تاند- که څه هم د جنرال دوستم دفتر دا خبره نه تاییدوي چې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه په ځواب کړای شوې الوتکه کې دوستم سپور و خو نښې نښانې وايي چې په الوتکه کې نوموړی سپور و.

رویټرز خبري اژانس د شاهدانو له قوله وايي چې د دوستم سلګونه پلویان، چې ځینو یې په لاسونو کې شعارونه لرل او پرې لیکلي و چې «ښه راغلئ زموږ ګران مشره» په مزاشریف کې الوتکې ته منتظره ول.

وروسته له دې چې د دوستم دفتر په یوه خبرپاڼه کې له ترکیې څخه د نوموړي د سپرلۍ د الوتکې د نه پرېښودو خبر رد کړ، د جنبش یوه جګپوړي غړي رویټرز ته وویل چې په هغه الوتکه کې، چې په مزارشریف هوايي ډګر کې کښېناستو ته پرې نښودل شوه، د بلخ د والي عطا محمد نور مېلمانه سپاره ول.

کښېناستو ته د الوتکې د نه پرېښودو خبر ټول تاییدوي.

یوه افغان امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، یوې شخصي جټ الوتکې ته، چې ۷ ترک انجنیران پکې سپاره ول او مزارشریف ته راتله، پرون /دوشنبه/ امر وشو چې د چک کېدو لپاره کابل ته لاړه شي خو الوتکه ترکمنستان ته لاړه.

دغه چارواکي وویل چې الوتکې ته وروسته له دې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د نه کښېناستو امر وشو چې له نښو نښانو څرګنده شوه چې په دغه الوتکه کې جنرال دوستم سپور دی.

د دوستم د جنبش یوه مشر ویلي چې که دوستم وغواړي چې افغانستان ته راشي، هیڅوک یې مخه نه شي نیولی ځکه چې د هیواد د ولسمشر لومړی مرستیال دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *