خوارزمي

تعليمي نصاب ته په کتنې سره شايد مونږ د يو شمېر پوهانو نومونه اوريدلي وي، خو په اړه معلومات نه لرو ، که يې ولرو هم ډېر به  کم او ناقص وي ، يو له دغو پوهانو څخه چې له نوم سره يې تقريباً ټول آشنايي لرو ، محمد بن موسى الخوارزمي دى .

غواړم چې د نوموړي په ژوند ، کارنامو او پنځونو لنډ نظر او معلومات وړاندې کړم .!

1: پيدائښت او ژوند :
که څه هم د تاريخ په ځينو کتابو کې د ابو جعفر ابن موسى الخوارزمي په نوم ياد شوى خو مونږ يې د ابو عبدالله محمد بن موسى الخوارزمي په نوم پېژنو ،
نوموړى د عباسي دورې د مشهور خليفه هارون الرشيد په زمانه کې د خراسان يا او اوسني افغانستان د خوارزم په ښار کې دنيا ته سترګې وغړولې ( خوارزم د جيحون د سيند او کسپين (خزر ) سمندرګي شمالي څنډه ده .)
دابن موسى د تولد نېټه کره نه ده معلومه خو بياهم  د (780-785) ميلادې او (160-165) کلونو تر منځ ښودل کيږي .
وروسته عراق ته لاړ او هلته  په يو ښار کې مېشت شو
په لومړيو کې نوموړي د اسلامي علومو ترڅنګ د ابتدايي رياضي او حساب ليکنه پېل کړه ، وروسته يې دخپل ذکاوت او مشهورتيا په مټ د عباسي خلفاء دربار ته لاره پيدا کړه ، ابن موسى ددربار  د واکدارانو حسابي چارې پرمخ بېولې، د واکدرانو سره ښه چلند او خپلې پوهې دى نور هم محبوب کړ او اهم به د خليفه له لورې نازول کېده .
وروسته د دربار د علومو استاذ وټاکل شو .

2: آثار او پنځونې :

ابو موسى ته پوهانو په رياضياتو کې دډېرې پوهې
اواختراعاتو  له امله د ابو الرياضيات لقب ورکړى ده .
د رياضي او هندسې ترڅنګ نوموړى په الجبرا ، فلکيات ،نجوم او جغرافيه کې آثار وپنځول ،  چې د ځينو آثارو نومونه په لاندې ډول بيانوو :

1: الجبر والمقابله !
دې کې د دالجبر اړوند پنځونې دي او هم لوګاريتم ددې برخه جوړوي .

2:الحساب الهندي !
د هندې او عربي ژبو ګډ اثر دى .

3: اسند هند الصغير !

4: الربع المعمور !
دا کتاب مشهور په صورة الارض دى ،چې جغرافيوي نقشې او معلومات پکې خوندي دي .

5: د اسطر الاب اله !

6:  النسبةالتقربيه !
په لنډ ډول يعنې د “پاى” قېمت ترې مراد دى چې مساوي ده په 22/7   سره   .

لنډه کتنه:

محمد بن موسی خوارزمي يو شمېرپوه، ستورپوه، ستورپېژندونکی او ځمکپوه ؤ. نوموړی په  خوارزم کې زېږېدلی او په ۸۵۰ کال  کې مړ شوی. هغه نژدې خپل ټول ژوند د يو پوهاند په څېر په بغداد کې د پوهې کور کې په پوهنيزو کارونو تېر کړی.

الخوارزمی  ریاضی، فلکیات، علم النجوم او جغرافیه په څانگو كې يې څېړنې او ليكنې كړي، او د (باباى الجبرا) لقب يې گټلې دى. جات میں تحقیق و تحاریر۔ ميندل شوي كتابونه يې: کتاب الجبر و المقابله، کتاب الجمع و التفریق بی حساب الهند، کتاب صوره الارض دي.

د هغه د الجبر کتاب د يو عبارتي او مربع معادلو په سيستماتيک حلونو کې لومړنی اثر بلل کېږي. او په همدې نتيجه کې هغه ته د الجبر د پلار نوم ورکړ .
د خورازمي ونډې يواځې په شمېرپوهنه کې لويه اغېزه نه لري بلکه، په ژبه کې هم د هغه ونډې د يادولو وړ ټکي دي. د الجبر لغت د مربع معادلاتو د حل د کړنو له نوم له ده راوېستلی، لکه څنگه چې هغه په خپل کتاب کې روښانه کړي. د الجبر لغت د الگوريزم او الگوريتم د ريښو الگوريتمي نه راوتلی.

ليکوال طارق عزيز  د سلطان شهاب الدين غوري عالي لېسې ددولسم ټولګي زده کوونکى دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *