ګرځندویي (Tourism)/ خالد نجیم/دوهمه برخه/ راپور:عصمت الله بهير
نړيوال سازمان:
د ګرځندوی سازمان UNWTO د رامنځته کېدو هدف په نړۍ کې د ګرځندوی برخې ته وده ورکول دي، چې د هېوادونو او ان د نړۍ اقتصادي پرمختګ ور سره تړلی دی.
دغه سازمان ۱۰۶ رسمي غړي هېوادونه لري او ترڅنګ يې ۱۵۸ موسسې، ټولنې او نور څه هم پکې دي، مرکز يې د اسپانيا په مادريد کې دی.
د همدې سازمان د وروستيو راپورونو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې کابو يوميليارد او ۳۰ ميليونه وګړو د توريزم په هدف خپل هېوادونه پرې اېښي دي.
په ۲۰۱۳ کال کې د هغو صادراتو له درکه چې ګرځندويانو له ځانونو سره ايستلي د ۱،۴ ټريليونه ډالرو ارزښت لري. ۲۱۸ ميليارده ډالر د ګرځندويانو له تګ راتګ يا د انتقالولو له لارې په نړۍ کې په حرکت شوي دي. په ټوله کې د ګرځندوی له درکه ۱۱۵۹ ميليارده يا يو ټريليون او ۱۵۹ ميليارده ډالر په حرکت شوي يا يې عوايد دي.
په اوسني وخت کې ګرځندوی تفرح او ګرځېدل نه دي بلکې په يوه ستر اقتصادي فعاليت باندې بدل شوی ځکه چې ګڼ هېوادونه دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په ۲۰۱۳ کال کې نوملړ ځانګړې پاڼه
د ګرځندوی ډولونه:
په ټوله کې ګرځندوی په دوو برخو وېشل کېږي: په کور د ننه ګرځندوی ـــــ بهرنی ګرځندوی، چې يا له بهره راځي او يا بهرنيو هېوادونو ته ځي.
په کور د ننه د خپل هېواد کسان له ځينو مهمو ځايونو ليدنه کوي، له يوې سيمې بلې ته ځي، بيا له يوې سيمې څخه بلې ته عوايد لېږدوي خو بهرني له هېواده د باندې نورو ملکونو ته سفر کوي.
- تفريحي ګرځندوی، چې په نړۍ کې تر ټولو مشهوره ده.
- محيط پېژندنه: له طبیعت نه خوند اخستل ځمکې پېژندل.
- له وحشي او ژونديو ژويو ليدنه.
- د ناسپړل شويو ځايونو ليدنه.
- ورزشي يا د نړيوالو لوبو تر سره کول.
- فضايي توريزم، چې نوې بڼه ده او د روسيې د فضايي اژانس او د ناسا له لوري تر سره کېږي که يو څوک غواړي فضا وګوري ۱۰ ميليونه ډالر بايد ورکړي.
- روغتيا په هدف يا د درملنې ګرځندوی: چې هورې د ناروغيو تشخيص او درملنه کېږي.
- مذهبي ګرځندوی، حج، کربلا، بودايي زردشتي پيرون زيارتونه کوي.
- سوداګريز توريزم: د توکو اخیستل او پېرل.
- ليدنې او په ځينو پروګرامونو کې د ګډون توريزم.
- بزګري، چې له دې درکه توريستان ځانونه د هېوادونو له کرکيلې او کرنېزو محصولاتو او د هغه له لارو چارو خبروي.
- د خپل نسب لټول، له خپل پلرني ټاټوبي ليدنه او په اړه يې معلومات تر لاسه کول.
- کلتوري توريزم، چې په اوسني وخت کې ورته ډېر پام کېږي او مينوال يې هم ډېر دي، چې د توريزم له نورو برخو سره هم اړخ لګوي. د ابدو، موزيمونو ارشيفونو او نور ځايونو ليدنه.
- تحصلي توريزم، چې اوس په نړۍ کې لويه برخه جوړوي او ډېر مينوال لري، کنفرانسونو کې ونډه اخستل او يا هم زده کړو ته دوام ورکول.
- قمار توريزم: کازينو ګانو نايټ کلپونو او نورو ته تلل، چې په دې کې په نيوجزسي کې اتلانتيک په کلفرنيا کې پالم اسپرينګ او نور ډېر نامتو دي.
- د لوبو او سرګرميو په هدف ځينو هېوادونو ته سفر
توريزم په افغانستان کې
په افغانستان كې ګرځندويي په زيات ډول د ۱۹۷۰ كلونو په جريان كې خپل لوړ حده ته رسېدلې وه. له نوي زرو څخه زياتو سيلانيانوله افغانستان څخه ليدنه وكړه، چې د دې هېواد په فرد پورې تړلې ښكلا تماشا كړي او د نړۍ د مېلمه پاله ملتونو له ډلې څخه د يوه مېلمه پال ملت خلك تجربه كړي.
د تلې میاشتې څلورمه نیټه د ګرځندویۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په افغانستان کې دغه ورځ د لاسي صنایعو د نندارتون او افغاني اصیلو خوړو په پرانستلو سره کله ناکله لمانځل کېږي.
د توریزم یا ګرځندوی صنعت په سیمه او نړۍ کې تاریخي سابقه لري او یو مهال افغانستان له دغه صنعت څخه هر کال ميليونونه افغانۍ تر لاسه کولې چې د ملک ډیری مالي ستونزي به پرې هوارېدې.
د ګرځندوی یا توریزم صنعت یوه بله ګټه دا ده چې د نړۍ د بیلابیلو سیمو خلک د یوې او بلې سیمې په دود ، دستور، فرهنګ، کلتور او عقایدو خبروي او له دې لارې د نړیوالو پام یوې او بلي سیمې ته را اوړي.
دې ته په پام سره چې افغانستان هم د ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرونکي هیواد په توګه تر کورنیو جګړو دمخه د ګرځندوی له مدرک څخه په ملیونونو افغاني ترلاسه کولي اوس هم کولای شي چې دغه صنعت ته یو ځل بیا وده ورکړي او له دې لارې د عوایدو د تر لاسه کولو سربیره نړیوالو ته د افغانستان او افغانانو هغه ریښتینی انځور هم وړاندي کړي چې دمګړی نړیوالو ته زموږ د جګړو تر تور غبار لاندي پټ او تت وړاندي شوی دی.
که څه هم په افغانستان کې د ګرځندوی د ادارې له جوړیدو څه باندې پنځوس کاله تیریږي او افغانستان له څو لسیزو راهيسې د ګرځندوی د نړیوال سازمان غړيتوب هم لري خو بیا هم د افغانستان ډیری لرغونې سیمي د ګرځندویانو له لاسرسي لرې پاتې دي او یوازي د یادو سیمو له اوسیدونکو پرته نور څوک د هغو سيمو ليدنه نه کوي.
زموږ ملي او سیمه ایز اقتصاد هم په روان حال کې د ګرځندوی له مدرک څخه د پام وړ عواید نه تر لاسه کوي.
په روان حال کې یو شمیرعوامل شته چې په افغانستان کې د ګرځندوی د صنعت پر وړاندي د خنډونو په توګه موجود دي:
د هیواد په یو شمیر سیمو کې نا امني، د ګرځندوی په برخه کې د اړینو تبلیغاتو نه شتون، په معیاري کچه د مسلکي امکاناتو نه شتون، د توریزم په برخه کې د متخصصینو نه شتون، د توریستانو د جلب او جذب د مرکزونو نه موجودیت او د توریستانو لپاره د حمل او نقل د منظمو سیستمونو نه شتون هغه عوامل دي چې له افغانستان څخه یې توریستان زړه توري کړي.
پورتني لاملونه په یو ځای کیدو سره په افغانستان کې د تور یزم د صنعت پر وړاندي د یوې عمده ستونزې په توګه پراته دي او له دغې لارې څخه یې زموږ ملي بودجې ته د هغو پیسو د ورتګ مخه نیولي چې باید د ګرځندویۍ له مدرک څخه زموږ نصیب شوي وای.
خو که په افغانستان کې د ګرځندوی ودې ته پام وشي نو د نويو موندل شويو طبعي زېرمو او کانونو په پرتله به يې افغانستان ته ګټه ډېره او همېشنۍ وي. د ګرځندوی د ودې لپاره بايد د ښوونځيو په درسي نصاب کې يو مضمون ور زيات شي او په انستيتوتونو کې يو ډيپارتمنت ور زيات شي، چې دا زموږ او ستاسې دنده ده، چې په کلتور وزارت يې ومنو.
په ۲۰۱۵ کال کې تر اوسه کابو ۷۰۰ بهرنيو سيلانيانو له افغانستانه ليدنه کړې او تېر کال له دې درکه چې بهرني او کورني سيلانيان پکې راځي افغان حکومت ۷۰ ميليونه افغانۍ بودجې ته اچولې دي.
خو په تېرو ۱۴ کلونو کې هم ورځ تر بلې دا برخه کم رنګه شوې او د ليدونکو شمېر کم شوی دی.
نور بيا…
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