حماسه ډېر تعريفات او ډېرې ماناوې لري خو په ادبياتو کې يې مشهوره مانا د مېړانې او قربانۍ کيسه وضع شوې ده، يانې هغه پېښه چې د يوه ولس او قوم د خلکو د قربانۍ او مېړانې نکل وکړي حماسه بلل کېږي.
د نړۍ د ادبياتو په تاريخونو کې د ډېرو قومونو ډېرې حماسې شته خو په رښتينولۍ يې ښايي اوس هم شکونه موجود وي، ځکه دا حماسې ډېرې پخوانۍ او له ثبت شوي تاريخ څخه مخکې رامنځته شوې دي، يانې ليکوالو يې هم د خلکو له خولو رانقل کړي دي چې دې خلکو ته له خپلو پخوانيو همداسې په شفاهي ډول پاتې شوې وې.
د حماسو په اړه تيوري ليکونکي په دې نظر دي چې دا د ورځې خبره نه ده بلکې په دې به تاريخ قضاوت کوي او راتلونکي تاريخونه به دا ثابتوي چې کومه پېښه حماسه ده او کومه نه ده، خو د ټولنيزو علومو ځانګړتياوو ته په کتو چې هر تعريف او هره تيوري په خپل ذات کې مطلقه او نهايي نه ده، د هېواد حاکم شرايط کېداى شي د حماسي تيوريسنانو په تيوريو کې د بدلون او تخفيف لار پرانيزي، دا ځکه چې په دې هېواد کې کله کله داسې پېښه رامنځته کېږي چې پرته له تاريخي قضاوته په حال زمانه کې انسان دا قضاوت کولى شي چې ولس خپله مېړانه وښودله او په رښتيني ډول يې حماسه وزيږوله، چې د همدې پېښو په لړ کې د غبرګولې مياشتې څلرويشتمه نېټه هم د رښتينو ولسي حماسو په کتار کې ور زياتولى شو.
ښايي څوک پوښتنه وکړي چې په کوم دليل ولس په دې ورځ حماسه وزيږوله؟
موږ به ورته د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د جواس خان د لور کيسه ور وړاندې کړو.
دا له شک وتلې واقعه داسې وه چې د تڼيو په ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اته کلنه لور په داسې شپه مړه شوه چې سهار ته يې د غبرګولې مياشتې يانې د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو ورځ وه، جواس خان د دې پر ځاى چې د کلي له جومات څخه د خپلې لور د مړينې اعلان وکړي، ده ډېر په ډاډ سره کليوال رايو ته راوبلل.
د سهار په اوو بجو دى ورته مخکې شو د کلي ټول خلک يې تشويق کړل او د رايو مرکزونو ته لاړل، کله چې کليوالو رايې وکارولې له هغه وروسته يې ورو ورو يو يو کس خبر کړ چې زما لور په حق رسېدلې بايد د قبر بندوبس ورته ونيول شي.
کله چې کليوال په دې پوه شول چې دا جينۍ بيګانۍ مړه شوې ده خو دوى ته يې په غرمه ځواب ورکړ له جواس خان نه يې وپوښتل چې ولې دې د سهار راهيسې د لور مړى پټ ساتلى. د هغې ارواښادې پلار ورته وويل، د لور مړينه مې د خداى(ج) امر دى، د سر په سترګو مې منلى ��ى، خو د دې لپاره مې سهار دا موضوع پټه کړه، چې هسې نه خلک له رايو پاتې شي او د خپل راتلونکي له ټاکنې بې برخې شي، په کور کې مو دا فيصله وکړه چې بايد له راى اچونې وروسته کليوال خبر کړو.
اوس د دې جينۍ د پلار (جواس خان ) له دې کړنې يوه نړيواله سانريو جوړه شوې، ښايي د نړۍ په کچه دا يوه نادره او ډېره د پام وړ پېښه وي.
بل دليل به مو د هرات ولايت د شپته کلنو سپين ږيرو سره شوې پېښه او د دوى څرګندونې وي، بيا به يې وګورو چې پوښتونکى څومره زموږ له حماسې سره موافق دى.
کله چې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي مياشتې په څلرويشتمه نېټه په هېواد کې د ولسمشر لپاره دويم ځلي ټاکنې کېدې، د هرات ولايترباط سنګي ولسوالۍ کې له يوولس تنو په دې تور د شهادت ګوتې پرې شوې چې دوى د ولسمشر د ټاکنو لپاره ګوتې تورې کړې وې، خو کله چې له دوى سره خبريالانو خبرې کولې دوى په خپله کړنه پېښمانه نه وو، بلکې دا ژمنه يې کوله چې موږ به بيا هم د خپل سرنوشت په ټاکنه کې برخه اخلو که له دې په لوړ قيمت هم راته پرېوځي.
په سمنګانو ولايت کې يوولسو تنو په دې ځانونه قربان کړل چې د خلکو لپاره يې د راى اچونې زمينه برابره کړې وه، د بي بي سي راډيو په حواله د غبرګولي په څلرويشتمه يو اويا ملکي کسان ځکه قرباني شول چې دوى غوښتل د خپل راتلونکي زعيم لپاره رايې وکاروي.
د ټآکنو په ورځ له غرمي وروسته د جرمني خبري اژانس د افغانانو پراخ او بې پروا ګډون ته په اشارې په خپله تبصره کې وليکل:” افغانان دومره له جګړې ستړي شوي چې د خپل سر په بيه روان دي او د رايو په مرکزونو کې د روښانه راتلونکي په نيت رايې کاروي.” ښايي دوى د خپلو خبريالانو او همکارانو په مټ د خوست او خوست ته ورته ولايتونو حال اخيستى وي او بيا يې دا تبصري ليکلي وي، ځکه په خوست ولايت کې د غبرګولي څلرويشتمه يوازې دا شعار و چې” د سر په بيه رايه ورکوم”
دا به ډېره له انصاف او عدالت څخه لرې خبره وي چې د خوست ولايت په زينخيلو، تريزيو، شمل، لکڼو، صبريو، اسماعيلخيلو مندوزيو، قلندر، او داسې نورو ډېرو هغو سيمو کې چې ډېرى وخت په کې مېرمنې د درملنې لپاره کلينيکونو ته نه ځي، خپل شديد او بې رحمه دردونه د قبر په شان په څلورو ديوالونو کې تحملوي، ولې په دې ورځ يوازې د روښانه راتلونکي او د خپلو، وروڼو او اولادونو لپاره د سوله ييز چاپيريال رامنځته کولو په نيت راووتلې، په ډېر وياړ يې د شهادت ګوتې تورې کړي ترڅو په راتلونکي کې يې مخونه سپين پاتې شي.
هېڅ مې ګمان نه کېدو چې د کليو په دې خاورينو او له ګردونو ډګو لارو دې مېرمنې په دومره جراات قدمونه کېږدي او د رايو مرکزونو ته دې لاړې شي.
يو کالې د خوست په ولايت کې په د مېرمنو سلو کې شل څه چې لس سلنه رايې هم له امکان وتلې او درغلې ښکارېده، خو سږ کال که چېرې د مېرمنو ونډه په سلو کې له څلوېښتو کمه وبلل شي دا به د مېرمنو په هغه حقوقو تېرى وي چې نن يې هر ميدان ته راوتلى کس د ورکړې ادعا کوي.
د مېرمنو قربانۍ ته ورته ځوانانو او سړيو هم داسې څه وکړل چې له حماسې پرته بل کوم صفت نه شو ورته موندلى، هغه په دې چې په هغو سيمو کې خلک د رايو مرکزونو ته لاړل او رايې يې وکارولې چېرته چې يو ځوان ږيره نه شي ښريلى، حتا ډېر کله يې شيک او لوکس ګرځېدل د سر په بيه تمام شوي دي خو په دې ورځ دوى خپلې ګوتې تورې کړې.
اوس مې هم د هغه مشر ژمنه په سترګو کې اوښکې راولي چې په ډېر احساساتي انداز يې قسم ياد کړ چې ټول قوم راسره ژمنه کړې چې موږ وروسته له ټآکنو په څلورو ګوتو خوښ يو، نه په دې چې راته راغلې راى پاڼې همداسې سپينې بېرته يوړل شي.
ښايي د راى پاڼو سپين وړل دا ځلې د ټول خوست لپاره د غيرت خبره ګرځېدلي وي، ځکه په دې ورځ ډلې ډلې ديني عالمان کور په کور ګرځېدل او خلک به يې رايو ته تشويقول، حتا هغه وسله والو مخالفينو چې د دولت په مقابل کې يې وسله پورته کړې په دې ورځ خلک هڅول او ډاډ يې ورکولو چې په پوره اطمينان سره لاړ شئ او رايې وکاروئ.
يو مېرمنې چې لاسونه يې په اوړو ککړ و، شلېدلي چپړکې يې په پښو وې، موخلي بورقه يې په سر اړولې وه، د رايو له مرکز سره خوا کې شپږ کلن ماشوم ورته مخکې دا ورپسې روانه وه.
يوې بلې مېرمنې ته يې وويل:” د سهار راهيسې مې زوى راته ژاړي چې ته به ځې او د راتلونکي ولسمشر لپاره رايه ورکوې، نه مې غوښتل چې له کوره راوځم خو دې زوى مې مجبوره کړم او راغلم رايه مې وکاروله.” دا له هغو خروارونو خاطراتو يو څو نمونې وې، کنه د هېواد حاکمو شرايطو ته په کتو ښايي په دې اوه ميليونه کارېدلي رايو کې يوه رايه هم داسې پيدا نه شي چې تر شا دې يوه حماسي کيسه ونه لري.
کله چې په يوه بهير کې خلکو تر دې کچه قربانۍ ورکړې او د رايو صندوقونو ته لاړل ترڅو د خپل ښه راتلونکي لپاره خپل ولسمشر وټاکي، ايا دا حماسه بلل کېداى شي او کنه؟
کله چې ولسونه غواړي خپل تقدير د سر په بيه د خير په لوري سوق کړي، ايا دا حماسه ده او کنه؟ هغه هم رښتينې ولسي حماسه.
سپين روان نورزى – خوست