د مشرانوجرګې ريس، چې څومره زه پېژنم!؟

د نړۍ ستر ټولواک سلطان سکندر به تل خپلې مور او درباريانوته دا خبره کوله:؛  زه د زمريانوله هغې رمې نه وېره نه لرم، چې مشريې ګيدړ وي، خو د ګيدړانو له هغې رمې نه ډارېږم، چې مشريې زمری وي. ؛ .ښايي چې د سکندر موخه به له دې خبرې نه يوښه مديريت وو…

دا څو لسيزې په ځانګړي ډول په وروستيو کلونوکې زموږ دهېواد په تاريخ کې داسې خونړې پېښې اوشېبې بيا بيا راغبرګې شوې ،چې هرزړه خوږی انسان ورته داوښکوپرځاې وينې ژاړي…له بده مرغه دافغانستان جګړه زموږدهېواد يوازينئ غميزه نده، بلکې داسې نورې ګڼې ناخوالې هم ګورو،چې پريوويشتمې پېړۍ ملنډې وهي …راواخله رازراز توکمېزې ناندرئ،سمتي،سيتمي، فاشستي ، مذهبي اوژبنيزې ناروغئ، بلابلاداسې زهرجنې ويناوې، چې يومتمدن انسان يې په ويلوڅه چې ان په اورېدلويې هم شرمېږي…موږيوه موده وړاندې په ولسي جرګه کې دداسې ناندريوشاهدان وو،چې دافغانستان دپنځه زره کلن تاريخ دب دبه يې ګواښله اوزيانمنوله،چې موږدساري په توګه دپوهنتون اودانشګاه په سرناندرۍ دبېلګې په توګه يادولی شو.

همدغه ډول کسانو،چې په توکميزوناندريوکې ښکيل ول، له هغولوټمارواوټوپکمارونه هم ملاتړکاوه،چې له دوئ سره يې ورته دريځ درلود.

ولې په مشرانوجرګه کې دداډول څرګندونولپاره ځاې نه وو،که څه هم يوشمېرکسانويوه ناکامه هڅه وکړه،ولې دمشرانوجرګې ريس دخپل پياوړي دريځ پربنسټ،ديوه سياسي مديريت په وړتيا اودهېواد پالوسناتورانوپرمټ، هغه لاسوهنې اوتوطې کابوکړې،چې کورنيواوبهرنيو دښمنانو ورته لمن وهله.

که چېرې دولسې جرګې مشرتابه،په سرکې جناب ابراهيمې صاحب هم ورته دريځ خپل کړي، نوهېڅ وکيل به دافغانستان وياړونه تر پښولاندې نکړي…دمثال په ډول،يوتن دايران په يوې نامتوخپره ونه کې، چې کيهان نومېږي په څرګندوټکوليکلي دي ؛افغانستان يک نام جعلي است.؛ ددې له پاره،چې دهېواد وياړلي،پياوړي وکيلان اودملت رښتني استازي په خپلوسترګو وګوري،دډېرومعلوماتو له پاره دې وګوري (کيهان شماره هشت صدوچهل روزپنجشنبه صفحه نه) همدغه تن چې دغه ليکنه  کړې ده اوس دستي دولسي جرګې غړی دی.

دپام وړخبره خوداده،چې نوموړی اوس په ډېرې سپين سترګئ دډيورنډ استعماري کرښې ته هم لمن وهي،چې ګنې د افغانستان حکومت دې دغه کرښه په رسمېت وپېژني…د دغې پليتې کرښې په تړاو د مسلميار صاحب ملي دريځ څرګند دی اوتل يې دا يوه استعماري کرښه بللې ده.

که چېرې دولسي جرګې مشرهم د مشرانوجرګې د مشرپه څېر دېته ژمن شي نو دا ډول پردي پال به د دې جراءت ونکړي، چې پرون يې له ساواک اوکې جي بي نه پيسې ترلاسه کولې اواوس يې له آې اس آې څخه ترلاسه کوي .

دافغانستان خلکووليدل،چې په وروستېيوپېښوکې دافغانستان خلکوپه ځانګړي ډول کابل ښاريانوڅومره ستونزې اوکړاوونه وګالل،همدغويادوکسانودخپلوځاني ګټولپاره ديته لمن وهله،چې په هېوادکې سياسي اوامنيتي کړکېچ ته لأره اواره کړي…اوس هم دغه هڅې روانې دي.

موږپدې پوهېږو،سياسي اواقتصادي پياوړتيا،غښتلي امنيتي ځواک اوسياسي خونديتوب ته لارپرانيزي.داچې يوشمېرچارواکي په لوې لاس دهېواد امنېيت ګواښي،له دېنه دې پايلې ته رسېږو،چې دوئ خپلې ګټې په جنګ کې ګوري،نه دافغانستان دخلکوپه ارامئ اوسوکالۍ کې .

ديوشمېربوګنوونکوپېښوهېرول هم تداوي ده اوهم زهر، دافغانستان خلک غواړي،چې تېرې خونړي غميزې هېرې کړي،کوم چې دجګړو اصلي لوبغاړوپرې تپلې وې.خوله بده مرغه ،همدغه جکړه ماران لګيادي ددوئ په زخمونومالګې دوړوي ،دادی يوځل بيا پخپلوکې جرګه شول،هغه هم په يوه پردي هېوادکې،عبدالرشيد دوستم،عطامحمد نور،محقق اوصلاح الدين رباني يادوم،چې په ترکيه کې يوله بله سره غوږپه غوږشول…په دې تړاويوشمېرچارواکي چوپه خوله پاتې شول، ولې يوشمېرنورو،په دغه لړکې دمشرانوجرګې يوشمېرسناتورانو-دملي خواخوږئ له مخې په ډاګه ووېل،هغه څوک چې په داډول غونډو،دتېرپه څېرملت ګواښي بايد له خپلو دندو ګوښه شي.هودانشي کېدی،چې هم اپوزېسيون وي اوهم ددولت چارواکي.!؟

افغانان اوس په دې پوهېدلي دي هرهغه څوک،چې دافغانستان دګټوپروړاندې پردئ ګټې پالي،پردي پال دي،هرڅوک چې په افغانستان کې دخوميني عکس پورته کوي اويادهغه هېواد ګټې پالي دايران جاسوسان دي اويا دمحمد علي جناح عکس پورته کوي اووايې،چې دډيورنډ کرښه دې په رسمېيت وپېژاندل شي دپنجاب غلامان اود آې اس آې جا سوسان دي.

په پاې ددولت چارواکواودملت استازوته وړانديزکووم اوپدې ټکو ټينګارکووم چې :

– د ولسمشراشرف غني په مشرئ، ددواړوجرګوداستازو،داجرايه رءيس اويوشمېرسياسي شخصېيتونوپه ګډون،داسې يوکميسيون جوړشي، چې په ټولوچاروکې اکاډېميک اومسلکي کا رپوهان،چې هراړخيزه وړتيا ولري په دندووګمارل شي .

– دااوس دستي په هېوادکې دتېرپه څېرفساد شتون لري،نړيوال لا اوس هم ډاډه نه دي،چې روان فساد به کا بوشي.حکومت لااوس هم هغه کسان ازمايي،چې ازمويل شويدي .حکومت ته په کاردی ،چې بيا له ياد کمېسيون نه داشخاصوپه ټاکلوکې مرسته وغواړي .

– دغه کميسيون کولی شي،چې يوشمېرټولنيزشخصېيتونه په نښه کړي،چې دحکومت اوولس ترمينځ اړيکې ټينګې کړي.ترهغې،چې ولس خپل نشي په ټولوچاروکې سمسکی نشي راتلی.

– که چېرې په راتلونکې کې دافغانستان له حکومت نه شکايت کېږي،لکه چې اوس کېږي همدغه کمېسيون کولی شي،چې په ګډه دناخوالومخه ډب کړي .

که چېرې ټولې غاړې ديوه ملي بنسټ اوملي دريځ له مخې ديوه تاريخي مسوليت په رڼا کې يوموټی نشي نولرې نده،چې افغانستان به يوځل بيادتېرپه څېردترخوناخوالوقرباني شي.تاسې وګورئ دخپلوګاونډيانونېتونه،چې زموږ دبدمرغۍ شېبې شماري، دپاکستان اوايران له تاريخيېودښمنيو سره سره اوس مو خپلواوبوته هم نه پرېږدي،چې ګټه ترې واخلو.

تاسوبه دايران دولسمشرڅرګندونې اورېدلي وي، افغانستان ته يې ګواښ وکړ،چې دافغانستان دبندونوپه تړاوموږ بې توپېره نشوپاتې کېدی .

که موږغواړو په هېواد کې دخپلوتېرواتلانوپه څېر،له پت اوعزت نه ډک ژوند ولروښه به وي چې له هېوادسره مينه ولرو،ښه به وي،چې پردي پال نشو،خپلپال اوهېواد پال ووسو.راځی چې دايټالې دهغه اتل په څېر،چې دروم قيصرسناته روان وو،چې دهېواد جمهوري نظام په شاهي نظام واړوي،لومړی ګوزاريې پرې زوې وکړاوبيا يې په ژړاغوني اوډډ غږووېل : پلاره! تاسوپدې ښه پوهېږی،چې ماته له ځانه ډېرګران يې خوروم راته له تانه هم ډېر ګران دی .په همدې هيله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *