په اسلامي نړۍ او افغانستان کې د بحران عوامل/ وړاندي کوونکی: مولوي وکیل احمد متوکل/ شپږمه برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
سروش: مولوي صاحب! ما په اول ځل ستاسې خوږې خبرې واورېدې او تر ټولو مهمه دا چې له یو دیني عالم څخه مې ډېرې ښې خبرې واورېدې، زموږ یوه مهمه ستونزه دا ده چې که زه د کندهار مثال ورکړم نو هلته موږ پنځه وخته لمونځ ته ځو، نو یوازنی کس چې موږ ډېر احترام ورته لرو او زموږ پر ژوند ډېر تاثیر لري هغه د مسجد ملا دی.
هغه کله- کله داسې خبرې کوي چې تاسې ته هم معلومې دي، مثلاً آبله ورځ ما پر انټرنیټ باندې کتل چې په کندهار کې یوه اسلامي راډیو ده، که ټولنه ده، د کرکټ په اړه یې فتوا ور کړې وه، ډېر اسانه یې ویلي وو چې کرکټ په لهو لعب کې راځي او دا حرام دی؛ نو ما ویل چې زموږ یوه ستونزه دا ده چې زموږ ټولنه داسې خلکو ته احترام لري چې هغوی په ډېرو مسایلو نه پوهېږي، دوی ځای پر ځای فتوا ورکوي او ځای پر ځای فیصله کوي؛ زموږ دغه ستونزه به کله حلېږي؟ ځکه ملا زموږ پر ژوند ډېر تاثیر ګذاره دی خو هغه چې موږ ګورو نو تر ډېره حده صحیح نه دی روان….
ځواب: دغه بلا یوازې په یو څو مملکتونو کې نازله ده چې متاسفانه دیني مدرسه او مکتب سره جلا دي او دا هغه هېوادونه دي چې د انګرېزانو د سلطې منطقه ده، دا هېوادونه بنګله دېش، هند، پاکستان او افغانستان….
هلته سکول او مدرسه ده، دلته مکتب او مدرسه ده، ولاړ شه نژدې پخواني فارس او ننني ایران ته، هلته ټول مدارس ورته وايي او هلته په مدرسه کې د هر فن له پلوه تاسې داسې احساسولای شئ چې تاسې اشباع کولای شي.
دوه جریانونه نه دي، حتی په قم کې هم دا وضعیت دی، دننه په قم کې ضروري شیان په کې شامل دي، له هغه ځایه چې د دوی ملا راوځي، نو په فرانسوي او انګرېزي خبرې کولای شي.
عربو ته ولاړ شئ، په ټولو عربو کې دوه تعلیمي جریانونه نه دي، یو واحد جریان دی چې مدارس ورته وايي، ابتدايي مدارس، متوسطه مدارس او عالي تعلیمات بیا وروسته ورته برابرېږي چې جامعه یا پوهنتون ورته ویلای شو.
دلته دا سیسټم ځکه و چې د انګریزانو سیاسي خبره وه، چا چې دلته د هغوی پر وړاندې جهاد او پاڅون کاوه، دوی غوښتل هغوی کمزوري او تخریب کړي، دا تخریبول یې دوه ډوله وو، یا دا چې له ټولو سره وجنګېږي یا حکمت ورته وکړي، حکمت یې دا ورته وکړ چې دوه تعلیمي جریانونه یې کړل، دلیل یې ورته دا راوړ چې دلته مختلف ادیان دي، سیک دی، مسلمان دی، هندوان دي نو زه د کوم یوه عقاید او دین په نصاب کې داخل کړم؟
دوی نو مکتب یا سکول ته ساینسي او د کتابت علوم شامل کړل او ویې ویل چې دیني زده کړې د هر دین د خلکو خپل خپل کار دی چې څنګه او چېرې یې زده کوي؟
دوی خو دا فکر کاوه چې دا به د وخت په تېرېدو غلي او کمزوري شي، خو دې کار یې برعکس نتیجه ورکړه ځکه چې دین د انسانانو غوښتنه ده، هغه خو د انګرېز د فیصلې لپاره دا نه شو پرېښودلای، نور ادیان څه کوو خو مسلمانان به راواخلو.
مسلمانانو د چندې سیسټم راوایست او مدارس یې لا تقویه کړل، مدارس یوازې دیني علم ته پاتې شول، نو اوس چې تا د کوم مولوي صاحب په اړه خبره وکړه، که اوس همغه وپوښتې چې ته کله طالب العلم وې، ډبره دې نه غورځوله؟ خوسی دې نه کاوه؟ نورې لوبې…. نو چې هغه دې کول او هغه روا ول او زما ناروا دي؟ خدای تر ضعیفه مومن قوي مومن خوښوي.
دا د صحابه وو اقوال دي او په حدیثو کې یې هم څرک شته، مومن له ضعفه د سپورټ په قوت په سالم مصروفیت وتلای شي، د دې په مباح والي کې خو شک نه شته، شاید په ډېرو حالاتو کې حتی چې اوس مستحب هم وي.
چې دوی نشې ته ځي، دوی اخلاقي فساد ته ځي خو له هغې نه یې راګرځوي او دا یو سالم مصروفیت دی، د هېواد لپاره یوه نېکنامي ده او سالم رقابت دی، زما په نظر خو دې خلا یا واټن ته هېڅ حکومت یا وخت نه دی پیدا کړی یا یې نه دي غوښتي چې پاملرنه ورته وشي.
زموږ په وخت کې هم توجه ورته وه خو امکانات نه وو چې عملي یې کړي، نو هغه وخت مدارس مدارس پاته شول او مکاتب مکاتب پاته شول، موږ اوس یوه هڅه شروع کړې ده، خو دا صرف نمونه ده، مدرسه مو جوړه کړې او مکتب مو جوړ کړی، مدرسې ته مو دنیاوي علوم ورزیات کړي او مکتب ته مو دیني علوم. د لباس اندازه، صنف تنظیم دا ټول شیان یې یو دي، نشان یې هم یو دی.
موږ تدریجي کار شروع کړی مګر اوس هم موږ مدرسه او مکتب ورته وایو.
حقیقت دا دی چې که مدرسه په پښتو کې ټکي په ټکي معنا کې، د ښوونځي معنا ور کوي، که مکتب معنا کړئ نو لیکتون یا ځای د کتابت. موږ یې په پښتو کې درسته وایو، یعنې ښوونځی، ښوونځی د مدرسې معنا ورکوي او عام هم دی، مګر کتابت خو فن دی، درس عام دی د هر شي زده کړه، دیني علوم، عصري علوم دا ټول په کې راځي.
زما په نظر بالاخره یو حل یې دا دی چې یو وخت یو حاکم راشي او دې ته توجه وکړي نو یا باید مدرسه ورته وویل شي، تعلیمي جریانونه وکړي هم په لومړنیو هغو کې هم په لوړو زده کړو کې، په تعبیر کې یې مشکل نشته، که ښوونځی ورته وايي، که ښوونځی کاروې، نو همغه د مدرسې ټکی دی، خو چې یو ټکی وي.
موږ داسې کوو، د خپل مکتب هلکان په موټر کې سپاره کړو، بویې ځو مدرسې ته، زه قصداً دا کار کوم چې اذان هم په وکړم، امامت هم په وکړم او بیا وروسته دیني موعظه ورکړي، دا کار د مکتب په هلک کوم، هغه د مدرسې شاګردان کله حیران شي چې دا خو داسې دي لکه موږ!
بله ورځ د مدرسې شاګردان بوځم، هلته په انګریزي تقریر ورته وکړي، کمپیوټر ورته شرح کړي، د مکتب هلکان حیران شي چې دا خو د مدرسې خلک دي دوی څنګه دا هر څه زده کړي دي؟
دا خو یې نمونه ده، مګر په ملي سطحه غواړو چې پر دې سرمایه ګذاري وشي او تر ډېره حده دا واټن کم شي، دا جنګ چې نن هم دی، پرون هم وو او سبا به هم وي، تر ډیره یې له نورو عواملو سره یو دا هم دی چې واټن پروت دی، مکتب او مدرسه ډېر لرې حساب شوي دي.
یو یوازې علمي دیني، او بل یوازې علمي عصري.
دا دین خو یوازې د ملا نه دی، دا د هر مسلمان دین دی، خدای د ټولو مشترک دی، شرعیت د ټولو مشترک دی، هم باید ډاکټر مسلمان وي او هم باید په دنیاوي شیانو پوه وي، وچه فتوای ورنه کړي.
ډاکټر توپان وزیري: یو اسلامي سیاسي ګوندونه دي لکه په پاکستان کې جمعیت علمای اسلام، جمعیت اسلامي، همدا رنګه په ترکیه کې، په افغانستان کې جمعیت اسلامي، هغه چې پر ټاکنو او سیاسي مبارزه باور لري، یا په بنګله دېش کې یو شمېر سیاسي ګوندونه، په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې خو بیا هم هغه کسان حاکم دي چې نظامونه یې دیکتاتوري دي، په هر صورت… له بلې خوا څخه هغه سیاسي حرکتونه دي لکه داعش، القاعده، النصره او نور، هغه چې پر خلافت یا پر جګړې باور لري.
څنګه هغه ګوندونه چې ټاکنې غواړي په اسلام کې یې څنګه توجیه کوي چې ټاکنې یو بهتر نظام دی او یا جنګي ډلې یې څنګه توجیه کوي چې خلافت بهتر نظام دی او جګړه باید وشي.
دا یې یو او دوهم دا چې د جغرافیې په لحاظ په نړۍ کې تر ټولو زیاته سیمه د اسلامي هېوادونو ده او ډېر وګړي هلته ژوند کوي، علت یې څه دی، ولې د اسلامي نړۍ د ټولو هېوادونو پرمختګ د اروپا د یو هېواد هومره نه دی؟ اروپايي هېوادونه، بریتانیا ډېر کوچنی هېواد دی، جرمني، یا هالنډ، یا سویډن کوچني هېوادونه دي مګر هغوی پرمختګ لري. هغوی ټکنالوژي لري، هغوی خود کفا دي، موږ بیا هم په خپل منځ کې په جګړه او بدبختۍ اخته یو، که تاسې یې له ترکیې څخه راواخلئ بیا تر اندونیزیا او بیا منځني ختیځ، جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا پورې یې هېڅ داسې مثال نه شو ورکولای، ترکیې هم که یو څه پرمختګ کړی نو له اروپا سره یې پوله ده او ډېر هغه نظام په کې و چې مذهب یې په سیاست کې ډېر حاکم نه و او زما هدف هم له سیکولرزیم څخه هغه نه دی چې مذهب خدای مه کړه ټول له سیاست څخه جلا کړي، لکه څنګه چې وختي تاسې ورته په خبرو کې اشاره وکړه، خو بیا هم هلته د مذهب تاثیرات کم وو او د هند په هغه ځای کې چې مسلمانان اوسېږي، هغه ډېر خوار، ډېر پاتې او ډېر چټل دي…. او په هغه ځای کې چې هندوان دي، هغه په نسبت د دغو مسلمانانو بهتره دی د اوسېدو لپاره، د ژوند شرایط یې بهتره دي، خلک یې هم په خپل منځ کې یو پر بل باندې وصیله لري یو پرمختګ احساس کېدای شي، دا د دې معنا نه لري چې د هند حکومت نو د هندوانو سیکانو لپاره خاص شرایط اماده کړي دي، کېدای شي ځینې خلک داسې ووايي، خو نه د هند حکومت بیا دومره نه شي کولای چې خاصو منطقو د هندوانو او سکانو ته اسانتیاوې برابرې کړي، هلته معلوم فرق همدا دی چې د مسلمانانو سیمې وروسته پاتې او د دې نورو پرمختللې دي.
اساسي علت څه شی دی چې مسلمانان ولې داسې په بدبختۍ کې دي؟ که تاسې دا امریکایان لکه څنګه چې د افغانستان د مسئلې پړه مو یوازې پر پاکستان وا نه چوله او ومو ویل چې په دې کې یوازې د پاکستان لاس نه دی او دا مسئله درسته هم نه ده، په موږ کې خپله مشکل شته، په اسلامي نړۍ کې خپله مشکل شته، په افغانستان کې پخپله مشکل شته، دا سهي ده چې هغوی له دې موقعې څخه په استفاده نور هم کش ور کوي.
دریمه مسئله هغه د تحریک په هکله ده، دا په تحریک کې کوم مدیریت دی چې تر اوسه د دوی له ایجاد څخه په دوی کې که د القاعدې سازمان غړي دي او که ازبک اسلامي تحریک دی او که د پاکستان طالبان یا د باجوړ او نورو سیمو دي، دوی ټول بیعت امیرالمومنین ملا محمد عمر ته لري، ولې سرکشي ونه شوله؟ دا مدیریت څوک کوي؟
ځواب: خدای دې وکړي چې زه ستا پوښتنو ته سم جواب وویلای شم، القاعده د بېز یا بنسټ په نامه هغه وخت رامنځته شوه چې د جهاد لپاره به خواره واره عرب راتلل او بیا به یې ځینې ورکېدل، یو به وهابي و، بل به مذهبي و، نو عبدالله عزام شهید د فلسطین و، هغه ورته دا بنسټ کښېښود او ورته یې وویل چې تاسې باید دلته راشئ چې باید زه یو لنډ تعلیم درکړم، تر څو هلته ولاړ شئ د هغوی په طریقه واوسئ ځکه هغوی مذهبي خلک دي، څنګه چې پر لمانځه دوی لاسونه کوم ځای ږدي تاسې یې هم ږدئ، تاسې لاسونه پورته کوئ هغوی یې نه کوي، نو باید تاسې هلته په تلو دا هم ونه کړئ، بل دا چې ادرس به ورسره و چې پلانی له پلاني سره ولاړئ، دغه بیس دغه بنست د القاعدې په نوم ونومول شو، کله چې دا جهاد خلاص شو، دې قاعدې خپل مخ د امریکا و خوا ته واړاوه، هغه امریکا چې د عبدالله عزام ځای ناستي اسامه بن لادن ته یې هیرو ویل، هغه هیرو بیا تروریست شو، ځکه چې له دوی سره واووښت، او هغه عوامل معلوم ول چې په ختیځ کې د هغوی پراخ حمایت له اسراییلو سره وو او له عربو څخه یې کرکه وه.
القاعده خو د خلافت لپاره یو نړیوال باور لري، داعش یوه نوې موضوع ده، ډېر به نه پر ږغېږو ځکه چې مطبوعاتو دا مسئله هغه دی ګرمه را اخیستې او د خلافت فکر لري، دا وجه ده چې د یو سني او عیسايي طیاره نن ځي او د خپل مسلمان پر سر بمبار کوي.
ځکه چې ده کار په ودرلود، په واکمنۍ باندې، چې زما دا خلافت دی، ما نه دي اورېدلي چې تر کومه ځایه صادقه ده که نه ده، وايي چې د طالبانو په باره کې چا پوښتنه ځنې کړې وه یا د القاعدې په باره کې نو یې ورته ویلي وو چې القاعده ځکه ښه خلک نه دي چې دوی هغه وخت له ملا صاحب سره بیعت کړی و او ملا صاحب ځکه ښه سړی نه و چې دوی یو. این ته خپل استازی لېږلی و، هغه کفري نظام په رسمیت پېژندلی و چې خپل مجاهد صاحب یې ورته نماینده کړی و.
خو بیا هم سره د دغو ټولو بدیو، د افغانستان د ولایت لپاره تر طالبانو ښه خلک نشته، ایجنډا یې فرق لري، د طالبانو اجنډا ملي اجنډا وه، دوی کولای شوای چې خلیفه المسلمین یې اعلان کړی وای، ولې یې د افغانستان اسلامي امارت کښېښود او امیرالمومنین یې وټاکه؟ دا ځکه چې عملي نه وه او محدوده جغرافیه وه، په چمن کې موږ سلطه نه درلوده، دا یې لنډه خوا.
د ازبکستان خبره تا وکړه، پر هغه هم ډېر نه ږغېږو، یو دوه درې سرکرده رهبران یې نن په دنیا کې نشته، هلته یې هم عوامل ډېر دي شاید ډېره غټه تبصره وغواړي، داسې نه ده چې هر مسلمان هر ځای دی خوار دی، داسې نه ده، داسې هم نه ده هر غیر مسلمان چې هر چېرته دی هغه ښه دی.
د اغلبیت خبره ده، دا زه منمه، اروپا اکثره غیر اسلامي هېوادونه دي او ښه ورځ لري.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۴) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۲۳\ ۱۳۹۴