د ټکر له ځای سره تنکی ماښام له موټره ښکته شوه. شاوخوا پټي دي. ګیډۍ ګیډۍ ګلونه چې خلکو څو اونۍ مخکې دلته د دوو وژل شویو د ویر لپاره ایښي و مړاوې شوي. لس دولس کږې وږې سوځیدلې شمې هم د ګلانو له ډډ سره مړې پرتې دي. د ونې پوستکی اوښتی، ښایي بس به تر اوښتو مخکې ورسره لګیدلی و. په لومړۍ ورځ لکه چې د دې ونې ته نه و ورپام شوي، د ونې راځوړند پوستکی یې په ګوته واړاوه.
څرپي شو. بله ښځه وه، درې شمې یې له ګلانو سره کیښودې. درې سره یې ولګولې. په ټیت غږ یې دې ته وویل:
-نن مې واوریدل چې د ټکر یو ټپي ماشوم ساه ورکړه
د دې په سترګو کې اوښکي ډنډ شوې، غریو ونیوله، خوله یې راټوله کړه چې ورته ووایي د دې ځوانه خور هم دوې اونۍ مخکې له اخیستو ټپونو مړه شوه، خو دا بله ښځه روانه شوه. ژر ژر له سړکه پورې وته. دې پر بارخوګانو لاس تیر کړ. پر سړک یو بس بیا څو موټر تیز تیر شول. نري باد ته د ونې پاڼې ورپیدې، د شمو د اور ژبې هم شمال ته کږې شوې.
پراګ