تاند- رویټرز خبري اژانس د افغان او لوېدیځو چارواکو په قول وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تر مشورتي لویې جرګې یوازې څو ورځې مخکې د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې شرطونه رد کړي او په دې توګه یې دا تړون له بشپړ خطر سره مخامخ کړی دی.

رویټرز وايي چې یوه جګپوړي افغان چارواکي او همداراز یوه لوېدیځ دیپلومات ورته ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په پر له پسې غونډو کې کرزي له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو بهرنیو ځواکونو له لوري د افغانانو د کورنو د تلاشۍ موضوع د موافقې له مسودې ایستلې ده.

اژانس وايي چې دا مسله له پیله هم د دواړو خواوو ترمنځ په موافقه کې لوی خنډ وه.

امریکا وايي چې له امنیتي موافقې پرته له ۲۰۱۴ وروسته خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي او له طالبانو سره د جګړې ټول مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته ورپرېږدي.

تر دې دوه کاله مخکې امریکا په عراق کې هم ورته کار وکړ. عراق حاضر نه شو چې امریکايي پوځیانو ته د عراق د قوانینو په وړاندې مصونیت ورکړي.

په افغانستان کې هم تر وروستیو ورځو پوري د اختلاف اصلي ټکی همدا مسله یادېده. وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مصونیت خبره واخیسته، ویې ویل چې د جرم په صورت کې به امریکايي پوځیان د قانون په وړاندې مصونه نه وي خو په امریکا کې به محاکمه کېږي ځکه دې مسلې ته قانوني مصونیت بلکې قانوني صلاحیت وايي.

امریکا اندېښنه لري چې په افغانستان کې انتخاباتي کمپاین پیلېږي او ممکن ځیني کاندیدان د افغانستان او امریکا له امنیتي موافقې په انتخاباتي هلوځلو کې استفاده وکړي.

یوه افغان چارواکي ویلي چې امریکایان غواړي چې د دوی د ځواکونو له خوا د افغانانو د کورونو د تلاشۍ او عملیاتو لپاره په موافقه کې یوه پلمه موجوده وي. یا دا لیکل شوي وي چې امریکايي پوځیان د اړتیا په صورت کې تلاشي اخیستلی شي یا دا یادونه شوې وي چې امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه دا کار کولی شي.

رویټرز وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو مرکزي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ګومان کېږي چې کرزی به د پنجشنبې په ورځ په مشورتي لویه جرګه کې هم د افغانانو د کورونو له تلاشۍ سره مخالفت وکړي.

رویټرز ته یوه افغان چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي چې افغانان او ولسمشر کرزی د قانوني مصونیت او صلاحیت تر مسلې هم د کورونو له تلاشۍ سره زیات مخالف دي.

13 thoughts on “رویټرز: د افغانستان او امریکا دوه اړخیز امنیتي تړون له خنډ سره مخامخ دی”
  1. په هیڅ وجه باید امریکایانو ته د افغانانو د کورونو د تلاشۍ اجازه ورنکړل شی. دا د افغانانو بی سترۍ چی تر اوسه وشوی بس دی نور باید افغانان بی ستره نه شی. که امریکایان په روښتیا غواړی نو دا د کورونو تلاشۍ د په پاکستان کی وکړی نه په افغانستان کی. دا ځکه چی ټوله خبره د پاکستان څخه را خرابه شوی ده او ټول پدی پوهیږی چی په سپینه ورځ د افغانستان په ضد په پاکستان کی ټولی دسیسی
    جوړیږی
    او که بیا هم د کرزی حکومت امریکایانو ته د افغانانو د کورونو د تلاشۍ اجازه ورکړی باید افغانان خصوصآ پښتانه یی په مقابل کی راپورته شی او په تول افغانستان کی ملی قیام وکړی.او د کرزی حکومت له امریکایانو هغه خوا ورتیر کړی.
    پښتانه به ډیر شیان قبول کړی خو بی ستری او بی عزتی په هیڅ وجه نشی قبلولای.

  2. I fully agree with president Karzai on this matter, American or any other country arm forces should not be allowed or trusted to enter Afghan homes to search. All Afghan should support the president on this matter.

  3. دا وړیی نه شړۍ کیږی ، یاکور یاګور،ناموس اوکور یومعنی لری، زه به ژوندی یم اوته به زما دکور تالاشی کوی

  4. شاکر جانه وروره ته اشتباه کوی دا زمونږ خپل طالبان دی چی دا زمینه یی برابره کړی ده، داچی تالاشی په پاکستان وشی د هغوی ملا هان ، طالبان خلک په سیاست پوه دی تول لویدیزوال غلوی ولی مونږ څه کو په سړک باندی مینونه ښخو او خلک پری وژنو د یوی کورنۍ څخه ۷ کسه ماشو مان، هغه څوک چی ځانته غیرتی وایی باید سلاح واخلی اول خپل کور او کلی د پاکستانیانو نه پاک کړۍ سوله دی راولی بیا به د کور تلاشی او غیرت او ناموس مسله سره خبری وشی کله چی جنګ یی په جنګ کی هر شی امکان شته،

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ما د امريکايانو د رزالت په اړه تر دې ښه ليکنه و نه موندله، نو له تاسو سره يې شريکوم!
    18.11.2013
    په جاپان کې د امریکا نظامي هډي او د امریکايي عساکرو جنایات
    احمد جاويد شکیب – له جاپان نه
    د دویمې نړیوالي جګړې په پای په ۱۹۴۵م کال کې کې د جاپان په دوو لويو ښارونو هر یو ایروشیما او ناګاساکي باندې د امریکا متحده ایالاتو اتم بم استعمال کړ، چې په ایروشیما کې تقریباً له ۹۰۰۰۰ څخه تر ۱۶۶۰۰۰ او په ناګاساکي کې له ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰ کسان ووژل شول.
    له دې حملې نه وروسته د جاپان امپراتور امریکا ته تسلیم شو او د امریکا متحده ایالاتو غوښتنی یی ومنلې. د جاپان خاوره له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۵۲ د امریکا او متحدینو تر مستقیم اشغال لاندې پاتي شوه.
    له ۱۹۵۲ نه وروسته جاپان بیرته خپله آزادي تر لاسه کړه، لیکن امریکا متحده ایالاتو د جاپان سره د (Treaty of Mutual Cooperation and Security betweenthe United States and Japan) د جاپان او متحده ايالتو ترمنځ دوه اړخیزې د امنیتي او همکاری تړون ترلاسه کړ چې دغه تړون ته جاپانیان 日本国とアメリカ合衆国との間の相互協力及び安全保障条約 وايي. د دغه امنیتي تړون په اساس امریکا ته واک ورکړل شو تر څو د جاپان په خاوره کې پوځي هډه ولري او بل دا که چیرته کوم امریکايي عسکر د جاپان په خاوره کې کوم جرم کوي نو هغه باید قضايی مصئونیت لري.
    دا چې په ټول جاپان کې د امریکا نظامي مرکزونو په اړه معلومات په یوه مقاله کې نشي بشپړ کیدای . نو زه دلته غواړم چې یواځی د اوکینا وا Okinawa امریکايي هډی په هکله د امریکایی عسکرو د جنایاتو یوه یادونه وکړم.
    اوکیناوا یوه جزیره ده چې د جاپان هېواد په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري او په جاپاني ژبې کې ورته 沖縄本島 وايي. دغه جزیره 1,201.03 کیلو متر مربع مساحت لري. او اکثره اوسیدونکي یې له جاپانیانو نه توپیر لري ځکه دغه خلک تقريباً درې زره کاله مخکې له چين نه دې جزیري ته راغلي دي. له ۱۹۵۲ کال نه تر اوسه په دغه جزیره کې د امریکا د متحده ايالاتو یوه نظامي هډه هم موقعیت لري.
    د اوکیناوا خلک له ۱۹۵۲ کال څخه تر اوس پورې د امریکایی نظامی هډي او امریکايي عسکرو د جرمونو له لاسه دومره په تنګ دی چې هميشه مظاهري کوي لیکن د جاپان مرکزي دولت او امریکا د دوي غوښتنو ته کومه خاصه پاملرنه نه کوي.
    که څه هم د جاپان صدراعظم یوکیو هاتویاما Yukio Hatoyama د اوکیناوا له خلکو سره ژمنه وکړه چې دی به د امریکا نظامي هډه د دوي له منطقی نه وباسي لیکن بریالی نشو او بلاخره یی په ۲۰۱۰ کال کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
    امریکايي سرتیري په دغه جزیره کې په مختلفو جرمونو کې ښکیل ګڼل کيږي خو تر ټول مهم یې په جاپاني ښځو باندې ډلیز جنسي تیري، د مخدره موادو استعمال او په ترافیکي پیښيو کې خلکو ته تاوان اړول دي.
    قضايي مصئونیت امریکايي سرتیري نور هم سپین سترګي کړي دي. له ۱۹۵۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پوري تقريباً 200,000 تصادمونه او نورو جرمونو کې امریکايي سرتیري ښکیل ګڼل شوي دي. چې تر 1000ډیر ملکي جاپانيان پکې وژل شوي دي.
    همدا شان ډیر امریکايي سرتیري په جاپاني ښځو باندې په جنسي تیري کې هم ښکیل دي. د میرمن سوزویو تاکازاتا Suzuyo Takazata چې د جنسي تیري ۳۰۰ قضيې یی ثبت کړي دي وایی امریکايي سرتیري ډیسکو او یا د سمندر ساحل ته ځي د مکتب نجونو او یا نور انجونو ته ځانونه رسوي د پیسو په ځاي صرف خوږه ژبه استعمالوي که چیرته هغه کار ونه کړي نو بیا په زور په هغوي باندې جنسي تیري کوي چې ډیرې قضیې د رسنیو نه لري ساتل کیږي.
    په ۱۹۹۵ کال کې امریکايي عسکرو یوه ۱۲ کلنه د مکتب زده کوونکې تښتولي لاسونه او پښې یې تړلی او په ډله اییز شکل یی پرې جنسي تیری کړی. او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یوه ۱۴ کلنې جاپاني انجلي باندې هم په ډله اییز شکل جنسي تیری شوی وو، چې دغو قضېیو مطبوعاتو ته لاره پیدا کړه او د جاپان او امریکا ترمنځ اړیکې یې ترینګړي کړې.
    په جاپان کې د اوساکا د ښاروال هاشيموتو Hashimoto په وینا امریکايي سرتیري په 26,000 جنسي ځورونو باندې تورن دي. نوموړي ویلی وو د دې لپاره چې په اوکیناوا کې د امریکايي عساکرو له خوا د جنسي تیري کچه راټیټه کړای شي کیدای شي چې د پيسو په بدل کې امریکايي سرتیري له ځوانو جاپاني ښځو نه استفاده وکړي.
    د اوکیناوا خلک د امریکي د نظامي وسايطو له شور او غالمغال نه هم په تنګ دي او دوي شکایت کوي چې موږ د شپي خوب نشو کولی ځکه د امریکا هډه د ښار په منځ کې واقع ده چې شاوخوا يي کورونه پراته دي.
    ماساو ارومې Masao Arume د اوکیناوا ۷۱ کلن اوسیدونکی د امریکا د نظامي هډي په خلاف د مظاهرې ترتیبوي او شکايت کوي چې امريکايي سرتيرو د ده د خپلوانو ځمکې غصب کړي دي او همدا شان، دوي په اوکیناوا کې په ډول ډول جرمونونه کې ښکیل دي. نوموړی وايي کله چې دی د دغه مسايلو شکایت د جاپان مرکزي حکومت ته کوي نو هغوي وايي چې امریکايي سرتیري ستاسو امینت ساتي نو ځکه ستاسو شکایت د قبول وړ نه دی.
    دا په داسی حال کې ده کله چې په ۲۰۱۲ کال کې د سینکاکو Senkaku جزيري په سر باندې د جاپان او چین ترمنځ اختلاف پیدا شو نو امریکا اعلان وکړ چې د دوي هېواد به په دغه مسئله کې بی طرفه پاتي کیږي.
    د اوکیناوا ځینی اوسیدونکي بیا وایی چې امریکايي سرتیري له همدغه ځایه په ویتام او عراق کې حملې کولی او بی ګناه خلک یې وژل. موږ د خلکو د وژلو مخالف یو نو ځکه نه غواړو چې زموږ خاوره د خلکو د وژلو لپاره وکارول شي.
    د اکاري Akri په نامه د پوهنتون یوې محصلي ما ته وويل چې د اوکیناوا خلک د عراق او منځني ختیځ له خلکو سره د زړه له کومي همدردي لري او پوهیږي چې دوي تروریستان نه دی بلکه تروریستان په دوي مسلط شوي دي.
    له ۱۹۴۵ کال وروسته امریکايي پوځي مرکزونو ته په زرهاوو د عیسویت د تبلیغ مبلیغین له امریکا څخه جاپان ته راغلل او په لویو ښارونو کې یې ډیري کلیساوي جوړې کړې. د دوشیشا پوهنتون د ګلوبل سټډیز د پوهنځي د رييس ښاغلي ماسانوري نايټو په وینا چې امریکایانو هڅه دا وه چې په زوراو جبر د د جاپان په خلکو باندې د عیسويت دين ومني تر یوې اندزي پوري په خپل دې هدف کې بریالي هم شول اوپه جاپان کې یې ډیر خلک عیسویان کړل.
    که څه هم په جاپان کې د عیسویت دين ته دعوت جرم نه دي لیکن په زور او جبر په خلکو باندې د مذهب قبولول جرم ګڼل کیږي. نو د امریکایانو دغه عمل هم کیدای شی چې یو جرم طلقي شی.

    ګرانو لوستونکو دغه هغه معلومات ما په جاپان کې د یوه تحقیق په نتیجه کې برابر کړل. او د دغه معلوماتو له برابرولو نه مي هدف دا دي چې د امریکا نظامي هډو ټولنیز زیانونه له تاسو سره شریک کړم تر څو زموږ مشران په افغانستان کې د امریکا د نظامي شتون په هکله صحیح فیصله وکړي.
    د دې خبري هیڅ تضمین وجود نه لري چې امریکايي سرتیري چې کوم جرايم په جاپان کې تر سره کوي نو په افغانستان کې به یې نه تر سره کوي. حال دا چې ډیر داسی مسایل وجود لري چې په افغانستان کې جرم ګڼل کیږي او د امریکا او جاپان له نظره بلکل جرم ندي فلهذا زماپه نظر د امریکا د پوځي هډو شتون به په افغانستان کې د افغانستان د راتلونکي لپاره یو غټ مصیبت وي.
    وسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
    ملا ميوند آخوند

  6. هیڅ مسلمان اوهیڅ افغان دانه شی زغملی چه امریکایان دی دهغوی کورونه تالاشی کړی اوپه یو اوبل نوم دی له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم افغانان بی عزته کړی که چیرته ولسمشر کرزی داخبره له امریکایانوسره په دی تړون کی ومنی نودده نوم به په تاریخ کی له شاه شجاع نه هم بد یادیږی اوکه چیری داخبره په دی تړون کی له امریکایانوسره هم ومنی افغانان به هیڅ بهرنی ځواک ته اجازه ورنکړی چه دهغوی په کورونو ورننوځی اوکورونه یی تالاشی کړی اوداسی غاښ ماتوونکی جواب به ورکړی چه دانګریزانو اوروسانو ماته به یی ورهیره کړی اوبله مسله داده چه امریکایانو اونورو دناتو ۴۰ غړو هیوادونو په خپل څه دپاسه سل زره پوځ باندی ونه کړای شوچه افغانستان کی سوله راوړی نو څرنګه لس یا پنځلس زره امریکایان کولای شی چه زمونږ به ملک کی سوله راولی

  7. الیاس جانہ گمان نہ کوم چی افغان ی افغان نہ جنگ نہ دبغیرجنگ فہ وخت کی خفل کورتہ سوک فریژدی خارجان فرلولارفریژدہ

  8. درنو لوستونکو سلامونه او نیکی هیلی،
    زمونږ گران هیواد افغانستان د وږدی مودی جنګونو سخت ځپلی دی نن ورڅ هیواد هغه زخمی په شان دی چی نوی د عملیات څخه خلاص شوی او بی له امسا څخه په خپل زور نشی ګرزیدلی. نو موږ ته څه گرانه ده چی دغه امنیتی ټړون لاس لیک کړو خو مجبوره یو که د امریکی سره لاسلیک نشی بیا به د پاکستان او ایران سره باید وشی نو که موږ د بدترو په منځ کی انتخاب ولر باید چی امریکی سره لاس لیک شی. ټوله نړی دغه ټړون منۍ یوازی طالبان، حزب اسلامی. ایران. او د پکستان استخبارات هغه نه منی څرنګه چی طالبان ، حزب اسلامی حکمتیار د پاکستان د استخباراتو ستراتیژیکه ذخیره نو پدی ترتیب یوازی پکستان او ایران مخالفت کوی طالبان هسی د استخبارات جولشوی ډوډی بیا جوی. که طالبان په خپل سر وی د پاکستان داستخباراتو مریان نوی نو ولی د کرزی دولت سره نه کښینی او د یو گډ ائتلافی دولت باندی کار نکوی؟ خو زما په اند چی په دواړو حالاتو کی هغسی چی می عرض وکه موږ زخمی یو دی زخمونو موږ مجبور کړی یو نو د پاکستان د مریتوب نه د امریکی مریتوب زموږ په ګټه دی

  9. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    افغانان له بده مرغه سياست ته د پېتاو خبرو غوندې ګوري. موږ هېڅ اړ نه یو، چې له امريکایانو سره پرته د نړيوالو موازينو او غوښتنو پر بنسټ بل کوم قرداد او یا مسوده لاسليک کړو. دنيا د ځبرځواکونو تر منځ وېشل شوې ده، نو که نن امريکا په افغانستان کې موجوده ده، نو پر ضد يې روسیه، چين، هند، ايران او يو شمېر نور ملکونه په زغرده فعاليت کوي، ځکه هېڅوک نه غواړي چې يوه د اور لمبه او له باروتو ډکه کنده يې څنګ ته وي، ځکه نو موږ د نړيوالو مقرراتو پر بنسټ کولی شو له نورو ملکونو سره قردادونه وکړو، مګر نه دا چې خپل ملت په لومه کې ورته وتړو او دوی به مو هم رټي، هم به مو سپکوي ، چې نه به مو خويندې، نه به مو ميندې او نه به مو مېرمنې مصؤنې وي او ځوانان خو به مو هسې وژل کېږي.
    د طالبانو په موده کې په ۱۹۹۸ ميلادي کال وروسته د ۹ ايراني جاسوسانو له وژنې ايران خپل ۳۰۰۰۰۰ يعنې درې لکه عسکر د افغانستان پولې ته راوستل، چې پر افغانستان يرغل وکړي، مګر همدغه روسيه، امريکا، عربستان او هند ول، چې ايران ته يې ګواښ وکړ، چې موږ موضوع له نېږدې څېړو او په دې اړه بې تفاوته نه پاتې کېږو، نو افغانستان خپل ډېر قوي جيوپوليتيک موقعيټ لري، چې صرف په سياسي چلند يې هم کورني، هم سيمه ييز او هم نړيوالې معضلې حل کېدلی شي.
    امريکا د سپټامبر د ۱۱ نېټې د پېښې تر پلمې او يا پوښښ لاندې په يو شمېر ملکونو يرغلونه وکړل او استخباراتي جګړه يې ليآ اوس په ډېرو اسلامي ملکونو کې روانه ده او له روسيې، اروپا او جاپان سره خپله سړه جګړه پياوړې ساتي، نو ولې افغانستان نن خپله ټوله سياسي قباله امريکا ته ورکوي! دا چې کرزی له امريکايي عسکرو سره په روزګان کې ډېسانټ شوی دی او لکه بکوف د واک په ګدۍ کينول شوی دی، نو دا بيا د ده خپله ستونزه، مګر ملت بايد خپل ملي اهدافو ته پام وکړي او افغانستان له دغه نوې دسيسې او په راتلونکې کې د پاکستان له آی اېس آيه او د ايران له سپاهې انقلابه وساتي او دا هغه مهال ممکنه ده، چې روڼآندي افغانان او د افغانستان سپېره کارګران او بزګران او ټبرونه سره يو ځای شي او د افغانستان زعمات تر لاسه کړي او مملکت له نننيو بدمرغيو وژغوري.
    د امريکا په ۱۲ کلن يا ديارلس کلن موجوديت کې تر ننه حتی د کابل کندهار لويه لاره، د کابل-ميمنه لويه لاره او کندهار-هرات لويه لاره چې ليا د ظاهر بابا په موده کې اسفالت شوي ول، نو دوی و نه شوی کولی، چې د بيا رغاونې چارې يې ورسمې کړې. د کجکي بند هم د ظاهر بابا د مودې دی، مګر دوي يو سم توربيڼ تر ننه پکې فعال نه شوی کړلی. مګر په کابل کې د چور، اختناق او زورواکي او مافيايي سيستم امکانات رامنځ ته شول، ځکه نو دغه کوژده او که صيغه له امريکايانو سره زموږ هېواد تباه کوي.
    په مخکنۍ تبصره کې ما د يو افغان ليکوال يو راپور راواخيست، چې په جاپان کې يې د امريکايي اډو په اړه ليکلی دی، نو تاسو فکر وکړی، چې جاپان له خپلو تيکنالوژيکي اوښتون سره، چې سوني، شارپ، تايوټا، اېل جي، سمسونګ، هونډا او په لسهاوو نورې داسې کمپنۍ، چې د نړۍ اقتصاد يې په لاس کې دی، مګر امريکايانو يې ښکر داسې ورمات کړي دي، چې اوس يې د عسکرو شهوت د ماتولو لپاره رنډۍ مقررې کړې دي.
    په افغانستان کې د هالنډي عسکرو لپاره هم له هالنډه يو شمېر رنډۍ لېږل کېدلې او امريکايانو خو د کزاکستان د ماناس له مرکزه ډکې ډکې الوتکې له قزاقي او روسي نجونو خپلو اډو ته لېږلې، چې په دې اړه په کزاکستان کې ليا پروسږ کال ډېر پراخ تظاهرات هم وشول، نو امريکايانو کې اخلاقي تله بل ډول تلل کوي، نو زموږ له ذهني، افغاني او اسلامي هويت سره نه ښايي، چې خپل ناموس او عزت وګواښو.
    په دولسو کلونو کې امريکايانو د افغانستان جمهور رئيس ورور وروواژه، اسماعيل خان يې بور کړ، د دوستم په کور يې چورلکې وڅرخولې، چې کوکارې يې تر بي بي سي وختلې، عطا ګی خو يې په پيسو اخيستی دی، چې هرې روا او ناروا معاملې ته تيار دی او په ۲۰۰۴ کال يې د عبدالرب رسول سياف کور او کورنۍ ورتلاشي کړل، نور نو زه هم نه پوهېږم، چې وروسته له دا ډول تړونه به دغه ننني افغاني واکمن چې خپل کور او خپلوان له امريکايانو نه شي ساتلی، نو يو سپېره او مظلوم افغان به له امريکايي بې عزتي وساتي او که نه!
    معه سلاموکم الاهلول مسلمين او الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  10. تاندوالو سلامونه
    اخوند صاحب د امریکایانو د رزالت په اړه د یوه بی حده ررزیل سایټ لیکنه کاپي کړې او تاسو هم بي د دې نه چي چک یی کړئ خپره کړې ده. امریکایان به رزیل وي یا به نه وي خو پنجلابیان او د هغوی دغه سایټ تر امریکایانو څه چه رزالت او پستي یي په تراوسه په بني بشر کي چا نه دی لیدلی. د دې نه معلومه شوه چي اخوند د همدې سایټ د پلویانو نه دی چي د پاکستان نه د ای ایس آی د طرفه خپریږي. ما ته خو داسي ښکاري چي اخوناد صاحب هم د هغوید لوری اجر وي
    نور ستاسو خپله خوښه

  11. ملگرو رونو اوخویندو .ماته اکثر وخت په دی مسایلو کی دا سوال پیداشی چی ایا الله رب العزت هم اشتباه کوی اویایی کری ده او ایا دا ممکن دی چی انسان د تر خپل خالق زیات او سم فکر ولری الله تعالی واضح وایی چی د یهودو او نصارا وو سره دوستی مه کوی او منژلا بیا بیا وایو چی ترون ور سره سم کار دی اوورته تمبه یو داخبره بیا بیا کوو دا سه معنی لری چی نعوذباللهخپل رب مو اشتباه شوی دی که سه

  12. سلام دوستانو
    دامریکاسرہ ستراتیژیک سندلاسلیکول ھم گٹی لری ھم تاوانونہ خوگٹی یی تر تاوانو زیاتی دی
    افغانستان اوس مھال دھغہ رنزورپہ شان دی چی دڈیرواوژدومریضیو وروستہ یی دبسترسخہ سرراپورتہ کڑی او اوس غواڑی چی پہ قدم وھلوپیل وکڑی چی پدی وخت کی لاھم ددشمن دحملی سخہ خوندی ندی نودقدم اخیستلولپارہ یوقوی مرستندویہ تہ ضرورت لری چی دا مرستندویہ بہ وکولای سی چی افغانستان ددایمی بسترسخہ وژغوری اود خپلہ قدم وھلوجوگہ یی کڑی خوکہ چی دامرستندوی لژھم لیری لاڑشی بیاھم افغانستان تہ دخپلو سختواوھمیشنیو دشمنانولخواخطرمتوجہ دی چی پدی زل گوزار سرہ بہ افغانستان خدای مکڑہ دتل لپارہ دپردی بسترمحتاج کڑی
    نوفلھذا دی تڑون تہ موژ اشدضرورت لرو خوپہ شرط ددی چی امریکایی عسکروتہ قضایی مصؤنیت ورنکڑل شی

  13. زلمی خان اګر اسلام یک دین تنګ نظر و طالبانی می بود هرګز در مدت کوتاه از اسپانیا تا چین ګسترش نمی یافت.
    يکي از ابعاد روابط بين‏الملل، همکارى و مشارکت در زمينه‏هاى گوناگون سياسى، اقتصادى، اجتماعى و فرهنگى مي باشد. قرآن در اين زمينه، تعاون را بر اساس «بر و تقوا» قرار داده و از همکارى در جهت «گناه و ستيزه‏جويى» برحذر داشته است: «وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ:و در نيکوکارى و پرهيز همکارى کنيد نه در گناه و تجاوز. و از خداى بترسيد که او به سختى عقوبت مى‏کند».[85]

    يکى از مهم‏ترين مصاديق تعاون که بسترساز روابط عادلانه مى‏باشد، اجازه قرآن به پيروان خود در خصوص ازدواج با زنان اهل کتاب و تناول از غذاى آنان است: «الْيوْمَ أُحِلَّ لَکُمُ الطَّيبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْکِتَابَ حِلٌّ لَّکُمْ وَطَعَامُکُمْ حِلُّ لَّهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْکِتَابَ مِن قَبْلِکُمْ إِذَا آتَيتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيرَ مُسَافِحِينَ وَلاَ مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ: امروز چيزهاى پاکيزه بر شما حلال شده است. طعام اهل کتاب بر شما حلال است و طعام شما نيز بر آنها حلال است. و نيز زنان پارساى مؤمنه و زنان پارساى اهل کتاب، هرگاه مهرشان را بپردازيد، به طور زناشويى نه زناکارى و دوست‏گيرى، بر شما حلالند».[86] با توجه به اينکه سوره مائده سوره آخري است که بر پيامبر -صلي‏الله‏عليه‏و‏آله- نازل شده، احکام اين سوره در صورت تعارض، ناسخ احکام ديگرند و احکام اين سوره منسوخ نيستند؛ چه اينکه آيه پيشين نمي‏تواند ناسخ آيه پسين (از لحاظ زمان)باشد.[87] درباره جواز ازدواج مسلمانان با اهل کتاب صاحب جواهر پس از بحث مفصّل در اين زمينه، چنين نتيجه مي‏گيرد: «فلَم يبقِ بِحمدِ اللّهِ في المسئله بَعدَ اليوم اشکال :به حمد الهي، از اين به بعد، ديگر اشکالي در اين مسئله (جواز ازدواج مسلمانان با اهل کتاب) باقي نيست». [88]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *