(Vampire)
ژباړه: ت، یوسفزی
په پنسلوانيا کي يوه ۴۷ کلنه مېرمن جوليا کاپلز(Julia Caples ) دېرش کاله کيږي چي د انسان وينه څښي، ځيني وخت خو حتی په مياشت کي نيم ګېلن تر ستوڼي تېروي.
دې د خپلي دې کړنې په اړه ویلي چي د وینې څښل د نېکمرغۍ او ښايست احساس ورکوي.
جوليا کاپلز دوه ماشومان لري چې یو اليکسي (زوی) او بل ايريل (لور) نومېږي.
جوليا په خپل کور پنسلوانيا کي یوه داسي چاړه سکښټ (ډیزاین) کړې چي د وینې د اهداء کوونکي بدن په آسانۍ غوڅوي او وینه يې زبېښي.
دا وايي:
«کله چي د یوه انسان وینه زبېښم د پياوړتيا احساس کوم، په علمي توګه په دې عقيده یم چي په وينه کې کوم ګټور عامل شته، ليکن کېدای سي داسي څه پکې وي چي تر دې مهاله پرې څېړنه نه وي شوې.»
جوليا وايي:« کله چي په دومداره توګه وينه څښم نسبت و هر وخت ته ډېر د ښایست احساس کوم. او دې کار هیڅکله ناروغه کړې نه یم، او بل دا چېي هر وخت مې بدن پوره انرژي او توان لري.»
جوليا وايي، د وينې څښنه یې په پېغلتوب کي عادت سو او ادعا کوي چي په لومړي ځل یې کله چي خپل معشوق ښکلوه (مچوه)، هغه یې پر غاړه وچيچه.
جوليا چي د نړۍ ريښتنې وينه زبېښونکې ګڼله کیږي په ۲۰۰۰ ميلادي کال له ډونالډ سره په داسي وخت خپل واده ولمانځه چې یو د بل وينه يې سره وزبېښله.
خو ډونالډ خپل دا عادت د زوی له زېږېدو وروسته پرېښود او له جوليا جلا شو.
که څه هم جوليا کوښښ کاوه چي خپل دا عادت له ماشومانو پټ وساتي، خو هغوی په خبر سول.