د روښانتیا

په اسلامي نړۍ او افغانستان کې د بحران عوامل\وړاندي کوونکی: مولوي وکیل احمد متوکل\دريمه\ برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

لیکل هم یو شی دی خو ټول شی نه دی. موږ و تاسې په خپل اوسني ژوند کې ډېر فرعي قوانین لرو، ډېرې اصولنامې لرو، یا تر هغه راوروسته که دې خوا ته وګورو نو په کتابتونو کې په بې شمېره کتابونو کې د هر شي د هر سوال جواب او مسئله پرته ده.

نو یوازې په کتابو کې د ټولنیزو معقولو قوانینو لیکل د یوې ټولنې نیازمندۍ نه شي رفع کولای، بلکې عمل غواړي.

ښه تدوین په هر صورت مګر په عمل کې داسې هېڅ ونه شول، ښه کتابونه په ښو الماریو کې پراته دي، موږ ولیدل چې د امویانو، عباسیانو او د هغوی په تسلسل په نورو سلاطینو او خلیفه ګانو کې ډېرې خامۍ او کمزورۍ وې.

دا کمزورۍ داسې وې چې د مسلمانانو او غیر مسلمو تاریخ لیکونکو په قول داسې صحنې راغلې دي چې خلیفه به نشه و، په عیش و عشرت کې به وو.

دا خو نو ضعفونه دي چې موږ لرل، بلکې حقیقتونه دي، په صحابه وو کې خبره نه کوو ( پر صحابه وو ګوته ځکه نه ږدو چې د رسول لله څخه د دوی په اړه ډېر فضیلتونه بیان شوي، حتی ویل شوي، تاسې که په هر یوه پسې ودرېږئ هدایت ته به ورسېږئ) له هغوی وروسته تابعین، تبع تابعین موږ ته محترم دي، خدمتونه یې کړي اسلام ته او ملت ته، خو دا معنا نه ده چې هلته که کوم منفي کارونه شوي هغه سړی نظر انداز کړي.

یعنې پخوا که د مسلمانانو امیر دایم الخمر تېر شوی، یا یې وړتیا نه لرله، یا یې ځان پوره نه وي ستړی کړی، خو دغه یې خلاوې دي چې بیا موږ ته ترې په اسلامي تاریخ کې راپاتې شوې او اوس یې د لاسه موږ او تاسې دغسې دردېږو.

۹۲ کاله یا څه زیات و کم مخکې کله چې غازی امان الله خان مرحوم دلته امیر و بیا پاچا شو، نو د افغانستان بیرغ تور و، ځکه د ټول خلافت بیرغ تور و.

بیا چې کله اتاترک هلته په ترکیه کې تحول راوست، له اروپا څخه زیات تقلید وشو، اتاترک او امان الله خان سره له دې چې ډېر وطندوسته خلک ول، ځینې ډېر ښه ښه کارونه یې کړي، سړی باید سترګې پر پټې نه کړي او باید د چا تور ته تور ووایي او سپین ته سپین ووايي، یو مخیزه پر چا باندې چلیپا راکشول یا ص صحیح ورته ایښودل دا درست کار او علمي خبره نه ده.

نو که ووایو، هغه وخت له دوی نه یو شمېر غلطۍ هم وشوې، ماډرن کېدل یا د لباس منظمول د ستونزو حل نه دی ځکه افغانستان همغه افغانستان و. همدا غلطۍ وې چې یو وخت همدا د افغانستان محبوب پاچا د کندهار خوا یا غزني ته روان و، موټر یې تېرېده نو یو شپون له چانه پوښتنه کوله چې دا څوک دی؟ چا ورته وویل چې دا هغه پاچا دی چې کافر شوی دی.

دې شیانو تر اخره امان الله خان ځوراوه، ځکه دی یو وخت داسې پاچا و چې خلکو یې د موټر ټایرونه مچول، خو یو وخت پرې داسې هم راغی چې خلکو ته کافر ښکارېده.

نو دا ځینې غلطۍ راغلي، یوازې له حکامو څخه هم نه بلکې شاید د مذهبي مشرانو، د وخت له علماوو، د سیاسيونو څخه هم په کې لویې برخې مقصرې وي.

موږ چې اوس د اسلام په سطحه یا د افغانستان په سطحه د دوی پر اشتباهاتو غږېږو د دې مطلب دا نه دی چې خدای ناخواسته زموږ له هغوی سره څه بدي ده، یا قضاوت کوو چې ښه وو که بد وو؟ دا د هر چا خپل تحلیل دی چې دوی څومره ښه او څومره بد بولي؟

خبره دا ده چې غلطي باید له عادي شخص او له خاصو اشخاصو څخه منحیث د غلطۍ د زده کړې او پېرزوینې په نیت یاده شي، د هغوی له مثبتو نقطو څخه ګټه واخلي، له منفي څخه یې پرهېز وکړي.

زه نه غواړم دا مقدمه اوږده کړم، بلکې پر دې یې راټولوم چې ووایم په غرب کې د ابن خلدون د مقدمې ډېر مهم ځای دی، هغه تر موږ وړاندې په دې اړه ډېر حسرت درلود چې زموږ ټول علوم غرب ته ولاړل او موږ همداسې پر وچ ډاګ پاته شوو.

نو زموږ د بربادۍ یو غټ دلیل شاید دا وي چې موږ علم ته شا کړې ده. دا نو ټولو ته اطلاق دی چې یو وخت څوک هم په دې سرزمین کې د خلافت تر ادارې لاندې اوسېدل، موږ و تاسې ټول له علمه بې برخې شوو.

د جنګونو او مشکلاتو بل عامل مو شاید دا وي چې عملي واحد سیسټم یا څو سیسټمونو نشتون وي چې هم دې ترمیم شوي وي او هم دې عمل ورباندې شوی وي.

بل علت یې هم شاید دا وي چې د مقابل لوري، نورو واکمنیو، د نورو ادیانو د خلکو فعاله کار کول وي، یعنې یو تطمیع که، بل جلا که، بل اشغال که او بل لوري ته د هغوی مسلسل فعالیت، زموږ بې علمه کېدل، د حکامو غفلتونه، د تدوین شویو عملي سیسټمونو نه موجودیت زما په فکر د نننیو ناخوالو مهمې او ژورې جرړې دي چې په اسلامي نړۍ او افغانستان کې ورسره موږ او تاسې لاس و ګرېوان یوو.

زموږ پر کورنیو ستونزو به هم وږغېږو او هغه دا چې که څوک له یو چا سره بغض لري نو په علمي ډګر کې، په ناستو او په تفاهم کې په کار نه ده چې سړی دا بغض او حب ټول یوې خوا ته کېږدي.

زه همداسې کوم تاسې فرض کړئ چې زه له خپل محبت څخه هم ډېر کار اخلم او له خپل بغض څخه هم….

تاسې هم یوه دوره، یو شخص او یو نظام په حقایقو کې مطالعه کړئ. که سړی غواړي چې ځان پوه کړي او یو څه زده کړي نو دا ښه طریقه ده، خو که یو سړی فرضاً وايي، د چپي افکارو په وخت کې هېڅ غلطي نه وه ځکه زه هلته وم، خوښ مې و، ښه افکار یې لرل، مګر موږ امریکا، پاکستان او نورو خراب کړو…

نو په دغسې شیانو باندې سړی د قضیې عمق ته نه شي رسېدلای. فرضاً زه وایم چې زه طالب وم:

 زه د طالبانو په تحریک کې وم، ملک د تجزیې له ګواښ سره مخ و، لا قانونیت و، که په هر نوم باندې چا تحریک له هره ګوټه کړی وای، هرکلی یې کېده.

خو دا چې د طالب په نوم تحریک له میونده له کندهاره شروع شو، نو په دې خاطر ورته خلکو لبیک ووایه چې امیدونه یې ورسره تړلي وو.

نو زه  که دا وایم چې یاره هلته هېڅ غلطي نه وه، دا علمي نه ده، انسانان منحیث شخص او منحیث اجتماع غلطۍ کوي ځکه دوی معصوم نه دي، ملایکي نه دي او هر تحول، هر انقلاب او هر بدلون یوې عمیقې تربیې ته ضرورت لري.

د کلیو او ښار ژوند فرق سره درلود، خو په وروستیو پېړیو کې د دهاتو خلک ښار ته راغلل، دا هم یو عامل دی. دا هم عامل کېدای شي چې تر اوسه سوله ونه شوه. همدا اوس هره ابادي هره بازسازي نهادینه نه ده، بلکې له یوې خوا جوړېږي او له بلې خوا ورانېږي.

دلته د روسانو تېر شوي جنګ یوازې له ځان سره مشهودې ویجاړۍ نه درلودې بلکې غیر مشهودې معنوي ویجاړۍ هم وې، اوس په خلکو کې هغه احترام، ملي ټینګښت، ملي نهادونه او په قومي لحاظ ستر مرجعیتونه په علمي لحاظ معیارونه سره وتړقېدل، سره ګډ وډ شول.

دغه راز اوس هم که سړی ووايي چې ډیموکراسي راغلې، د بیان ازادي راغلې، خلک لوستي شول نو زموږ مسئله حل ده، خو موږ یې وینو چې مسئله نه ده حل، ضرور موږ وړمه ورځ مشکلات لرل او مثبت ټکي هم ول، دا ټکي لږ و یا ډېر وو موږ نه پر ږغېږو، چپیان وطن دوستان وو، سړی باید انصافاً خبره وکړي. تاسو ورشئ د اوسنیو تنظیمیانو په نسبت باندې دومره بلډینګونه خلقیانو او پرچمیانو لرل؟

همداسې طالبان درواخله، د دوی په وخت کې هم له افغانستانه جنګ بالکلیه ورک نه شو.

د طالبانو په وخت کې دا سهي ده چې امن و، دا سهي ده چې غلا نه وه، دا سهي ده چې رشوت نه و، مګر ژوند بیا یوازې له دغو ارزښتونو څخه عبارت نه دی، نورو شیانو ته هم اړتیا ده، له نړۍ سره اړیکې، له نویو علومو سره اشنايي، په کور دننه د مهاجرو ځای پر ځای کول دا مهم دي خو هغه وخت نه وو.

همداسې که اوس هم له دومره حبه کار واخلو چې ووایو، اوسنی نظام بېخي جوړ او بېخي کمي و کاستي نه لري، نو دا علمي نه ده، که یې کمي و کاستي نه درلودای نو جنګ به نه وای.

که هر څو موږ دا جنګ بل چاته متوجه کړو او له انصافه کار وانخلو، بیا ووایو چې که مو جغرافیه په بل ځای کې وای، پاکستان مو خوا ته نه وای، زموږ به هېڅ مشکل نه وای، خو داسې نه ده.

دا سهي ده چې ایران، پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه زموږ په مسئله کې دخیل دي او دلته ګټې لري، ولې زموږ د ډېرو مسایلو ریښه افغاني ده.

هغوی جوړ حکومتونه دي، دا یې تشخیص کړې ده چې ستا کمزوري په کوم ځای کې ده؟ او قوت دې په کوم ځای کې دی؟

هغه ستا هر څه ګوري، او حتی د خطر ځای ته دې متوجه دي، اوس خطر خو دوی ایجاد کړی نه دی، خطر خو زما و ستا تسلسل دی. له مطلق شاهي څخه مشروطیت ته راووتو، له مشروطیت څخه کورني جمهوریت ته راووتو، له کورني جمهوریت څخه چپي د ثور انقلاب راووت، له دې وروسته د مجاهدینو (دې کې شک نشته چې جهاد ډېره ستره کارنامه وه خو ولې دا ونه ساتل شو، ځکه همېشه دوې مرحلې وي، د اخیستلو مرحله، د ساتلو مرحله، د ازادۍ اخیستل ډېر ګران دي خو افغانانو ځانته اسانه کړې تر هر چا یې ښه اخیستې، خو په ساتلو کې یې کمزوري یوو.) هغه حکومت راغی چې دوهم هجرت یې راوپاراوه او کابل یې ړنګ کړ، مجاهدینو نظام راوست خو خپله صدراعظم او جمهوررییس سره په جنګ ول. د کابل شرق و غرب د یوه سړي په لاس کې نه وو، بیا وروسته طالبانو ډېرې قربانۍ ورکړې، ښه ښه کارونه یې وکړل، نیمګړتیاوې یې هم درلودې، خو خپل ښه کارونه یې ونه ساتلای شوای.

پر دې نه ږغېږو چې هغوی له څه شي څخه راخراب شول، داخلي مسایل وو که خارجي وو؟ مېلمانه دلته وو؟ له امریکا سره مشکلات وو هرشی چې و له هغه تېرېږو.

اوسنی نظام داسې دی، دا خو ساتل نه دي چې زموږ هره ورځ خبرساز ټکی او د خبر سرخي همدا وي چې دومره افغانان ووژل شول…

دا که د اسلام په نوم وژل شوي، که علیه اسلام وژل شوي، که شهید ورته ووایې که مړی ورته ووایې، خو انسان دی، افغان دی او وژل شوی دی.

میراث یې یو څو خاص شیان دي، محرومیت، فقر، جهل، کونډه، یتیم…

موږ په خپل وطن کې راز- راز کونډیانې لرو، د اسلامي غزاګانو پر وخت کونډیانې هم لرو، له روسانو او چپیانو سره د جنګ کونډیانې هم لرو، د هغه وخت د حکومت پلوه او مهاجرو خلکو کونډیانې هم لرو، دا اوس هم، داسې کونډې او یتیمان هم شته چې د مې��ه یا پلار یې حتی قاتل نه دی معلوم، داسې هم شته چې خارجیان یې وژني، سپي ور ایله کوي، کور ته ور اوړي، داسې هم پېښېږي چې یو څوک په مسجد کې وژل کېږي، د جاسوس په نوم وژل کېږي، بې محکمې وژل کېږي….

ګورئ! جهاد قبیح بذاته دی او حسن لغیره دی. په خپل ذات کې هر جنګ منفي دی. یوازې هغه مقدسه جګړه چې هغه نتیجه ورباندې د ازادۍ، خپلواکۍ یا عدالت مرتبېږي، هغه د خپلې نتیجې په خاطر باندې د توجیه وړ ده، خو لیمیټ او محدودیت لري.

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *