احسان الله ذهـــین

احسان الله «ذهین»

موږ ډېر ځله په دې ځانو ته قناعت ورکوو، چې اتلان او باتوران یو. ایا رښتیا هم موږ اتلان یو؟ اتل څه ته وايي؟ موږ ته ولې ځانونه اتلان ښکاري؟ ایا موږ د اتلولۍ معیارونه پوره کولی شو؟ که اتلان وو، بیا ولې تر ټولو وروسته پاتې یو؟ ولې هر کال دلته په زرګونو کسان مړه کېږي؟ ولې هر کال افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې راځي؟ که وګورو له هر پلوه وروسته پاتې یو، خو برعکس ځانونه راته اتلان او تر نورو ممتاز ښکاري. همدا قناعت د دې لامل شوی، چې موږ له پرمختګه وروسته پاتې شو.

په افغاني ټولنه کې د اتلولۍ لپاره کوم ځانګړی معیار نشته، چې څوک يې پوره کړي او اتل شي. دلته اتلولي بل څه ده. د ژبې، قوم، توکم، سمت او خپلوۍ اړیکې مطرح دي. که یو څوک بشپړ بې سواده وي، قاتل وي، لاسونه يې د ملت په وینو سره وي، میندې يې بورې کړې وي، په یوه او بل نامه يې هر راز جنایتونه کړي وي؛ خو چې واک په لاس ورغی، قومي ملاتړ يې پيدا کړ؛ بیا اتل، مارشال، مجاهد او ملي قهرمان ترې جوړ شي. تاریخي بګرونډ او شالید يې بیخي له منځه ولاړ شي. جنایتونه او ظلمونه يې هېر شي. صیقل او پاک سوتره شي. دا ډول اتلان چې په واک کې راشي، بیا يې نو چې څه زړه غواړي، هغه کوي. تر لاس لاندې يې هم خپل کسان وي او هڅه يې هم  دا وي، چې خپل که هېڅ ظرفیت هم ونه لري، په کار يې وګوماري. د ظوابطو پر ځای روابط پالي او کار اهل کار ته نه سپاري؛ ځکه خو ټولنه وروسته پاتې کېږي. دا ډول کسان په ژوند څه چې تر مړینې وروسته يې هم خلک له شره نه دي خلاص. د ځينو پلویان خو بیا په افراط کې دومره غرق شي، چې حتی د خپلو اتلانو(!) هډوکي راباسي او زنده باد نارې ورسره وهي. مړه خو مړه دي. متل دی، چې له مړو شیطان هم بېزار دی. که موږ يې سل ځله د درناوي لپاره راوباسو، د تاریخ له قضاوته يې هېڅوک نه شي ژغورلای او نه هم په دې اتل کېږي.

افغاني ټولنه یوه جګړه ځپلې ټولنه ده. تاریخونه ټول له جګړو مالامال دي. په ټولنه کې هم تر ډېره د اتلولۍ تعبیر په جګړه کې مخکښي ده. که څوک په جنګ کې مړ شي، تورې ووهي؛ نوم يې په تاریخ کې پاتې شي، په سندرو او لنډيو کې د هر چا په خوله جاري وي. تاریخ او روایتونو هم دې ډول بهادرۍ ته هڅولي یو. ځکه خو بهادري ټوله په جګړه کې نغښتې راته ښکاري. په علم، ادب، فرهنګ، سیاست او نورو برخو کې مخکښان، چې  د اتلولۍ حق د دوی دی، اتلان راته نه ښکاري.

موږ تل ځانونه په دې مصروف کړی وي، چې پنځه زره کلن تاریخ لرو. تل په تاریخ ویاړو. په ماضي کې اوسو، راتلونکي ته کار نه کوو. که تر اسلام وړاندې د دې سیمې تاریخ ته ځير شو، دلته بت پرستي، د اور عبادت او د نورو باطلو دینو پيروي کېده. ایا پر هغو ویاړ زموږ لپاره جایز دی؟ همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله وړاندې عرب پر پلرونو، نیکونو، قوم او… له ویاړه منع کړل. دا سمه ده، چې له تاریخه موږ ډېر څه زده کوو؛ خو دومره تکیه هم باید پرې ونه شي، چې پرمختګ ته مو پرېنږدي.

دا نامعقوله بهادري څو لاملونه لري: لومړی تاریخ دی، چې یوازې د جګړې او دربار کیسه راته کوي. تر جګړې او دربار ورهاخوا بل هېڅ نه لري. همدا راته وايي، چې پلانی يې مړ کړ، بستانی يې ړوند کړ، په پلاني يې کودتا وکړه. افغانانو په خپلمنځي جګړو دومره کسان ووژل.نو موږ هم چې د تاریخ په نامه بل څه نه لرو، یوازې جګړه او د پاچاهیو بدلون راته تاریخ ښکاري. کله چې د تاریخ نوم اورو جنګونه، دربار او د سیاسي نظامونو بدلون مو په ذهن کې تداعي کېږي. نو تاریخ چې د جنګ کیسې راته کوي، ذهنیت مو د جګړې لپاره جوړ شوی او په جګړه کې بهادري او مخکښي راته اتلولي ښکاري. موږ فکر کوو چې تاریخونه سل په سلو کې رښتیا او واقعیتونه راته بیانوي، خو که وګورو په تاریخونو کې واقعیتونه مسخه شوي. زموږ څخه يې باتوران جوړ کړي او مقابل لوری يې ښه ټکولی. مثلاً: تاریخ راته وايي، چې موږ چنګېزیان په ګونډو کړل، سکندر مو مات کړ، تیمور مو ګوډ کړ، انګریزان مو وشړل، روسان مو ووژل او ماته مو ورکړه. که ځير شو، دوی پر موږ یرغلونه کړي، تبا کړي يې یو، وژلي يې یو، له خاورو سره يې خاورې کړي یو. هر څه يې رانه اخیستي. هر ډول باداري يې راباندې کړې او لا يې کوي. د لسیزو جګړه او بدبختۍ هم د دوی میراثونه دي؛ خو برعکس موږ بیا ځانونه اتلان او تر نورو لوړ بولو او وایو چې موږ زمریان او بهادران یو.

نو پخواني تاریخونه نیمګړي دي، مقابل لوری پکې ډېر مظلوم ښودل شوی. که په پښتانه نومي کتاب کې د بابر نامې پښتو ژباړل شوی متن وګورئ، پښتون قوم به درته د ځمکې پر سر تر ګردو مظلوم ښکاره شي. بابر او نورو مغلو پر پښتنو د اسراییلو ټاپه لګولې وه، ځکه یې نو زموږ د ورمېږونو غوڅول او زموږ له سرونو د کله منارونو جوړول خپل حق باله. اوس هم نړیوالو پر موږ هماغه ډول ټاپې لګولې دي، زموږ وژنه خپل حق بولي، په یوه او بل نامه مو وژني؛ خو که له تېر تاریخه عبرت وا نه خلو، نو له هماغه یوې سوړې به زر ځله هم چیچل کېږو.

د تاریخونو د نیمګړتیا دلیل هم دا دی، چې پخوا هر چا لیکلای نه شول، تاریخ په اشرافو او دربار پورې اړه درلوده. هملته به لیکل کېده او عوامو ته نه راټيټېده. له تاریخه د خلکو تصور هم د سیاسي نظامونو بدلون و. نو په تاریخ چې دربار خېټه اچولې وه او مورخان هم په دربار کې اوسېدل؛ څنګه به يې حقایق منعکس کړي وای؟ د خپل پاچا څېره يې ډېره صیقل کړې او باتور، توریالی او مېړنی يې ترې جوړ کړی. همداراز ځانونه يې اسمان ته خېژولي او مقابل لوری يې په ځمکه ویشتلی او دا کار يې د نورو د ځپلو لپاره کاوه. تل يې پېښو ته د جګړې له لیدلوري کتل او همدا لامل شو، چې په ټولنه کې افراطي فکر پياوړی کړي. نو که په تاریخ کې اصلاح را نه شي، غلط ذهنیت راکوي او دا ذهنیت د دې لامل کېږي چې څيزونه ناسم تعبیر کړو.

بل دا چې په افغاني ټولنه کې د لسیزو جګړې زموږ ذهنیت بدل کړی. تاریخ هم له جګړو ډک دی او په ټولنه کې هم مسلسلې جګړې جریان لري. د یو ازاد شعر مفهوم دی، شاعر مې له ذهنه وتی. وايي: «په ګودر کې ناست وم. په خوند مې شپېلۍ غږوله. یوه پېغله راغله، هېڅ يې راونه کتل او غوږ يې هم راباندې ونه ګراوه؛ خو يو ځوان له تورې سره په اس سپور تېر شو. پېغله پسې ورجګه شوه او تر هغې يې سترګې پکې ګنډلې وې، چې څو یې له نظره نه و پنا.» ځکه نو بهادري ټوله په جګړه کې وینو او جګړه مو د فطرت یوه برخه ګرځېدلې. که د جګړې له ذهنیته رغېدلي فرهنګ د بدلون لپاره هڅه ونه شي؛ د اتلولۍ لپاره به معیار هم همدا په جګړه کې مخکښي وي.

نو پکار ده چې د خبرو پر ځای په علمي او عملي ډګر کې ځانونه اتلان او باتوران کړو. ټولنه له ناخوالو راوباسو. په علم، هنر، ادب، فرهنګ، سیاست، تخنیک، ټيکنالوژۍ او… کې ځانونه اتلان کړو او له نورو سره سیالي وکړو. هله به ټولنه د پرمختګ پر لور یون وکړي او د اتلولۍ وړتیا به را کې پيدا شي.

One thought on “رښتیا هم اتلان یو؟”
  1. په لاس دې برکت ، ښکلې لیکنه دې کړې . اوس ددې سخته اړتیا ده چې ځوان کول د اتلولۍ ننني معیارونه وپیژني او پوه شي چې اتلولي د بل او د ځان وژل نه ده بلکه د خدای د مخلوق لپاره د یوې ښې چارې ترسره کول اتلولي ده . برکتي شې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *