د روښانتیا

وړاندي کوونکی: څېړندوی عبدالغفور لېوال\ دوهمه\ برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

اوس روښانفکر چاته ویلی شو؟

د روښانفکر ځانګړنه د انساني ژوند د شرایطو په اړه د لوړو ارمانو او ټاکلیو اهدافو لپاره د تعهد او مسوولیت ټاکل او عملي کول دي.

یوازې په ارمان نه کېږي چې ووایو زه ارمان لرم له کابل نه نیویارک جوړ شي، دا ښه ارمان دی، خو د دې لپاره د تعهد او مسوولیت د حد ټاکل یو ډول روښانفکري اکټ دی.

بیا هم وایم چې د تعهد او مسوولیت مسئله د روښانفکرۍ لپاره تر ټولو ډېره مطرح ده، ځکه موږ د افغانستان د پرمختګ لپاره خیالي ارمان لرلای شو، اما له روښانفکر سره مو فرق په همدې کې دی چې هغه دې ارمان ته د رسېدو لپاره ځان په کار مسوول ګڼي، د مسوولیتونو د ویش په فکر کې دی او د ارمان پوره کولو ته تعهد لري.

روښانفکر ټاکلی فکري او علمي هدف لري، دې هدف ته د رسېدو لپاره فردي او ځاني ګټې، باورونه او ارزښتونه له پامه غورځولای شي.

پر دې خبره به لږ تم شو چې موږ روښانفکر نه لرو، په افغانستان کې موږ روښانفکر نما لرو، دا نو هغه تحصیل کرده ګان دي چې د روښانفکرانو اکټ کوي، دوی د افغانستان لپاره د یو ښه ایډیال د درلودلو او روښانفکرۍ دعوه کوي، خو چې ویې ګورئ دی به د شیعه ایزم، پښتونیزم، تاجکیزم، د خپلې څوکۍ او نورو وړو وړو بندونو په حصار کې پاتې وي.

نه به هغه خپل تعهد ورسره مطرح وي او نه هم د تعهد د عملي کېدو او روښانفکري ارمان ته د رسېدو اوږده پروسه.

خو په واقعي معنا روښانفکر له دې ټولو شیانو تېرېږي او لوی هدف یعنې اجتماعي او فکري ارتقا، فلسفي لوړتیا، د پوهې پرمختګ، له نفاق او غربت څخه د ټولنې راایستلو ارمان ته د رسېدو لپاره ټول شیان نفي کوي.

روښانفکر چې د علمي تحلیل پر بنسټ یوې پایلې ته ورسېد، بیا نو که د ټولنې ټولیز بهیر یوه لوري ته و، دی باید خپل لوری ونیسي، ولو که دا جهت د ټولو پر خلاف وي.

که زه اوس تاسې ته ووایم پښتونواله یو غلط دود دی، تاسې به را سره جنګ وکړئ، ځکه په افغانستان کې ۱۷ ملیونه پښتانه دا پښتونواله مني او ته یې ولې نه منې؟؟

که زه په حقه یم نو باید ستاسې د اوولس ملیونه وګړو په مقابل کې ودرېږم.

په اروپا کې د کلیسا د مطلق حاکمیت پر مهال همدغسې یو وضعیت و، هلته لا له دې خلاف تصور ګناه ګڼل کېده.

کله چې روشنفکران پیدا شول او په مخالف جهت کې یې حرکت پیل کړ له ډلې یې سم نیمايي تر ګیټونونو پورې ورسول، په صلیب یې وخېژول او سرونه یې ترې قلم کړل.

د کشیشانو د شکنجه ځایونو په اړه ما په یوه مقاله (شکنجه) کې کیسې کړې دي، هېڅ به یې تصور ونه کړئ.

اما روشنفکرانو ویل دا هر څه مو قبول دي، ځکه موږ پوی شوي یوو چې کلیسا د دې ټولو بدمرغیو لامل ګرځېدلې.

که تاسې هم دا حس کړه چې له دین څخه دغه اوسنی تفسیر سم نه دی، نو ته به دا جرئت حس کړې چې په مخالف جهت کې یې ولاړ شې؟ په داسې حال کې چې دیرش ملیون افغانان دې په مقابل کې ودرېږي.

یا ته په دې فکر کوې چې د افغانستان د بازار اقتصاد موډل او سیسټم له یوې مخې خراب دی، له امریکا راوړل شوی او دلته تطبیقېږي، هو هلته یې هېوادونه رسولي، خو په افغانستان کې له هوسه خالي ستا علمي څېړنې ثابته کړه چې ګټه نه لري، بیا دې ثابته کړه چې دلته سراسري اقتصاد ته اړتیا ده، نو اوس که دیرش میلونه خلک د بازار اقتصاد مني، ته به د سراسري اقتصاد د منلو جهت ورپورې نیسې.

د روښانفکر خصلتونه

روښانفکر په عمومي ډول لاندې خصلتونه لري:

سیاسي روښانفکران پخپله سیاسي مقام او منصب نه مني.

په دې کې یوه خبره ده او هغه دا چې که سیاسي روښانفکر پر منصب کېناست، خپل منصب توجیه کوي، نو بس له روښانفکرۍ څخه ووت، اوس چې سپنتا ځان مړ کړي روښانفکر نه دی، دی ډېر د روښانفکرۍ اکټ کوي اما د دولت مامور دی ( په سپنتا پسې د کرزي د امنیت شورا د مشاورت پر مهال دا خبر شوې وه.)

دی په انټلیکچولیزم تر ټولو ښه پوی، خو مجبور دی چې د کرزي د حکومت ټول کارونه توجیه کړي، انتقاد نه شي کولای، حال دا چې د روښانفکرۍ تر ټولو لویه وسیله رغوونکی انتقاد دی.

بیا هم وایم د روښانفکر یوه خصیصه دا ده چې د قدرت برخه نه ګرځي، ځکه هغه روښانفکر چې د سیاست په مرسته څوکۍ ته ورسېد، سیاستوال شو نه روښانفکر. دی په دې حال کې د نیوکې او رغنده نظریاتو واک له لاسه ورکوي.

روښانفکران له هغو سیاسي ډلو سره هېڅ په سیاسي تشکیلاتو او یوه کټګورۍ کې نه شي راتلای چې له ده سره همنظرې دي.

مثلا یو سړی ډېر رغنده انتقادي نظریات او طرحې لري، خو په عین وخت کې په همدې هېواد کې یو حزب هم هوبهو د ده نظریات عملي کوي، بیا هم دی یې باید په تشکیلاتو کې رانشي، بلکې دی باید د دغه حزب فکري انجن پاتې شي، تر څو دا ګوند په ځان پسې راکش کړي، اما ضرور نه ده چې همدا روښانفکر دې د دې ګوند رهبر هم وي.

دا د دې لپاره چې که ګوند هم لږه پښه کږه کېښوده، نو دی باید پرې انتقاد وکړي او د انتقاد کولو لپاره یې پښې په کوم تشکیل تړلې نه وي.

له ګوندونو سره د روښانفکرانو رابطه دا ده چې دوی ګوندونه له فکري پلوه رهبري کوي، نه له تشکیلاتي پلوه.

مثلا ژان پل سارتر د فرانسې د کمونیست ګوند غړی و، اما ټول عمر د مارکسیزم او لنینیزم منتقد پاتې شو، یو وخت خو داسې هم راغی چې فرانسې تصمیم ونیو چې سارتر له خپله وطنه وشړي.

سیمین دوبوار د هغه معشوقه وه او د سارتر بیوګرافي یې هم لیکلې وه، د ده په خاطراتو کې وايي، سارتر د فرانسې د سوسیالیست ګوند له بنسټ ایښودونکو څخه و، خو د ګوند رهبري د ده له لاسه پوزې ته راغلې وه او ده به هر وخت انتقاد پرې کاوه.

ده به ورته ویل زما په انتقاد مه خپه کېږئ، ځکه زه دا کار د دې لپاره کوم چې تاسې بریالي او لا پیاوړي شئ.

د روښانفکر لیدلوری د راتلونکې پر خوا وي، له ماضي څخه په زده کړه د نن له امکاناتو څخه د سبا لپاره کار اخیستنه د روښانفکر دنده ده.

روښانفکر ته ماضي یوازې و یوازې د تجربو له مخې مهم دی، نور یې پر وړاندې دا شیان هېڅ تقدس نه لري.

زموږ په افغانستان کې هم یو مهم مشکل همدا دی چې موږ ټول خپلې ماضي ته پر سجده پراته یوو.

همدا اوس زموږ په علومو اکاډمۍ کې یوه لویه بشري قوه په دې مصروفه ده چې د پاني پت په جګړه کې څومره اسونه وو؟؟

یو وايي په دې جګړه کې دوه زره پنځه سوه شپېته اسونه وو، بل وايي دې سړي ته چا سر محققي ور کړې؟ هلته دومره اسونه نه وو بلکې دوه زره پنځه سوه څلویښت اسونه وو.

بس پر همدې مسئله د دوی اختلاف دی، دا زموږ د ټولنې ظاهر دی او په انټلیکچولیزم کې چې د علومو اکاډمۍ سرمحقق په روښانفکرانو کې رانشي نور به څوک راشي؟

ښه بله نادره درته وکړم، په هرات کې یو سیمینار ته بلل شوی یم چې هلته پر همدې مسئله بحث دی چې احمدشاه بابا په ملتان کې زېږېدلی و که په هرات کې…

پنځوس- شپېته زره افغانۍ یوازې پر ټکټونو لګي اوس دا زموږ تر ټولو ستر اختلاف دی.

خو روښانفکر ته همدا اوس تېره شوې لحظه هېڅ ارزښت نه لري غیر له دې چې دا یوه تجربه ده.

دوی وايي د همدې شېبې له تجربې به زده کړه کوې، همدا اوس به پرې عمل کوې تر څو سبا دې روښانه شي، که خپله سبا دې هم ښه نه شي نو باید دګاونډیانو او شاوخوا خلکو د سبا د روښانتیا لپاره به کار کوې.

روښانفکر د هر ډول ناپوهۍ، وروسته پاتوالي او خرافاتو پر وړاندې ولاړ وي، ولو که دا کلتوري یا حتی مذهبي تابوګان هم وي.

داسې لکه یو دود په کلتور کې ننوتی، هغه ستا د ټولنې د وروسته پاتوالي لامل دی، ته به یې په مخالفت را ودرېږې، هر څه چې در پېښ شول، پروا به یې نه لرې.

وايي، بختورې ټولنې هغه نه دي چې ډېر روښانفکران لري، بختورې ټولنې هغه دي چې خپل لږ روښانفکران وزغملای شي.

د سارتر یوه مشهوره مقوله ده: یک نه ای شرافتمند، به از هزار آری زبون است.

که یو سپین ږیري ځمکه غصب کړې، نو ورته وایې به چې کاکا ږیره دې سپینه ده، محترم یې خو دا کار دې ناحقه دی نه یې منم، نه دا چې ورته ووایې هوکې صیب هوکې صیب، ښه دې وکړل چې شاړه پرته ځمکه دې اباده کړه.

په دې خبره کې یو انکار بهتر دی، نه بې ځایه هوکړه. شرافتمنده نه د روښانفکرۍ خصلت دی.

ما مخکې د ټابوګانو خبره وکړه، ټابو هغه کلتوري- اجتماعي ارزښت دی چې په مقدساتو بدل شوی وي او ته یې نه شې ماتولای.

تاسو ته زه اوس ټابوګان نه شم درپېژندلای، زه درته ډېرې نیمې خبرې کوم، ما وبخښئ که بحث مې مبهم وي.

لنډه به یې درته ووایم چې روښانفکر د خرافاتو په وړاندې جبهه ده.

روښانفکر نوښتپال او موډرنیسټ وي او د موډرنیزم ډیر ساده مفهوم همدا دی چې د انساني ژوند د ښه والي په نوښت پسې هڅه همدا موډرنیزم دی.

زما چې یادېږي، یو وخت په افغانستان کې د لیکلو ټایپ ډېر لوکس شی و، موږ هم په کور کې یو دانه درلود ځکه چې پوهاند صیب دودیال زما مشر ورور ورسره بلد و اوټایپ به یې پرې کاوه.

هغه وخت موږ داسې فکر کاوه چې ګواکې په سیمه کې یوازې موږ اشرافیان یوو، ځکه ټایپ مو زده وو. ما به هم مکتب ته ګڼ شیان ټایپ کړي وړل، همصنفیان به راته حیران وو چې ته څه رقم ستر کارونه کوې؟

هغه وخته به ټایپ ماشین ډیر صفا لیکل کول، خو ټایپ جوړوونکي یوازې په خپله همدې اختراع اکتفا و نه کړه، خبره یې دا دی تر کمپیوټره را ورسوله او اوس موږ و تاسې ټول د کمپیوټر ټایپ کاروو.

له دې مې مطلب دا و چې د ښه لیکلو هڅه لا هم پای ته نه ده رسېدلې او روانه ده او د ژوند په نورو برخو لکه د جامو، ټرانسپورټ او نورو مسایلو کې هم دا حال دی.

یو وخت کې به خلکو ویل چې لوی او پرمختللي ښارونه هغه دي چې برقي بسونه په کې وي، اوس د هغې ځای میټرو نیولی دی. برکت یې دا دی چې ژوند مخل نه دی، بلکې تر نیمايي زیات نفوس له ځمکې لاندې مزل او سفر کوي.

وايي چې مسکو فرض یې کړئ څلویښت ملیونه نفوس لري، هره ورځ ورته ۱ ملیون خلک تګ راتګ کوي، اما شل ملیونه نفوس یې چې باید حرکت وکړي تر ځمکې لاندې په میټرو کې ورک دي، اوس په میټرو هم اکتفا نه کېږي، بلکې بولیت ټرین یې را وویست، دا لکه مرمۍ تا له کابله کندهار ته په څلویښتو دقیقو کې رسوي.

ته کولای شې چې په کندهار کې دې دفتر وي او کابل کې دې کور وي، هېڅ مشکل به ونه لرې د بولټ ټرین له برکته چې تر څو د سهار ورځپاڼه لولې، کندهار ته به ورسېږې.

یعنې په هر څه کې سهولت رامنځته کېږي، خو فکر ورسره تړل شوی نه دی بلکې همداسې روان دی.

همدا اوس یو ډیر وحشتناکه تخییل موجود دی چې انسانان به په الکټرونیکه وسیله بل ځای کې پرینټېږي.

روښانفکر اکتفا نه کوي، فکس ماشین بهترینه وسیله وه، ما کارولی او هرچاته مې چې ویلي باور یې نه دی کړی.

استاد اسد اسمايي راته له فرانسې نه یو ټکس را لېږلی و، کټ مټ همغه خپل خط یې راته په دوه درې دقیقوکې را ورسېد، اوس خو دا هر څه په شړق کې د کمپیوتر پر سکرین د نړۍ له هر ګوټ نه په یوه شېبه کې تر لاسه کولای شئ.

موډرنیزم همدې ته وايي، په خوراک، په کار، په صحي برخه کې، په جامو کې، په تخنیک کې په هر څه کې.

نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *