رژیدلۍ غوټۍ د لیکوال ،ژورنا لست نامحق ځیرک دوهم ناول دی چې په دې ورځو کې تازه د افغان کتا بتون لندن مرکزله خواد چاپ په ګا ڼه وپسول شو . دغه په ژړه پورې ناول هم دده دتیر ناول په څیر زموږ د هیواد د تاریخ وروستی کلونه رانغاړی او لیکوال په ټول مهارت خپلې ټولې تجربې د هغه د تحصیل کلونه ، د وخت سیا سي چا پیریا ل ، پا چا هی نظام ، وروسته کودتاوی: د۱۳۵۲ دسرطان او د ۱۳۵۷ د ثور او زموږ د هیواد په تاریخ او برخلیک ېې ناوړه اغیزې یوه یوه له موږ سره شریکوی ناول د یوې ځوانې پښتنې غوټۍ په زړه بونونکې ځانه وژنه پا یته رسیدلی . غوټۍ د ناول د راوی د پوهنتون همټولګیواله او د ډیرو یادونو او خا طرو ملګرې ده چې د هیواد ناوړه حالت یی لو مړی له ښاره کلی ته کډوالۍ ته اړ باسی او وروسته یی د یوه عرب منګولو ته و سپاري چې په جبری ټوګه یې واده کړی ، خو په پای کې له لنډ وخت وروسته پریږدی او هغه خواره د بدمرغیو په داسې ډنډونو کې ولویږی چې خلاصون یی يواځې ځانوژنه په نظر ورشي .په ناول لیکوال او شا عر داکتر طا رق رشاد ارزښتمنه سریزه کښلې چې د ناول د ارزونۍ تر څنګ د ناول د معرفۍ او د دې ادبی ژانر د ودې په تاریخې پړاونو هم په کې ډیر څه لو لو : د لوى او بخښونکي څښتن په نامهغوټۍ ورژيده خو د ليکوال هيله دې نه رژېږي دا چې ناول د اسطوريې نکلونو او رومانونوپه کور کې نوي سترګې پرانيستي پر ميراث يې کښېناست او طبعي بڼه يې خپله کړه، نو  د ناول په نوم ونومول سو،  چې د نوي او عجيب په مانا ده، دا د لاتيني کليمې Novellus  څخه اخيستل شوې ده.په ادب کې د ناول دنيا د رښتيني دنيا په شان پروخت، ځاى او پېښو ولاړه ده ، چې  بېلې بېلې برخې او ډولونه لري او په هغه کې لومړى پلاټ يا طرحه  او بيا د کرکټرونو يا پرسوناژونو ټاکل دوخت او ځاى ډول يې د جغرافيوي او کلتوري نوښتونو سره په نظر کې نيول، د پرله پسې  پېښو له کړيو ځنځير جوړول اوجونه يا ګنډې ( سپنس  )  او تضادونه ،  غوټې جوړول او سپړل او په پاى کې لوستونکي يا اوريدونکي  د هغه پر پايله او ا غېز فکر کولو ته  هڅول او يا له درانه خوبه راويښول دي،  په انګريزي کې بيا ناول (Navel )  په نثر کې د خيال غږيدو يا an extended fictional work in prose    ته وايي،  خو په هر ډول ناول د پېښو د ټولو خواو د ويلو توان او ججورى لري،  چې بايد ګام پرګام  لوستونکي او يا اوريدونکي له  ځانه سره بوزي او دې ته يې وهڅوي چې وروسته څه پېښېږي او پايله يې څه ده.که د نړۍ د ادبياتو د تادريخ په هېنداره کې ناول ليکلو ته وګورو اودهسپانيا د شپاړلسمې  پېړۍ د  نوميالي ليکوال سرونتس )  Miguel de Cervantes saavedra ( (161-1547)   د ((دون کیشوت< سترهشکار راتیرسو  چې په( 1605 )  کې يې په زندان کې ليکلى و چې پر شواليه  توب يې ملنډې وهلي دي،  همدارنګه د نولسمې پېړۍ د نوموتي ريالستيک روسي ناول ليکوال د  استايونسکي (Fyodor Mikhylovich Dostoyevsky  ) (1881-1821)    (( د مړو د کور يادونه ))  سره چې هغه هم د سايبريا په زندان کې ليکل سوى دى پرتله کړو چې د موضوعاتو  او وخت له مخې بېل خو د دواړو  د ليکلو ځاى زندان دى؛ بيا په ١٩٧٩ کې د انګريزي ناول ليکوال ډانيل ډيفو (Daniel Defoe ) (1731-1660 )   مشهور ناول رابينسن کرزو (  Robinson Crusoe )  دى چې  (Didacticism )  پر سبک خپور سوى چې اتلان يې په ماجراو کې ښکېل دي.په اروپا کې ناول په رښتيني توګه داتلسمې او نولسمې پېړۍ په پيوستون کې ښه وده وکړه چې الماني ليکوالو  او په تېره  بيا د جرمني لوى شاعر هابينه (Heinrch heine )  (١٧٩٧- ١٨٥٤) او ورسته بيا روسي ليکوالو لکه د استاديوفسکي، تولستوى (count lev Nikolayevich Tolstoy )   اود نړۍ دنورو هېوادونو ليکوالو ډیره برخه اخيستې ده.عربي نړۍ چې په خپلو ناول ليکوالو غره هم ده ،  د ډیرو په اند د دوى لومړى ناول د نامتو مصري ليکوال حسين هيکل د ( زينب )  ناول دى چې ١٩١٤ کې ليکل شوى دى،   سره له دې چې يوازې له سور يې  څخه مېرمن بثينه شعبان د فيمينیزم پر بنسـټ د يوې ښځې ليکوالې زينب فوازد ( حسن الوقيب)  ناول مخکې ګڼي.پښتو ادبياتو ته ناول لکه ځينې نوورو ادبي ژانرونو غوندې د ژباړې له لارې هغه هم د شلمې پېړۍ د پيل  په لومړيو کلونو کې راغئ چې لومړى د حسيب ګل کاکا خېل (( نقش نګين ))  او دويم د ميا محمد يوسف (( توبة النصوح ))  د ډپټي نذير احمد د ناولونو ژباړه وه،  چې د تقويم الحق کاکا خېل په وينا (( دوى دواړه کتابونه صرف پښتو کړي نه دي، پښتانه کړي يې هم دي))  خو لومړى پښتو ليکل سوى ناول د ١٩١٠ او ١٩١١ کلونو په شاوخوا کې د ماه رخى ( نتيجه  عشق ) ناول دى چې د ډيورنډ د کرښې ها خوا پښتوکې راحت زاخيلي ليکلى چې حسين هيکل د ((زينب )) له عربي ناوله مخکې ليکل شوى دى او له دې وروسته په پښتونخوا کې حمزه شينواري، سيد رسول رسا ،  شير زمان غجمن ،  اشرف درانى، صاحبزاده محمد ادريس،  مير مهدي شاه مهدي،  سلطان ماڼو خان ، رشيد علي دهقان اوداسې نورو او تر ډيورنډ کرښې راديوخوا لومړى چاپ سوى پښتو ناول د برهان الدين کشککي (( پټه مينه )) ناول دى دوهم د محمد رفيق ( دوه سره مين وروڼه )) د عبدالروف قتيل (( دوه ياران )) د نور محمد تره کي (( سنګسار)) ، (( د بنګ مسافري))  (( څړه ))  (( سپين ))  او داسې نورو ليکوالو ناولونه دي.خو په پښتو ادبياتو کې د لومړي ناول ليکلو وياړ راحت زاخيلي ته  ور په برخه دى؛ ليکوال په خپله د پښتو د لومړي ناول په پيل کې ليکي (( دا کتاب ضيالواقع صحيح قصه ده، مګر د يوې وجهې اصلي نوم پرې نه دى ايښول شوى، د  حال زمانې سرګذشت دى،  چشم ديد واقعه ده )) او د ليکوال په وينا له ١٩٠٦ نه تر ١٩٠٩  م پورې داقصه تېره شوې ده.