روښنايي غورځنګ

تاند- د روښنايي غورځنګ نن په یوه غونډه کې د برښنا شرکت بیلونه وسوځول او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي.

د روښنايي غورځنګ، چې د هزاره ګانو له لوري جوړ شوی، پر حکومت فشار راوړي څو د ترکمنستان د برښنا مزې د بامیان له لارې کابل ته وغځوي.

د افغانستان حکومت وايي چې د حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې وه چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي او که اوس دا مسیر بدل کړي نه یوازې دا چې په دې پروژه څو سوه ملون ډالره اضافي لګښت راځي بلکې شاوخوا ۳ کاله یې کار اوږدېږي.

روښنايي غورځنګ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دې لپاره چې حکومت د دوی د مظاهرو امنیت نه شي ساتلی، د برښنا د محصول د نه ورکولو او د مالیې د نه ادا کولو په شان مدني حرکتونه کوي.

دوی دا هم ویلي، که په دې ډول یې هم حکومت د خپلې پرېکړې بدلولو ته اړ نه کړ، له نورو شېوو به کار واخلي.

3 thoughts on “روښنايي غورځنګ د برښنا بیلونه وسوځول”
  1. د تیرو ۱۵ کلونو ناز او بیقاعدی صلاحیتونه همداسی توقعات د لیونتوب تر حده رسوی ، دا صلاحیتونه او پراخ اختیارات باید تدریجی او د جدی مراقبت او ارزیابی لاندی زیات شوی وی ، خو متأسفانه هغه کڅوړی چه د ایران سفارت ، ارګ ته ورکولی ، ارګوالو هم دی خلکو ته هر څه بی توله ورزیات کړل ، دی کڅوړو بی تجربی واکداران دومره مجذوب کړی وو چه د ملی ګټو او دمستقبل آفات یی تری هیر کړی وو.
    اوس دا په نامه روشنایی وال ، تیاری غوښتنی کوی او هغه څه ته کلک شوی چه اصلا دا کار د حکومت د متخصصینو او ملی ادارو کار دی نه د غیر ملی او بی لجامه ډلګیو.

  2. Salamooona
    Unfortunately because of karzi careless administration these people made un disciplined and now hard to control easy to control animals but these people including southern alliance hard to control so government has to follow up these traitors unless destroy the country and more dangerous than daghesh.

  3. فاسدو حکومتونو دې ته زمینه مساعده کړه چېاوس هر څوک او هر کار چې زړه یې وغواړي کولای شي ځکه چې په دې ملک کې دقانون جنازه څه ،چې آن فاتخه یې هم لا د مخکې اخیستل شوېده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *