې لارې ۶۲۱ ميليارده ډالر په نړيوالو بازارونو کې په حرکت راغلي دي.