د ليکوال د سترګو ليدلى حال او په يوه پښتني ټولنه کې د مينې کيسه ده.د ښاغلي ځيرک (( رژېدلې غوټۍ ))  ناول هم ماته لکه د راحت زاخيلي د پښتو د لومړي ناول غوندې (( فياالواقع صيح قصه ))  ښکاري  چې ښايي د ځئنو نومونو په بدلون او د پېښو په داستاني کولو، نظر او دريځ  په څرګندولو سره د ناول بڼه ورکړې وي، چې زما په اند د Confessional  literature   يا اعترافي ادبياتو او يا هم  حالاتو بڼه لري، چې د هغه په وسيله ليکوال هغه پېښې، عواطف او احساسات چې پرده يې پرې غوړولې وه، ترې لېرې کوي او لکه په ١٧٨١ م کال کې ژان ژاک روسو(( اعترافات )) چې تر ٥٣ کلنۍ پورې پر خپلو تېروتنو او ګناهونو، اړيکو او پېښو اعتراف کوي چې د عواطفو   او احساساتو  په څرګندولو سره يې نوى سبک  رامنځته کړى دى،  او بل اثر د تامس دوکو ئيني( Thamas de quineey  ) دى  چې د يو انګريز  تارياکى د اعترافاتو (confession of an English  option eater ) په نوم يې ليکلى دى، کله کله ليکوال د  Expressionism   لار نېولې او حقايق يې  د خپلو احساساتو او تاثراتو تر اغېز لاندې څرګند کړي او په پاى کې د ډیر غم خوانيونکي انځور وړاندې کوي.  خو په لومړیو کې لیکوال description یا هغه ستا ینه کوی چې دده د                    تجربې ذهني انځور پکې ځلېدلى دى،  ځکه د انځور ټولې برخې ، شېبې،  ځاى، شخصيتونه، ټولنيز چاپيريال، پيښې او حالات په پرله پسې ډول دوام کوي او دا دده د ناول ځانګړتيا ده چې شخصيت يې له محيطه  بېل کړى نه دى، ټولنيز چاپيريال يې د شخصيت سره  په اړيکو کې ليدلى او د Psychoanalytic   يا اروايي شننو په پوهېدو او مرسته يې د اتلانو شخصيتونه څرګند کړي دي، ځکه د فرانسوي ليکوال موپاسان  Guy de Maupassant    (١٨٥٠-١٨٩٣)  په وينا رښتينې هنرمند ليکوال له ژونده وچه او مبتذله عکاسي نه کوي بلکې هڅه کوي، داسې څه موږته راکړي چې له رښتيني  ژونده هم ژوندى واقعي او ګټور وي.د (( غوټۍ ))  نوم يې له کيسې سره ښه تړلى، ښکلى ايښى او د استعارې (Metaphor   )  څخه چې د مجاز يو ډول ، تشبيه او بديعي  صنعت دى کار اخيستى چې د ناول د اتلې غوټۍ نوم د استعارې مشبه او د ګل د غوټۍ د ورته والي (مشابهت )  مشبه به  دى او بې له دې چې هيله يې تر سره شي او وغوړېږي رژېږي، لکه حميد مومندچې وايي: دايې کومه دلسوزي ، عدل او انصاف دى چې لا ګل شګفته نه وي بيایې خور کا   د دغه نوم په  ټاکنه او ناول ته د دغه نوم ايښودلو کې د ليکوال  استعداد  د ستايلو وړ دى.کله کله د Imagism  انځوريزه لاره خپله کړي لکه غوټۍ چې  ماهي ته وايي(( ته زموږ د کلي د کور په لښتي کې  زنداني يې او زه د انسانانو په ډک  کلي کې د يو کور بنديوانه …   ته هم بندی يې او زه هم ستا په شان ستاد مالکانو بندي… زه تاته د خوړو ترڅنګ ناز هم درکوم خو زما مور وطن زه په پردو وپلورلم)) يا (( کله چې يې له انسانانو  تمه شلېږي، څېړۍ ، نښترونو او سيندونوته د خپلې ناهيلۍ اوښکې تويوي))  کله هم ښې او شاعرانه جملې د توضيح لپاره راوړي لکه : زړه نا زړه  نابللى مېلمه ته روان وم، لوستى څنکه د نالوستو په پنجو کې ويلې کېږي، د خپلې فنا نغمې په پټه خوله غږوي،  زما ټول منطق او دلايل د يوې بې سواده کليوالې پېغلې په مخ کې ويلي سوه.د واده  شپه داسې ښيي(( هغه شپه له ځوانې او پېغلې غوټۍ نه بشپړه ښځه جوړه سوه))  داستادې د ښکلا او سينګار په اړه وايي، وروځې يې د سترګو له پاسه داسې کړې وې تابه ويل منګري ماران  د ښکار په تمه دي، بل ځاى وايي که مې له ځانه پېرى نه واى جوړ کړى، د ښاپيرۍ ديدن مې نه په برخه کېده.کله کله هم ډیرې دردونکې جملې کاروي، لکه  بد کاره ښځه چې وايي(( ما له قصده د کوټې دروازې خلاصې پریښودې چې پرېږده مور مې په خپلو غوږو د خپلې لور د بې عزته کېدو چېغې او اوازونه واوري او د مور  نوم ته په خپله لاړې تو کړي.)) د کرکټرونو په پېژندلو  کې ښه مهارت لري (( لکه د کابل پوهنتون د ليليې دروازې ساتونکى حضرت محمد خان په اړه چې وايي: (( د سر  اواوږو ترمنځ يې ايله دوې ګوتې اور مېږ پروت و…))ځينې ځايونه يې ډیر پرځاى د پښتو ښه وراشي کارولي دي لکه : واښي واڼۍ تښتېدل ( هک پک پاتې کېدل ) اوتې بوتې…يوځاى يې د کنډې باغي ژبې چې ځنې يې چغتايي يا مغلي فارسي بولي اود ختيځو ولايتونو د پښتني سيمو په ځيني ځايونو کې ويل کېږي، چې ډیره پښتو پکې کارېږي، راوړي چې ډیره په زړه پورې ده : (( وابچه الکيناره  د ډانګيا اويزان کده باش و ګليما – ناره د پټيا بغړان )) کله کله يې ډايالوګونه د Stichomythia   يا مناظرې اويا هم د پوښتنو اوځوابونو په ډول دى لکه د کيسې د اتل او غوټۍ ځينې خبرې اترې د زده کړې پرمهال يا د بدکارې ښځې ډيالاک  له مور سره  چې ډرامې ته ورته دي لکه د شکسپير د هملمت په ډرامه کې چې د هملت او مور ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو مبادله ده.د کيسې اتل چې د کابل پوهنتون ته د زده کړو لپاره راځئ يو کليوال پښتون دى چې د زده کړو  ترڅنګ يې د زړه مراندې د مينې نغمې رغوي، خو ځان او خپل ټولنيز موقف  پېژني او د دې جرئت نه کوي چې د مور، پلار او سيمه ييزو  دودونو پرضد ګام  پورته کړي او د غوټۍ سره چې په پوهنتون کې زده کړې کوي،  خپله د وستي په مينه او ګډ ژوند بدله کړي ځکه  نو تر ډېره حده د شرم او حيا دروازې تړلې ساتي،  خو دا خبره چې غوټۍ ته وايي((  له مجبورې ورځې بايد هره ورځ  بېل رنګ نېکرونه ووينم ، د داسې کليوال لپاره له حيا تېرى دى.د کيسې په منځ کې د  غوټۍ د ليک  روايت يا تر سلی کيسه یا هم epistolary navel   پيل کېږي، چې کيسه د ليک په قالب  کې ځايوي، چې دا ډول کيسه ليکنه په اتلسمه پېړۍ کې  د استايو فسکى د (( خوارو خلکو ) ) په کيسه  کې چې په ١٨٤٦ کې ليکل سوې ده  له دغه ميتوده ګټه اخيستې او هغه د يوه خوار سړي او ښځې ترمنځ د ليکو نو مبادله ده   او دې ته کيسه په کيسه کې يا Story within Story   هم وايي چې يو روايت   په بل روايت کې ذکر کوي او ليکوال هغه کيسه وړاندې کوي چې نيمګړې پاتې او بشپړوي يې چې يو له هغو څخه د چارلېز ديګنز ليکنه د ښاغلي پيک ويک ليکونه (Mr. pick wicks papers ) دى چې نوى نوى کېسې د پيک ويک په  په ماجرا (( پېښو ))  کې پېښېږي،  زر او يوې شپې په نکلونو کې هم ښکلې او هوښيار کيسه کوونکې يوه کيسه کې بله کيسه راخلي او په هغه سره خپلې کيسې ته دوام ورکوي او په واقعيت کې زر او يوې شپې نکلونو ته کيسه په کيسه  کې يا Frame Story   هم وايي  چې له دغه لارې اصلي روايت ټوله کيسې سره نښلوي او همدارنګه نورې بېلګې يې د کامرون ليکنه (( بوکانچو )) او د چا سرليکنه (( د کانټر پرې نکلونه )) دي.خو په لنډ ډول دغه ناول کې مينه او بدکاري دواړه سره غوته شوي او د هغه  د ښه سپړلو لپاره ناول غزيدلى اود کيسې يا ناول له اتلانو پرته ډیرى نور د ګناوهونو پيټي پر سر ګرځوي او د ښځو لپاره يې لومې غوړولي چې بدکارۍ ته يې وهڅوي اويا يې په  دغه لومو کې  داسې ښکېل کړي چې دوتلو توان ترې واخلي.په پاى کې کله چې د کيسې  اتل له ډیرې  مودې بېلتانه وروسته د غوټۍسره ويني د پوهنتون يادونه يې ذهن ته تداعي کېږي چې د لته  ناول ليکوال د Flashback   يا تيرو ته ګرځيدنې څخه کار اخلي او د وروستي  ځل د وصل کړۍ يې هم د غوټۍ شل او شوت زوى وي چې دا هم د وصل ناکام او له کړاونو ډک سمبول او د بد سترګي ژوند او مړانسانيت نښه ده  چې  ډیر ښه  او پرځاى ټاکل کېږي  او هغه دومره ژړونکى او تراجيدي دى چې  خورا لږ   کسان به ځان ورته ټينګ کړي، څو مړې اوښکې ونه بهوي او لوستونکى وینی چې مغروره ککرۍ اوس څرنګه د زمان پښو کې پرته او د نړۍ سترګې ورته ړندې دي او هغه شل او شوټ هلک وايي: (( که په مور مې څه وشي زه به په دې معيوب ځان يوازې په دې دنيا کې څه  وکړم ))  او غوټۍ د مينې له ټولو خواريو  اواړتيا و سره سره د غرور  يوه ښه بېلګه ده  چې د ځان په اړه  دبل د احسان پېټى تر ژوند دروند ګڼي خو يوازې يوازنې  زوى ته د پېرزوينې  هيله کوي او بس.د وروستيو ټکو په توګه د ښاغلى ځيرک  زيار د ستايلو وړ ګڼم  او لکه څنګه چې دى د نورو خبرې د زړه په غوږواوري، له نورو هم  دا هيله لري چې د ده خبرې د زړه په  غوږ واوري، ځکه ګران لوستونکي  رابولم د ناول ليکوال د زړه خبرو ته .ومن الله التوفيقډاکټر طارق رشادسوت هال – لندن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *