افغانستان ته د امریکا راتګ ممکن په ځېنو نورو موخو پورې هم تړلی وي ؛خو یوه هغه یې په ډاګه ده چې باید په افغانستان کې دایمي پوځي حضور ولري، د همدې لپاره یې دغلته یوولس کاله ړنده جګړه وکړه.

د امریکایانو لاسته راوړنې به د هغوی لپاره یوازې همدا وي چې په زرګونه بې ګناه افغانان یې له تېغه تېر کړل او د روانې جګړې د نورو ښکېلو غاړو ښکار یې هم کړل.

بالاخره امریکایان خپلې موخې ته رسېدلي او که نه دي ؟

ممکن چې ځېنو هغو ته یې رسېدلي وي ؛خو یوه هغه چې تر ټولو مهمه ده، په افغانستان کې د پوځي اډو لرل دي چې امریکا او غرب ورته په دې وروستیو کې خورا سخت تبلیغ روان کړی څو له ځېنو لارو پر افغان دولت امنیتي تړون امضا کړي ؛خو له ښه مرغه چې لا دې موخې ته نه دې رسېدلي.

اوس همدې موخې ته د رسېدو لپاره غرب او امریکا د دوه زره او څوارلسم په نامه تکتیکي جګړه پېل کړی چې ډېری افغانانو نو د همدې تبلېغ له کبله اوس د امنیتي تړون امضا ته زړه ښه کړی او په دې ګروه دي که له دې سره دافغانانو ژوند خوندي کېدای شي نو ژر تر ژره دې دغه تړون لاسلیک شي.

خبره مې بله خوا نه ده وړې بلکې اصلي ځای ته راځم ، هغه دا چې د دوه زره او څوارلسم کال دمخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې حالات ورځ تر بلې ترینګلي کېږي او نا امنۍ تر ښارونو نور هم راورسېدې، ژوندی مثال یې د ننګرهار یادولی شو چې دوه کاله وړاندې یې تر ډېره اکثره ولسوالیو ښه امنیت لاره او ډاډه زړه پکې ژوند کېدای شو.

اوس راځو دلته چې ایا راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به وشي که نه ؟
د کورنیو چارو وزارت او نور اړونده امنیتي ارګانونه دنده لري چې باید د هېواد په هر کونج کې رڼو ټاکنو ته شرایط برابر کړی ؛خو ولې له بده بخته داسې له تر اوسه نه دي شوي ، بلکې ورځ تر بلې چې ټاکنې رانږدې کېږي په پښتون مېشته ولایتونو کې نا امنۍ ډېريږي او د ټاکنو  شونتیا لا له وړاندې تر سوال لاندې ده.

سره له دې چې لومړی باید د ټاکنو شونتیا ته لاره اواره شي او بیا روڼتیا ته، افغان دولت بیا داسې نه ده کړې، لومړی یې د ټاکنو د روڼتیا په اړه فکر کړی او بیا شونتیا.
که د ټاکنو خپلواک کمېسون او د کرزي اوسنۍ اداره که په رښتیا غواړي چې راتلونکې ټاکنې دې وشي ؛نو اړینه ده چې لومړني بحثونه باید د شونتیا په باب وکړي نه د روڼتیا په اړه ، ځکه تر څو چې د ټاکنو ترسراوي ته زمینه نه وي برابره شوي نو شفافیت به له کومه شي؟

له بده بخته چې د ټاکنو خپلواک کمېسون او دولت لا اوس هم یوازې د ټاکنو د روڼتیا په اړه سره پر ناندریو اوښتي او اصلي هغه چې شونتیا ده له پامه یې غورځېدلې.

ډېری افغان داسې انګیري چې اوس اوبه له ورښه تېری شوي او د ټاکنو لپاره لا له وړانډې امنیتي شرایط نه دي کابو شوي نو له دې وروسته چې کمه موده پاتې ده څه به برابر شي.

لومړی ؛خو ټاکنې په داسې شرایطو کې ناممکنه خبره ده او بیا که وشي ؛نو هم ملت ته د منلو نه ده ، ځکه ټاکنې باید په ټولېیز او اکثریت ډول وشي، نه په محدود شکل.

په ، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، قندهار، هلمند ……………….. او ځېنو نورو پښتون مېشته سیمو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره وړ شرایط نه دي او که دغلته یوازې په څو محدود ساحو کې ټاکنو ته شرایط برابر شي ؛نو بیا هم د منلو وړ نه ده، ځکه محدودې ساحې د یوه ولایت ټوليېزه استازولي نشي کولای.
د ټاکنو د خپلواک کمېسون او دولت پر وړاندې باید د پرتو چلېنجونو د حل لپاره ژر تر ژره جدي تصمیم ونیول شي ګني، بیا به لاسونه مروړي او چغې به یې هم څوک نه اوري؟!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *