بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۴) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۷\ ۱۳۹۴

ډیره خوشاله شوم چې سترګې مې درباندې ولګیدې، په زړه کې مې راتیره شوه چې والاکه د بل ځاي ېې، پردی وطن دی دا مې نمره او دا مې ادرس …

رویا په یوه ساه غږیده، د خبرو دومره تږې وه چې وار ېې نه راکاوه، راته ېې وویل ګوره جان دلته له چا سره مور خور نه وي د یوه وطن چې یو کافي ده ، یو بل ته به په هر څه ورځو او په درد به خورو،ورسره موسکه شوه او زیاته ېې کړه :

هو پوهیږم چې وخت نه وي او ته به راته وايې چې اولادونه مې دي ….دا هرڅه کیږي که زما منې خپل ساعت تیروه ،چکرې وهه زه به دې له ډیرو افغانانو سره معرفي کړم، شاوخوا ېې وکتل او وېې ویل افف تنهايي ډیره سخته ده یو کال مې له زوي سره یوازې تیر کړل ترڅو د لومړي خاوند د بیلیدا اسناد مې تر لاسه کړل.

د زوي په سر ېې لاس تیر کړ او وېې ویل :

په اونۍ کې دوه ورځې له پلار سره او پنځه ورځې له ما سره .

سوکه ېې زیاته کړه :

باور وکړه د سر په کاسه کې ېې اوبه راکړي .

سر ېې وښوراوه :

ته ودریږه چې دا بل د ګرځیدا شي دا به لا څه بلا وي .

ورته ومې خندل:

هو دواړه دې هلکان دې معلومه ده چې شیطانان به وي .

رویا زیاته کړه:

څه ووایم دا نو بیا د چا خبره دورګه، نیم افغان نیم بوسنیايی دی،البته پلار ېې په جرمني کې زیږدیدلی او لوي شوی.

ومې پوښتله :

له هغه سره خوشاله ېې؟

ولا څه ووایم مور مې هر وخت دا متل کوي میړه چې د مور زوي هم شي خیر به ترې ونه ویني، بد نه دی ډیر په المان کې اوسې کله ناکله راځي.

– ولې له خپل لومړي خاونده بیله شوې او څرنګه دې له یو بهرني سره واده کړی ؟ ما ته دا ډیر جالبه ده چې ته په ناروې کې ، خاوند دې د بوسنیا او په جرمني کې مو سره پيدا کړل ، نصیب څنګه یوځاي کړي یاست؟

رویا په کټ کټ وخندل :

د انټرنټ نړۍ کې هرڅه ممکن وي.

ساعت ته مې وکتل بخښنه مې ترې وغوښته:

زما بس راځي تر بیا ….

قدمونه مې اوچت کړل بس ته لا ختلې نه وم چې شاته مې وکتل رویا دواړو ته څپیړې نیولې او په کاوړ ېې ورته ویل خداي مې دې له تاسو خلاصه کړي….

د ماشومان د ژړا غږ او د مور ښیراوې مې تر غوږونو نه وتلې …

په همدې فکرونو کې د کور د دروازې مخې ته ولاړه وم چې خلاصه ېې کړم ، زوي مې ور را خلاص کړ په غاړه کې ېې لاس رواچاوه ..

مور پوهیږې نن کومه نیټه ده ؟

هو ولې نه د دسمبر څلورویشتمه.

مشر زوي مې راته وویل .

د څه ورځ ده.

دواړو وخندل :

چورت ووهه.

نه ولا حافظه مې کار نه کوي.

نن ستا او د پلار د واده کلیزې ده.

ځان مې ورته کم نه راوست:

هو ولې نه،ما غوښتل چې له خپلو بچیانو ېې واورم.

سره ومو خندل خو زما له ذهنه د رویا خبرې نه وتې. په دې فکر کې وم چې دوي څنګه سره پيدا کړي البته دا ترې خوشاله وه، د دې حجاب خوښ ده او خاوند ېې مسلمان او ډیر مذهبي دی…

د ډوډۍ په میز سره ناست ؤ ما د نوې ملګرې کیسه خاوند ته وکړه هغه وویل :

بعضي دومره کم عقله وي چې د اروپا له بې ځایه ازادۍ خپل ژوند خرابوي.

درې میاشتې وروسته مې رویا د بس تم ځاي کې ولید ، ډیره پريشانه معلومیده، دا ځل ماشومان ورسره نه ؤ ، مخکې تر دې چې زه ترې پوښتنه وکړم راته وېې ویل :

سبا مې وروستۍ محکمه ده ماشومان مې دولت را نه وړي،زه پوهیږم چې ماشومان نه شم ترلاسه کولی ، مشر زوي مې له دوي سره ډیر خوشاله دی، خداي خبر دا کفار له ماشومان سره څه کوي چې دومره ېې زړه ورګډیږي.اوس نو د دوي په لاس کې دي خداي خبر چې چاته به ېې سپاري خو زه غواړم چې اولادونه مې د یوه افغان په کور کې لوي شي او افغانان پا ته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *