روژه نيول په مسلمانانو فرض ده الله تعالی فرمائي: ژباړه ( اي مومنانو! روژه فرض شوې ده په تاسو لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوي وه.

ددې لپاره چې په تاسو کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي) قرطبي په ۲ جز، ۲۱۰ مخ کې ليکي چې په يهودو او نصاراو يوه مياشت روژه فرض وه خو دوي بيا پکې زياتوالې راوستو او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هرامت فرض وه او تشبيه په نفس فرضيت کې ده د روژې نيولو پنځوس (۵۰) ګټې او د نه نيولو پنځوس زيانونه چې دا ګټې انسان له لاسه ورکوي ۱:د روژې په هر شپه کې الله تعالی ځيني بنده ګان د اور څخه خلاصوي. (مشکاة ۱۷۳ ) ۲:د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازي بنديږي (مشکاة ۱۷۳) ۳: د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو (۱۰۰۰) مياشتو څخه غوره ده. ۴:روژه د الله تعالی سره خبرې کوي۵:دا د مومنانو باغيچه ده زادالمعاد ۱- ۲۲۶ ص ۶:د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دي چې د لسو ۱۰ څخه تر اوه سوه ۷۰۰ پورې اجرونه ورکوي ۷: روژه نيونکي شهوت او خواړه پريږدي د الله تعالی لپاره ۸: روژه نيونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې ۹: روژه نيونکي لپاره خوشحالي ده د قيامت په ورځ کله چې الله تعالی سره ليدنه کوي ۱۰: د روژه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي ۱۱: د روژه نيونکي د خولې خوشبوئي د الله تعالی په وړاندې د مشکــو د خوشبويي څخه ډيره خوښه ده ۱۲: روژه د ګناهونو څخه ډال دی چې انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کوي.

۱۳:روژه د شيطان څخه ډال دی انسان لپاره ۱۴: روژه باطلو څخه ډال دی ۱۵: روژه د دوزخ د اور څخه ډال دی ۱۶: روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کيږي ۱۷: روژې سره انسان بد رد او جنګ څخه بچ کيږي (مشکاة ۱۷۳) الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الالباني نمر ۱۴۰۱ وسنده حسن لغيره ۱۸: روژه نيونکې به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي (مشکاة المصابيح ۱۷۳) ۱۹: د روژې په راتلو سره شيطانان او پيريان تړل کيږي (مشکاة۱۷۳) ۲۰: د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خلاصيږي (مشکاة المصابيح ۱۷۳) ۲۱: په روژه کې د الله تعالی له لوري اعلان کونکې اعلان کوي ای د خير غوښتونکيه د خير غوښتنه کوه او د شر غوښتونکيه د شر څخه ځان وساته (مشکاة ۱۷۳) ۲۲: په دې سره تقوا لاس ته راځي چې دا يو ستر نعمت دی لکه چې په پورتني آيت کې يادونه شوې ده بيا د تقوا پنځه پنځوس ۵۵ ګټې په الفوائد في تزکية القلوب ج ۱ مخ ۱۶۴ څخه تر ۲۵۵ پورې ذکر شوي دي ۲۳: د روژې مياشت د خير او برکت مياشت ده چې انسان ته په روژه نيولو حاصليږي (مشکاة ۱۷۳) ۲۴: روژه د مسلمانانو لپاره سفارش کوي چې الله تعالی دا بنده وبښه (مشکاة ۱۷۳) ۲۵: رسول الله (ص) فرمائي چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي د ايمان له کبله او ثواب د غوښتلو له کبله نو مخکني ګناهونه ئې بښل کيږي (بخاري او مشکاة ۱۷۳) ۲۶: روژه د انسان لپاره مضبوطه قلعه ده الترغيب والترهيب بتحقيق الشيخ الالباني نمبر ۱۴۰۱ وسنده حسن لغيره: ۲۷: د روژې نسبت الله تعالی ځان ته کړې چې دا زما لپاره ده ۲۸: روژه کې نفل عبادت الله تعالی په فرضو عبادتونو سره قبلوي (مشکاة ۱۷۳) ۲۹: روژه کې فرض عبادت الله تعالی په اويا (۷۰) عبادتونو قبلوي (مشکاة۱۷۳) ۳۰: روژه د صبر مياشت ده د صبر ثواب او بدله جنت دی (مشکاة ۱۷۳) ۳۱: روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده د فقيرانو، مسکينانو، کونډو، او مجاهدينو، مهاجرينو، بنديانو،ضعيفانو سره (مشکاة ۱۷۳) ۳۲: د روژې په مياشت کې الله تعالی د مؤمن رزق زياتوي ( کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکتونو سره ) (مشکاة ۱۷۳) ۳۳: روژه ماتې ورکول روژه دار انسان ته په دې سره ګناهونه بښل کيږي او نفس د اور څخه ساتي او په دې سره د روژه نيونکي په اندازه ثواب دی (مشکاة ۱۷۳) ۳۴: هر انسان چې روژه دار موړ کړي الله تعالی دداسې حوض څخه اوبه ورکوي چې بيا به نه تږې کيږي تر دې چې جنت ته ننوځي (مشکاة ۱۷۳) ۳۵: د روژې مياشت اول ئې رحمت مينځ ئې بښنه او اخر ئې د اور څخه خلاصون دی (مشکاة ۱۷۳) ۳۶: روژه دار ته اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کيږي لکه چې مزدور ته مزدوري په اخر کې ورکول کيږي او دا يواځې ليلة القدر شپې پورې ځانګړی نه ده ۳۷: جنت ښايسته کيږي روژې ته د کال د اول څخه د کال تر اخره پورې نو کله چې د روژې اوله ورځ شي نو ښايسته هوا راوالوځي لاندې د جنت په پاڼو د جنت په ښايسته حورو باندې او دا حورې وائي چې ای ربه: وګرځوه مونږ ته د جنت والاو څخه داسې خاوندان چې زمونږ سترګې ورباندې يخې شي او د هغوي سترګې په مونږ يخې شي د بيهقي څخه دا روايت نقل شوې دی (مشکــاة ۱۷۳) ۳۸: په روژه کې سحور پيشنمې راځي او په دې کې برکت وي (مشکاة ۱۷۵) ۳۹: روژه منع کوي نفس د خواهشاتو څخه چې نور عبادتونو کې دومره قوت نشته دی قرطبي – ج ۲ مخ ۲۰۹: ۴۰: روژه د الله تعالی او بنده ترمنځ يو راز دی چې دا راز بل چاته نه ښکاري د الله تعالی څخه پرته او نور عبادات خو ښکاره وي قرطبي – ج ۲ مخ ۲۰۹: ۴۱: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د الله تعالی د رضا لپاره او په دې سره ئې خاتمه وشي نو دا به جنت ته داخل شي رواه احمد الترغيب والترهيب نمبر ۱۴۱۰ ( وصححه الالباني) ۴۲: رسول الله (ص) ابو امامة (رض) ته وفرمايل چې لازمه ده په تا باندې روژه نيول ځکه چې ددې برابر نشته دی په اجر او عمل کې رواه النسائي وصححه الالباني ۱۴۱۱ : ۴۳: ابو سعيد خدري (رض) فرمايلي دي چې رسول الله (ص) وفرمايل هغه انسان چې روژه ونيسي د الله تعالی په لار کې نو الله تعالی به دده مخ او ذات په دې ورځې د روژې سره د دوزخ د اور څخه اويا کاله لرې کړي متفق عليه ۴۴: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د الله (ج) په لار کې نو د دوزخ اور به ترې سلو (۱۰۰) کلونو په مزل لرې وي الترغيب والترهيب وصححه الالباني ۴۵: رسول الله (ص) فرمايلي دي هر هغه تن چې روژه ونيسي د الله تعالی په لار کې نو الله تعالی به دده او اور ترمنځ يوه کنده او لريوالې وګرځوي لکه د ځمکې او اسمان ترمنځ الترغيب والترهيب وصححه الالباني ۴۶: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې پنځه (۵) لمونځونه او يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او روژه تر بلې روژې مياشت پورې دا ګناهونه ختمونکي دي هغه څه لپاره چې ددې ترمنځ دي کله چې دا د غټو ګناهونو څخه ځان ساتي (مسلم) الترغيب والترهيب ۱۴۲۶ :۴۷: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې الله تعالی له لوري ماته جبرائيل (ع) په دې خبرو راغلی چې چا د روژې مياشت وموندله او ده ته بښنه ونشوه او د دوزخ اور ته داخل شو نو الله تعالی د خير څخه لرې کړې او ته پرې امين ووايه ( روژه نه نيونکي ته رسول الله (ص) او جبرائيل خيري کړي دي الترغيب والترهيب وصححه الالباني ۱۴۴۲) ۴۸: رسول الله (ص) فرمايلي چې د الله تعالی لپاره په هره روژه ماتي کې د اور او دوزخ څخه خلاصيدونکي شته دی نو روژې سره انسان د دوزخ نه خلاصيږي الترغيب والترهيب وصححه الالباني نمبر ۱۴۴۳   ۴۹: رسول الله (ص) فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې الله تعالی انسان د دوزخ څخه خلاصوي او د مسلمانانو دعا قبلوي الترغيب والترهيب وصححه الالباني نمبر ۱۴۴۹ :۵۰: رسول الله (ص) يو صحابي ته وويل ته شاهد ئې د ايمان ، توحيد او د رسول الله (ص) د رسالت ورکوي او پنځه (۵) وخته لمونځونه کوي او د رمضان روژه نيسي او د شپې د رمضان عبادت کوي نو ته د ريښيني شهيدانو څخه ئې الترغيب والترهيب وصححه الالباني نمبر ۱۴۵۰ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *